د ناټو د ډراګان ۲۴ په نوم دغو پوځي تمریناتو کې د دغه سازمان د نهو غړو هیوادونو عسکر شامل دي.
د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، دغه مانورونه به د کورزنیوو ښارګوټي ته نژدې ترسره کيږي. دغه ښارګوټی د پولند په شمال کې ساحلي ښار ګدانسک په شاوخوا ۱۰۰ کیلومترۍ کې پروت دی. وارسا وايي د دغو پوځي مانورنو شاوخوا ۱۵زره ګډونوال به له پولنډ څخه وي.
د پولند وسله والو ځواکونو ويلي دي چې ځواکونه به له ويستولا سيند څخه د اوبو پر سطحه اچول شوي موقتي پله باندې تېريږي چې په دې سره به د ځمکې، سیند، هوا او سايبري ځواکونو وړتیاوې وآزمویل شي چې د یو ستر پوځي بحران پر وخت څرنګه کولی شي په ګډه کار وکړي.
پولندي ځواکونه د ۲۰۲۲م کال د اروپا مدافعانو د پوځي تمریناتو پر مهالانځور: KACPER PEMPEL/REUTERS ویستولای سیند د پولند له جنوبي غرونو سرچینه اغلي چې له ګڼو ښارونو څخه په تېرېدو په شمال کې تر بالتیک بحيرې پورې بهیږي.
په عین حال کې د اروپايي چارواکو له خوا د روسيې په تړاو مخ ډېرېدونکي توګه خبرداري هم موجود دي. دوی وايي روسيه به ښايي په راتلونکو څو کلونو کې دې ته چمتو شي چې په ځينو برخو کې د ناټو د متحدینو همغږۍ تیست کړي.
په غربي متحدینو کې د جګړې له پاره د چمتووالي بحثونه د تېرو څه باندې دوو کلونو په جریان کې يا پر اوکراین د روسيې تر پوځي یرغل راوروسته، ډير شوي دي.
پولند د اوکراین د تر ټولو مهمو ملاتړکوونکو څخه یو دی او د جګړې له پېل راوروسته ېې شاوخوا یو ميلیون اوکرایني مهاجرو ته ځای ورکړی دی. پولند همدارنګه په دغه جګړه کې د لويديځ د پوځي همکاريو د یو مرکز په توګه فعالیت کوي.
د اروپايي اتحادیې او ناټو سازمان دغه غړی، د خپل جغرافیایي موقعیت له لحاظه د روسيې له لوري د یو ځانګړي ګواښ احساس کوي. اکثره پولندیان اندېښنه ښيي چې دوی به هم یوه ورځ د اوکراینیانو په څېر له يو برخلیک سره مخ شي.
د آرشیف انځور - د ناټو د ۲۰۱۶م کال اناکونډا ۱۶ پوځي تمرینات، ځواکونه د پولند د ویستولا سیند څخه د پورېتو پر مهال ښکاري انځور: picture-alliance/dpa/T. Zmijewski پولند په وروستیو کې د خپلو وسلو او پوځي سیستم پر عصري کولو درنه پانګونه کړې او د خپلو داخلي ناخالصو تولیداتو شاوخوا ۴ سلنه برخه ېې دفاعي برخې ته وقف کړې ده.
د اوکراین لومړي وزير دونالد توسک په ورستیو کې وويل چې د لويديځ پر وړاندې د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ګواښونو ته باید په «مرګوني شديده» توګه وکتل شي.
ډراګان۲۴، د ناټو سازمان د ستیدفیست دفندر (Steadfast Defender) یا ثابت قدمه مدافع سترو پوځي تمریناتو یوه برخه ده چې حاضر دمه د دغه سازمان په شرقي ساحه کې عملي کيږي. ستیدفیست دیفندر د دوهمې نړېوالې جګړې وروسته د متحدینو تر ټولو ستر پوځي تمرینات دي چې ترسره کیږي.
(dpa) mks/nz
له آرشیف څخه:
د ناټو تر ټولو ستر مانورونه په انځورونو کي
د ناټو په «هوايي دفاع ۲۳» نظامي مانورونو کي چي همدا اوس په آلمان کي روان دي د ۲۵ هیوادونو هوايي ځواکونه پکښي ونډه لري. د ناټو په تاریخ کي دا تر ټولو لویه نظامي مانورونه دي. انځور: Julian Stratenschulte/dpa/picture alliance ترانسپورټي الوتکو د «هوايي دفاع ۲۰۲۳» مانور پرانیست. د آلمان پوځ «اې۱۴۰۰ام» ډوله الوتکو د دوشنبې په ورځ په نیدرزاکسن ایالت کي د وونزدورف هوايي ډګر څخه د مانور په موخه الوتني وکړې.
انځور: Julian Stratenschulte/dpa/picture-alliance تر ۲۵ د زیاتو هیوادونو ونډه یوه جنګي تورنادو الوتکه د یاګل په سیمه کي له شلسویګ هوايي ډګر څخه په هوا سوه، په دې مانور کي تر ۲۵ د زیاتو هیوادونو هوايي ځواکونه د دوو اونیو په ترځ کي یوه خیالي برید ته د غاښ ماتوونکی ځواب ورکولو تمرین کوي. د آلمان په مشرۍ په دې مانور کي پر ناټو غړو سربېره جاپان او سويډن هم ونډه لري.
انځور: Gregor Fischer/dpa/picture-alliance وروستۍ کتنه: په وونزدورف هوايي ډګر کي یو سرتېری د هوايي ځواکونو ایربوس الوتکي ته د ننوتلو په حال کي لیدل کېږي. د نیدرزاکس په ایالت کي یاد هوايي ډګر د راپيل سوي پوځي مانور تر ټولو غټ تدارکاتي مرکز دی. د آلمان پوځ په وینا ۱۰ زره سرتیري او د آلمان د ۷۰ الوتکو په ګډون ۲۵۰ طیارې په دې مانورونو کي د جون تر ۲۳ نېټې پوري برخه لري.
انځور: Julian Stratenschulte/dpa/picture-alliance تاسي کولای سئ، د هالنډي الوتکو د الوتنو لار د دوشنبې په ورځ د مکلنبورګ ایالت پر اسمان په «flightradar24» اپلیکیشن کي ووینی، چي څو واري يې د ویسمار، ګوسترو او شورین ښارونو پر اسمان دورې وهلي دي. دغه هوايي تمرین د آلمان پر ځینو شمالي، ختیځ، لوېدیځ او همدارنګه د شمالي او بالټیک سمندرونو کي ترسر کیږي.
انځور: Jens Büttner/dpa/picture-alliance په دې مانور کي پوځي الوتني پلان سوي دي، چي ښايي پر ۲۰۰۰ملکي الوتنو اغېز وکړي. د دغه تمرین له پاره د آلمان د هوايي حریم ځیني برخي د ملکي الوتنو پرمخ بندي سوي دي. د الوتنو خنډ او ځنډ کولای سي د الوتکو په ښوودنیزو پاڼو کي وګورئ. د بېلګي په ډول دلته د هامبورګ په هوايي ډګر کي.
انځور: Bodo Marks/dpa/picture-alliance نندارچیان د شلسویګ هوايي ډګر څخه د تورنادو جنګي الوتکي الوتني ته ګوري. یاد مانور تراوسه د فرانکفورټ ام ماین، برلین، دوسلډورف، نورنبرګ او کولن/بن پر هوايي ډګرونو هیڅ اغیز نه دی کړی، خو کیدای سي چي په هوايي ټرافیک کي ګډوډي ډېره سي.
انځور: Gregor Fischer/dpa/picture-alliance د مانور پر وړاندي هغه لاریون کوونکي چي د آلمان د کیڼ اړخي ګوند له خوا رابلل سوي، د سولي سمبول یا نخښه يې جوړه کړې وه. د آلمان پوځ غواړي چي د روسيې له تحریک کولو ډډه وکړي. د آلمان د وسله وال پوځ مشر ګرهارټس وايي: «موږ هر کار د دې له پاره کوو، ترڅو باوري سوو چي دغه مانور د اوضاع په ترینګلتیا کي ډېروالی نه راولي.»
د ده په قول، هیڅ الوتنه به د کالینینګراد خواته چي د روسيې له اصلي خاوري بېله ده ونه سي.
انځور: /dpa/picture-alliance د آلمان د وسله وال ځواک پارلماني کمیساره ایوا هوګل دغه پوځي مانور د روسيې له پاره یو پيغام ګڼي. هغې د ونزدورف په هوايي ډګر کي وویل، پر اوکراین د روسيې برید وښودله چي دغه مانور څومره ارزښت لري. دې دغه پوځي مانورد اوقیانوس اطلس د دواړو خواوو د ساتني د وړتیا «یوه ښه نخښه» یاده کړه.
انځور: Julian Stratenschulte/dpa/picture-alliance