د دوشنبې په ماښام به بایډن د سه شنبې او چهارشنبې په ورځي د ناټو له مشرانو سره خبرو اترو له پاره د لیتوانیا پلازمینې ویلنیس ته سفر وکړي. د ناټو په سرمشريزه کي تمه کیږي چې په اجنډا کې د کیف له پاره د ناټو ملاتړ او همدارنګه په ناټو کي د سویډن شامليدل دي چې تر دې دمه يې د ترکیې له خوا بند شوي دي. د ویلنیس غونډه په داسي حال کي کيږي چې د بایډن ادارې اوکراین ته د کلسټر بمونو سپارنې ته شین څراغ ورکړی، د ناټو ځینې متحدینو لکه انګلستان او هسپانيا د دې اقدام په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. بایډن به د لیتوانیا تر سفر وروسته فنلنډ ته ولاړ شي، چې د ناټو تر ټولو نوی غړی هېواد دی.
بایډن وايي، اوکراین د ناټو غړیتوب ته چمتو نه دی
د امریکا ولسمشر له «سي ان ان» سره په خبرو کې دې ته اشاره کړې چې په ناټو کې د اوکراین د شامليدو په اړه شک لري. بایډن د یکشنبې په ورځ د یوې مرکې پرمهال «سي ان ان» ته وويل: «زه فکر نه کوم چې اوکراين به د ناټو غړیتوب ته چمتو وي.» په ورته مهال بایډن وویل چې هغه هیله لري چې د ناټو مشران به « اوکراین ته یوه منطقي لاره په ګوته کړي ترڅو وکوالی شي په ناټو کې د شاملیدو وړتیا ولري.» هغه وویل چې په پوځي اتحاد کې د شاملیدو له پاره هیوادونه باید «ټولې وړتیاوې پوره کړي، له ډیموکراسۍ څخه نیولې تر نورو مسلو پورې.» هغه زیاته کړه چې اوس په ناټو کې د اوکراین راوستل به له «روسیې سره د جګړې» معنی ولري. هغه وویل: « زه فکر نه کوم چې په ناټو کې د دې په اړه توافق شته چې ایا اوکراین اوس د جګړې په مینځ کې د ناټو په کورنۍ کې شامل شي یا نه.» بایډن زیاته کړه چې دا به یو څه وخت ونیسي چې اوکراین د ناټو غړی شي.
د ناټو تر ټولو ستر مانورونه په انځورونو کي
د ناټو په «هوايي دفاع ۲۳» نظامي مانورونو کي چي همدا اوس په آلمان کي روان دي د ۲۵ هیوادونو هوايي ځواکونه پکښي ونډه لري. د ناټو په تاریخ کي دا تر ټولو لویه نظامي مانورونه دي.