اوو پرمختللو صنعتي یا جي ۷ هیوادونو یو نړیوال چوکاټ اعلان کړ چې د اوکراین له پاره اوږدمهاله امنیت ډاډمنوي، څو د روسیې پر وړاندې خپله دفاع پیاوړي کړي او په راتلونکي کې د مسکو د هر ډول تیري مخه ډب کړي.
په یوه ګډه اعلامیه کې امریکا متحده ایالاتو، جرمني، جاپان، فرانسې، کاناډا او بریتانيا او همداشان اروپایي اتحادیې ویلي دي چې په دغه امنیتي چوکاټ کې د عصري پوځي تجهیزاتو، روزنې، د استخباراتي او سایبري دفاع په څیر عناصر شامل دي. نور هیوادونه هم کولی شي په دغه اعلامیه کې شامل شي.
اړونده موضوع: ناټو د ایران د "ویجاړونکو فعالیتونو" په اړه ژوره اندېښنه
د دې په بدل کې به اوکراین د ښې حکومتولۍ له پاره پر اقداماتو سربیره قضایي او اقتصادي برخه کې د اصلاحاتو او روڼتیا د رامنځ ته کولو ژمنه کوي.
د ویلنیوس په هوایي ډګر کې د پیتریوت دافع هوا سیستمانځور: Janis Laizans/REUTERS د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن ویلي دي چې په داسې حال کې چې اوکراین د ناټو په تړون کې د شاملیدو اجازې ته انتظار باسي، جي ۷ هیوادونه به د یوه غښتلي پوځ د رامنځ ته کیدو له پاره له اوکراین سره مرسته وکړي.
اړونده موضوع:د ناټو سرمشريزه؛ بایدن بريتانيا ته رسېدلی او وروسته ويلنيوس ته ځي
بایډن په ویلنیوس کې د ناټو سرمشریزې ته د وینا پر مهال وویل: «موږ به له دوی سره د ځمکې [پرسر]، هوا او په سمندر کې د پیاوړي دفاع د رامنځ ته کولو په برخه کې مرسته وکړو.» په دغه غونډه کې د جي ۷ پر مشرانو سربیره د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي هم حضور درلود.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر (په انځور کې ښي اړخ ته) د بریتانیې له لومړي وزیر سره لیدل کیږيانځور: Kacper Pempel/Reuters د متحده ایالاتو ولسمشر ټینګار وکړ چې د «اوکراین راتلونکې په ناټو» کې ده او د جي ۷ هیوادونو په خپله اعلامیه کې د اوکراین اوږد مهاله ملاتړ په څو اړخیز امنیتي چوکاټ کې څرګند کړی دی. بایډن زیاته کړه چې «موږ به تر هغه وخته هلته یو» چې ورته ضرورت وي.
زیلنسکي همهاله په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې څو اړخیز تړون چې له هیوادونو سره ګډو خبرو اترو ته لار هواروي، د اوکراین له پاره «د پام وړ امنیتي بریا» ده.
زموږ له آرشیف څخه:
د ناټو تر ټولو ستر مانورونه په انځورونو کي
د ناټو په «هوايي دفاع ۲۳» نظامي مانورونو کي چي همدا اوس په آلمان کي روان دي د ۲۵ هیوادونو هوايي ځواکونه پکښي ونډه لري. د ناټو په تاریخ کي دا تر ټولو لویه نظامي مانورونه دي. انځور: Julian Stratenschulte/dpa/picture alliance ترانسپورټي الوتکو د «هوايي دفاع ۲۰۲۳» مانور پرانیست. د آلمان پوځ «اې۱۴۰۰ام» ډوله الوتکو د دوشنبې په ورځ په نیدرزاکسن ایالت کي د وونزدورف هوايي ډګر څخه د مانور په موخه الوتني وکړې.
انځور: Julian Stratenschulte/dpa/picture-alliance تر ۲۵ د زیاتو هیوادونو ونډه یوه جنګي تورنادو الوتکه د یاګل په سیمه کي له شلسویګ هوايي ډګر څخه په هوا سوه، په دې مانور کي تر ۲۵ د زیاتو هیوادونو هوايي ځواکونه د دوو اونیو په ترځ کي یوه خیالي برید ته د غاښ ماتوونکی ځواب ورکولو تمرین کوي. د آلمان په مشرۍ په دې مانور کي پر ناټو غړو سربېره جاپان او سويډن هم ونډه لري.
انځور: Gregor Fischer/dpa/picture-alliance وروستۍ کتنه: په وونزدورف هوايي ډګر کي یو سرتېری د هوايي ځواکونو ایربوس الوتکي ته د ننوتلو په حال کي لیدل کېږي. د نیدرزاکس په ایالت کي یاد هوايي ډګر د راپيل سوي پوځي مانور تر ټولو غټ تدارکاتي مرکز دی. د آلمان پوځ په وینا ۱۰ زره سرتیري او د آلمان د ۷۰ الوتکو په ګډون ۲۵۰ طیارې په دې مانورونو کي د جون تر ۲۳ نېټې پوري برخه لري.
انځور: Julian Stratenschulte/dpa/picture-alliance تاسي کولای سئ، د هالنډي الوتکو د الوتنو لار د دوشنبې په ورځ د مکلنبورګ ایالت پر اسمان په «flightradar24» اپلیکیشن کي ووینی، چي څو واري يې د ویسمار، ګوسترو او شورین ښارونو پر اسمان دورې وهلي دي. دغه هوايي تمرین د آلمان پر ځینو شمالي، ختیځ، لوېدیځ او همدارنګه د شمالي او بالټیک سمندرونو کي ترسر کیږي.
انځور: Jens Büttner/dpa/picture-alliance په دې مانور کي پوځي الوتني پلان سوي دي، چي ښايي پر ۲۰۰۰ملکي الوتنو اغېز وکړي. د دغه تمرین له پاره د آلمان د هوايي حریم ځیني برخي د ملکي الوتنو پرمخ بندي سوي دي. د الوتنو خنډ او ځنډ کولای سي د الوتکو په ښوودنیزو پاڼو کي وګورئ. د بېلګي په ډول دلته د هامبورګ په هوايي ډګر کي.
انځور: Bodo Marks/dpa/picture-alliance نندارچیان د شلسویګ هوايي ډګر څخه د تورنادو جنګي الوتکي الوتني ته ګوري. یاد مانور تراوسه د فرانکفورټ ام ماین، برلین، دوسلډورف، نورنبرګ او کولن/بن پر هوايي ډګرونو هیڅ اغیز نه دی کړی، خو کیدای سي چي په هوايي ټرافیک کي ګډوډي ډېره سي.
انځور: Gregor Fischer/dpa/picture-alliance د مانور پر وړاندي هغه لاریون کوونکي چي د آلمان د کیڼ اړخي ګوند له خوا رابلل سوي، د سولي سمبول یا نخښه يې جوړه کړې وه. د آلمان پوځ غواړي چي د روسيې له تحریک کولو ډډه وکړي. د آلمان د وسله وال پوځ مشر ګرهارټس وايي: «موږ هر کار د دې له پاره کوو، ترڅو باوري سوو چي دغه مانور د اوضاع په ترینګلتیا کي ډېروالی نه راولي.»
د ده په قول، هیڅ الوتنه به د کالینینګراد خواته چي د روسيې له اصلي خاوري بېله ده ونه سي.
انځور: /dpa/picture-alliance د آلمان د وسله وال ځواک پارلماني کمیساره ایوا هوګل دغه پوځي مانور د روسيې له پاره یو پيغام ګڼي. هغې د ونزدورف په هوايي ډګر کي وویل، پر اوکراین د روسيې برید وښودله چي دغه مانور څومره ارزښت لري. دې دغه پوځي مانورد اوقیانوس اطلس د دواړو خواوو د ساتني د وړتیا «یوه ښه نخښه» یاده کړه.
انځور: Julian Stratenschulte/dpa/picture-alliance
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ ویلي دي چې د یو شمیر هیوادونو له لوري د جي ۷ په چوکاټ کې له اوکراین سره شوې ژمنې د کیف د ملاتړ له پاره د اوږدمهاله ستراتیژۍ په معنی ده.