شهناز چې اوس له ګډه ژونده د دوو لوڼو او يو زوی خاونده ده، له دويچه ويله سره يې په خبرو کې وويل: «که څه هم اوس له خپل ژونده راضي يم، خاوند مې ښه سړی دی او خُسرګنۍ مې هم درنه کورنۍ ده، خو ما نه غوښتل چې په دومره کم عمر کې واده شم.»
شهناز زياتوي: «په ۱۴ کلنۍ کې په واده کېدو سره د زدهکړو له پاره مې هيلې مړې شوې او اوس د اولادونو او کور کارونو له امله نه شم کولای خپلې زدهکړې تعقيب کړم.»
له بل پلوه ديني عالمان هم په کم عمر کې د نجونو ودول د شريعت خلاف بولي او وايي، د اسلامي اساساتو له مخې يوه پېغله حق لري چې د خپل ژوند په ټاکلو خپل نظر او اند وړاندې کړي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ او پر ښځو له بندیزونو وروسته په دغه هېواد کې ډېرې سوداګرې ښځې سختې زیانمنې شوې دي. د کرهڼې له پاره د مسلکي ښځو اتحادیې مشره ممتاز یوسفزۍ وايي چې اوس په ټول افغانستان کې ۴۵۰۰ ښځې د کرهڼې له پاره د مسلکي ښځو د اتحادیې غړي دي.
انځور: privat
کرهڼیز محصولات
د کرهڼې په برخه کې د مسلکي ښځو د اتحادیې مشره د ښځینه بزګرانو د ستونزو په اړه خبرې کوي او زیاتوي چې د طالبانو له واکمنۍ سره ډېر شرکتونه سقوط شوي دي او د کارکوونکو معاشونه او د دفتر لګښتونه یې نشوای پوره کولای.
انځور: privat
افغان مېرمنو لاسي صنایعو ته مخه کړې
د دغه نندارتون په یوه برخه کې پر کرهڼیزو محصولاتو سربېره د ښځو جامې او لاسي صنایع هم نندارې ته اېښودل شوي وو. د دغو سوداګرو او صنعت کارو مېرمنو له ډلې صالحه سخي وایي چې د لاسي صنايعو په برخه کې ښځې له اقتصادي پلوه له ستونزو سره مخ دي او زیانمنې شوې دي. هغه وايي، لاسي صنايعو ته بازار نشته او خلک يې د پېرلو توان نه لري.
انځور: privat
محصلینو لاسي صنایعو ته مخه کړې ده
دا سوداګره مېرمن زیاتوي، هغه نجونې او مېرمنې چې له زده کړو او کار څخه بې برخې وې، اوس د خیاطۍ او لاسي صنایعو په ګډون يې، مرۍ اوبدلو، حکاکي، میناتوري او نقاشۍ ته مخه کړې ده.
انځور: privat
لاسي صنایعو ته د بازار نه شتون
د صنعتګرو ښځو غړې صالحه سخي وایي چې د ښځو د لاسي صنایعو له پاره بازار نشته او خلک هم د پېریدلو توان نه لري.
انځور: privat
لاسي صنایعو ته د مارکیټ نه شتون
دا سوداګره زیاتوي چې په نندارتون کې د ښځو له پاره هیڅ اسانتیا نه وه او د ښځو د نندارتون تالار له نارینه وو څخه جلا وو.هغې وویل: «نندارتون ته د ښځو او نارینه وو لارې جلا دي. طالبانو دا موضوع جدي نیولې ده. دا په پیر او پلور باندې زیاتې اغیزه لري. کله چې یوه کورنۍ نندارتون ته راځي، سړی باید له یوې لارې ولاړ شي او ښځه له بلې لارې.»
انځور: privat
پر نقاشو بندیزونه
ځيني هغه ښځې او نجونې چې له زده کړو پاتې دي، نقاشۍ، میناتورۍ او حکاکۍ ته يې مخه کړې ده. دغه مېرمنې او نجونې چې د خپلو هنري اثارو په پلورلو سره د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کوي، وايي چې د طالبانو د بندیزونو له امله نه شي کولای ځینې اثار په عام محضر کې نندارې ته وړاندې کړي.
انځور: privat
په نندارتون کې پر ځینو اثارو باندې بندیز لګول شوی دی
فرشته مرادي چې د نقاشي او میناتوري په برخه کې کار کوي، وايي چې دا هنري اثر یې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د وضعیت د انعکاس له پاره راوړی چې په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي، خو د طالبانو مامورین دا اثر واخیست او له ځانه سره یې یووړل.
انځور: privat
د نقاشي هنر کمرنګه کېدل
رخسار سادات چې له ښوونځي څخه تر فراغت وروسته نقاشۍ او انځورګرۍ ته مخه کړې، په افغانستان کې د نقاشۍ د هنر له زوال څخه اندېښمنه ده. هغه وايي چې بندیزونه تر دې حده پورې دي چې نشي کولای هغه څه نقاشي او نندارې ته وړاندې کړي چې دا یې خوښوي.
انځور: privat
د ځینو نقاشیو بندیز
هغه زیاتوي چې د نقاشۍ اثر باید د طالبانو د ادارې له روحیې سره سم وي: «یو تر ټولو مهم محدودیت دا دی چې موږ هیڅکله په خپله خوښه نقاشي نه شو کولای. د مثال په توګه، موږ اجازه نه لرو چې د یوې نجلۍ انځور نقاشي او نندارې ته وړاندې کړو.»
انځور: privat
انځورونه1 | 12
د ديني علومو دغه افغان متخصص زياته کړه: «طالبانو چې اوس د زدهکړو په برخو کې پر نجونو او ښځو بندیزونه او محدوديتونه وضع کړي، له ديني اړخه ورته کره او څرګند دليل نه لري، ځکه خو يې په اړه جزئيات خلکو سره نه شريکوي.»
د کمعمره افغان نجونو د ودونو په شمېر کې د زياتوالي خبره داسې مهال کېږي، چې دمګړی په افغانستان کې نجونې منځنيو ښوونځيو، ښوونيزو مرکزونو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه لري او له محرم پرته پارکونو او لوبغالو تګ راتګ هم نه شي کولای.