1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د ناټو سرمنشي: داعش په افغانستان او نورو سیمو کې حضور لري

۱۳۹۸ مهر ۱۹, جمعه

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ، د پنجشنبې په ورځ وویل چې ناټو باید د اسلامي دولت ترهګرې ډلې پر ضد متحده پاته شي. دا په داسې حال کې ده چې د ناټو غړي هیواد ترکیې د سوریې په شمال کې د کردي ځواکونو پر ضد عملیات پیل کړي.

Bildergalerie IS in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

ستولتنبرګ اتن ته د خپل سفر پر مهال وویل: «موږ باید دا خبره په یاد ولرو چې د خپل مشترک دښمن چې اسلامي دولت دی، پر ضد متحد پاته شو.»

هغه زیاته کړه: «د اسلامي دولت ډله اوس هم په عراق، سوریې [...] او افغانستان کې حضور لري.»

د ناټو دغه لوړپوړي چارواکي په داسې حال کې دغه څرګندونې وکړې چې ترکیې د سوریې په شمال کې د کردي ځواکونو پر ضد عملیات پیل کړي دي. دغو ځواکونو له ډیر وخت راهیسې د اسلامي دولت پر ضد جګړه کړې ده او داسې اندیښنې موجودې دي چې د کردانو د ځپل کیدو په صورت کې کیدای شي د اسلامي دولت ډله بیا په دې سیمه کې پیاوړې شي.

ینس ستولتنبرګ وویل: «موږ د اسلامي دولت [ډلې] پر ضد ډیر زیات پرمختګ کړی دی [...] موږ باید ځان ډاډه کړو چې د دغو لاس ته راوړنو ساتنه وشي.»

د کرادانو پر ضد د ترکیې د ځواکونو پر عملیاتو باندې په نړیواله کچه سختې نیوکې شوې دي. په دې برید کې ترکي ځواکونه د سوریې د حکومت پلوو ملیشو له ملاتړه برخمن دي. خو پر نیوکو سربیره، ترکیه چې پخپله هم د ناټو غړی هیواد دی، وایي چې د عملیاتو هدف یې د سوریایي کردانو پر شا تمبول او د یوه «امن زون» رامنځ ته کول دي چې په پایله کې یې په ترکیې کې میشت سوریایي مهاجر بیرته خپل هیواد ته ستانه شي. انقره دغه کردي ځواکونه ترهګر بولي.

تر دې مخکې، کله چې ترکیې خپل برید پیل کړ، نو ستولتنبرګ دا منلې وه چې «انقره مشروع امنیتي اندیښنې» لري خو ټینګار یې کړی وو چې دغه هیواد باید له تدبیر سره اقدام وکړي.

د ترکیې دې اقدام د آلمان په ګډون د اروپايي ټولنې نیوکې هم راپارولي دي. دغه ټولنه اندیښنه لري چې د انقرې عملیات به اروپا ته د ډیر شمیر مهاجرو د راتلو او د کردانو له زندانونو څخه د اسلامپاله جهادیستانو د تیښتې لامل شي.

(ms/ns (AFP

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب