1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نجونو د زده کړو په اړه د طالب چارواکو ضد و نقیض دریځونه

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ مهر ۵, سه‌شنبه

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي یو ځل بیا د نجونو ښوونځیو د پرانېستو خبره کړې. ایا پر دې موضوع د طالب چارواکو ترمنځ اختلافات شته؟

آرشيف انځور: په هرات کې د نجونو يو ښوونځی
آرشيف انځور: په هرات کې د نجونو يو ښوونځیانځور: Petros Giannakouris/AP Photo/picture alliance

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزې د ګرځندوی نړېوالې ورځ په مناسبت نن سې شنبې (د ۲۰۲۲ میلادي کال د سپټمبر ۲۷مه) کابل کې یوې غونډې ته وویل: «ژر تر ژره باید د ښوونځیو دروازې د ټولو په مخ خلاصې شي، تبعیض باید نه وي، هیڅوک کوم دلیل نه لري له دې پرته چې یا به یې طبعیت وي او وایې به چې زه دا منم، خو شرعي دلیل هیڅوک نه لري.» 

ستانکزی وايي، د افغانستان جید دیني عالمان ټول په دې متفق دي چې باید د ښوونځیو دروازې د ټولو پرمخ پرانېستې وي.

خو په همدې غونډه کې د طالبانو د امر باالمعروف وزیر وویل، دنیوي تعلیم مباح عمل دی: «دا یوه علمي خبره ده، چې دنیوي تعلیم مباح دی او چې کله د مباح او د امیر ترمنځ تعارض راشي، نو د امیر حکم واجب دی.»

ستانکزی ويلي د افغانستان جید دیني عالمان ټول په دې متفق دي چې باید د ښوونځیو دروازې د ټولو پرمخ پرانېستې وي.انځور: AFP

خو عباس ستانکزی ان په دې برخه کې د ستونزو مطرح کول هم د توجیه وړ نه بولي.  هغه زياته کړې: «زمونږ د تعلیم او تربیې محترم وزیران، کارکنان په دې مکلف دي او دنده یې ده چې دا کار وکړي، هغه ستونزې چې دوی یې مطرح کوي، په نن او سبا یې سپاري دا باید حل کړي، څومره ژر چې کېدلی شي باید حل شي، په دې کې چې څومره وخت تیریږي مشکلات جوړیږي، په دې کې چې څومره وخت تیریږي ملت له مونږ څخه فاصله نیسي.»

افغان نجونې اوښکې تويوي؛ نړيوال دې ښوونځيو خلاصولو ته متحد شي

دا څووم وار دی چې دغه طالب چارواکی په افغانستان کې د نجونو د زده کړو او ښوونځیو په پرانېستو ټینګار او په پلوي یې څرګندونې کوي. د نوموړي دا ډول څرګندونې د عامو افغانانو او د چارو کتونکو له تود هرکلي سره هم مخ کیږي.

د چارو کتونکي ډاکټر عاطف مختار دویچه ویله ته وویل:«دا یواځې د عباس ستانکزي غږ نه دی چې وايي ښوونځي د ښځو او نجونو په مقابل کې خلاص کړی، بلکې دا د غوڅ افغان ملت غږ دی او که چېرې امارت اسلامي د افغانستان د ملت غږ وانه وري دغه نظام به نور هم ورو ورو انزوا خوا ته ولاړ شي.»

دغه افغان کارپوه زیاتوي چې د طالبانو په حکومت کې ډېری چارواکي دا غواړي چې د نجونو ښوونځي باید پرانېستل شي، خو دده پر وینا یو څو کسانو دا پریکړه یرغمل کړې ده.

د نجونو د ښوونځیو پر وړاندې پراته خنډونه څه دي؟

25:01

This browser does not support the video element.

ایا د ښوونځیو پر موضوع د طالبانو خپل منځي اختلاف شته؟

  د پوهنتون استاد جاوید مومند دویچه ویله ته وویل، دا لومړی ځل نه دی چې عباس ستانکزۍ د نجونو د ښوونځیو د پرانېستلو په حق کې څرګندونې کوي، له دې په ډاګه کیږي چې په حکومت کې دننه ستونزې شته.«زه فکر کوم چې یو څه دننه اختلافات دي، یو څه سیاسي مسله ده او نور زه فکر کوم چې دلته د ځینو هېوادونو استخباراتي کړۍ ښکیل دي چې دوی نه غواړي افغانستان د پرمختګ په لور لاړ شي.»ګوتېرش: طالبان دې عاجل د نجونو پر ښوونځیو محدودیت ختم کړي

واک ته د طالبانو د رسېدو په څه باندې یو کال کې د عامو افغانانو ترڅنګ ملګرو ملتونو، بشري حقونو نړېوالو سازمانونو، اروپايي ټولنې او ګڼو نورو بنسټونو په طالبانو غږ کړی چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي، خو دوی تراوسه په کور دننه او بهر په دې غوښتنه غوږ نه دی ګرولی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل