1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو او اروپايي اتحادیې ترمنځ د همکارۍ «نوې کچه»

۱۴۰۱ دی ۲۰, سه‌شنبه

په اوکراين کې د روسیې د يرغلیزې جګړې په نتيجه کې ناټو او اروپايي اتحاديې خپل مشارکت ته وده ورکړې ده. د دواړو ائتلافونو مخکښو استازو په بروکسل کې يوه اړونده اعلاميه لاسليک کړه.

ناټو او اروپايي ټولنې د لا ژورې همکارۍ هوکړه وکړه
ناټو او اروپايي ټولنې د لا ژورې همکارۍ هوکړه وکړهانځور: Johanna Geron/REUTERS

د ناټو او اروپايي ټولنې ترمنځ د دې په نظر کې نيول شوي لا زيات ژور ستراتيژيک مشارکت هدف دا دی چې د ګډو امنيتي تهديدونو پر وړاندې په لا همغږي شوې بڼه چلن وشي.

د اروپايي اتحادیې کمېسيون مشرې اورزولا فون ډېرلاین، د اروپايي اتحادیې د شورا مشر چارلس ميشل، او د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرګ، په بروکسل کې د ناټو په مقر کې يوه اړونده اعلاميه لاسليک کړه. دواړه اړخونه غواړي په دې سره خپل مشارکت يوې «نوې کچې ته» لوړ کړي.

د همکارۍ لا ژورول

د اعلاميې په څلور مخیز متن کې راغلي دي چې په ځانګړي توګه د چين او روسیې په څېر قدرتونو سره «د مخ پر پراخیدونکې جيوستراتیژيکي سيالۍ» او د «حساسو زېربناو د محافظت»، لکه د اوبو او انرژۍ د تامين په ترڅ کې دواړه اړخونه غواړي چې نظرونه یې سره نزدې وي.

د ناټو عمومي منشي له روسیې څخه د اوکراين جګړې ته د پای ټکي ايښوولو غوښتنه وکړهانځور: Olivier Matthys/AP/picture alliance

همدا راز زیاته شوې ده چې د فضا، په «معلوماتو کې د لاس وهنې او د خارج څخه د مداخلې» او همدا راز د اقليم د بدلون په برخه کې ژورې همکارۍ ته اړتيا ده. په متن کې زياته شوې ده چې د ځمکې د تودوخې لوړېدل سولې او امنيت ته خطر ګڼل کيږي ځکه چې د میليونو انسانانو د ژوند مادي اساسات ګواښي. زياته شوې چې وچکالي او سېلابونه، تېښه او مهاجرت او همدا راز د اوبو او ځمکې پر سر پراخيدونکې شخړې یې ښايي پايلې وي.

ستر امنیتي ګواښ

د اوکراين پر ضد د روسیې جګړې ته بيا د تر ټولو ستر امنيتي خطر په توګه کتل کیږي. د ګډې اعلامیې په متن کې راغلي چې د اوکراين جګړې په ټوله نړۍ کې ثبات اغیزمن کړی او د انرژۍ او خوراکي توکو بحران یې رامنځته کړی چې په ميلياردو انسانان یې اغیزمن کړي دي.

سيرګي لاورف پر ناټو نېوکې وکړې

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرګ د پای په مطبوعاتي غونډه کې غوښتنه وکړه چې روسيه بايد ژر تر ژره دا جګړه پای ته ورسوي او له اوکراين څخه خپل عسکر وباسي. هغه وويل چې د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوتين دا هڅه چې د اوکراين په کړکېچ کې د لویديځ متحدين سره وويشي، نه ده بريالۍ شوې خو ستولتنبيرګ زياته کړه چې د چين پر ځان مخ پر زياتیدونکی اعتماد د نويو ننګونو زمينه برابروي

ستولتنبرګ: «موږ به پرې نه ږدو چي روسیه مو وګواښي».

د ناټو او اروپايي اتحادیې د همکارۍ دا نوې اعلاميه د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸م کلونو د اعلاميو پر بنسټ ولاړه ده.

ب. ص/ ن. ز (dpa, afp, ntv) 

زموږ له آرشیف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل