1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

د ناټو پخوانی جنرال د اوکراین په جنګ کي د اوربند اټکل کوي

۱۴۰۱ دی ۱۴, چهارشنبه

د جرمني د پوځ او ناټو پخوانی جنرال، هانس لوتار دومروزه د نوي ۲۰۲۳م کال په جریان کي د اوکراین په جنګ کي پر یوه اوربند باندي حساب کوي.

General Hans-Lothar Domröse von der Internationalen Sicherheitsunterstützungstruppe (ISAF)
انځور: Massoud Hossaini/AP Photo/picture alliance

هغه د فونکه په نامه الماني رسنیز ګروپ ته ویلي دي: «زه د سږکال د دوبي په سر کي د یوه اوربند انتظار لرم، په کوم کي چي دواړه خواوي دې نتیجې ته ورسیږي: اوس نور څه شی پلاس نه راځي».

دومروزه اضافه کړي: «موږ به د ۲۰۲۳م کال په جریان کي یو اوربند ووینو». او امکان لري د فبرورۍ او می میاشتو تر منځ دغسي یو حالت رامنځته سي، په کوم کي چي دواړه خواوي په دې پوه سي، چي دوی نور مخته نسي تلای». دا«نو بیا د اوربند پر سر د معاملې یو وخت دی». خو دا په هیڅ صورت د سولي د رامنځته کیدو په معنی نه دی. «اوربند دا معنی چي موږ فیرونه بندوو. د اوربند پرسرخبري اتري به ډیر وخت دوام وکړي او یوه منځګړي ته به ضرورت احساس سي. شاید هغه د ملګرو ملتونو عمومي منشي ګوتريش، د ترکیې جمهوررئیس اردوغان او یا د هندوستان صدراعظم مودي وي». 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل