1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نجونو پر زده کړو بنديز؛ ځينو یې شخصي کاروبارونه پيل کړي دي

۱۴۰۲ تیر ۲۸, چهارشنبه

‎په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو له بندېدو سره يو شمېر یې شخصي کاروبارونو ته مخه کړې. دوی چې له رواني او اقتصادي ستونزو څخه د خلاصون په موخه د تجارت لاره انتخاب کړې، نامسلکیتوب او کمې تجربې یې مشکلات ډیر کړي دي.

Afghanistan Kandahar Bäckerei Arbeit Frauen
انځور: M. Usman Barakat

د مسکا په نوم يوه نولس کلنه پېغله چې په کابل ښار کې يې د افغاني کاليو د ګنډلو او پلور مرکز جوړ کړی وايي، له ښوونځي څخه تر بندیز وروسته له ډېرو ستونزو سره مخ وه؛ خو له دې ستونزو څخه د خلاصون له پاره یې وغوښتل چې د خپل ورځني مصروفیت او کورنۍ ته د نفقې ګټلو له پاره دا شخصي تجارت پیل کړي.

هغه وايي چې که څه هم له ځان سره یې یو شمېر نورې ښځې هم په کار بوختې کړي، خو د بازار موندنې په برخه کې د کافي تجربې د نه لرلو له امله نه شي کولای خپلو توکو ته مناسب بازار پیدا کړي.

هغه زیاتوي: «کار مې شروع کړی، خو اوس ځیني ستونزي شته. یو خو دا چې د خامو موادو په اخیستلو باندې ډېره نه پوهېږم، خو تر خپلې وسې هڅه کوم چې ښه خام مواد واخلم او دلته پرې کار وکړو. اوس دویمه خبره دا ده چې تولید کړي کالي مو هېڅ نه خرڅېږي. په ځینو لارو چارو چې پوهېدو هغه مې استفاده کړې، خو په مسلکي بازار موندنه او د توکو په خرڅلاو نه پوهېږم.»

صدف له نړیوالو مرستندویه ادارو غواړي، چې د تجارت په برخه کې دې ورته ځينې ځانګړي کورسونه جوړ کړي، تر څو د لومړنیو مهارتونو په زده کولو سره خپل کاروبار ته وده ورکړي.د نجونو پر تعلیم له بندیز سره ډېرو مېرمنو لاسي صنایعو ته مخه کړې

د بلخ ولایت اوسېدونکې زهرا رحيمې چې د ادبیاتو پوهنځي د دویم ټولګي زده کوونکې وه، اوس په خپل کور کې قالین بافي کوي.

هغه وايي چې کله یې پر مخ د زده کړو دروازې بندې شوې، نو له ډېرې ناهيلۍ سره مخ شوه او له دې ناهيلۍ څخه د ژغورنې له پاره یې هڅه وکړه، چې د ځان له پاره یو کوچنی مصروفیت پیداکړي.

ذهرا وايي چې په دې برخه کې یې هېڅ تجربه نه درلوده، خو د قالین بافي لومړنۍ چارې يې په کلي کې له خپلو ګاونډیانو زده کړي دي. هغه اوس هم په دې برخه کې لا ډېرې زده کړې او مسلکیتوب ته اړتيا لري.

صدف  زیاتوي: «د قالین بافۍ کار ډېر سخت دی. خو زما مجبوري ده. ځکه نه مو کورس ته پرېږدي، نه مو پوهنتون ته. نو مجبور یو چې همدا کارونه وکړو. زه اوس ساده قالینه جوړولی شم؛ خو ګلداره او نقشو والا باندې نه پوهېږم.»

په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو له بندېدو وروسته، يو شمېر زده کوونکو شخصي کاروبارونو ته مخه کړې ده.انځور: ToloNews

د زرمينې په وینا چې په کلي کې یې زیات شمېر نورې داسې نجونې شته، چې په دې برخه کې د کار کولو علاقه لري، خو مسلکي زده کړې یې نشته. د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان په کاروبار کې د مسلکیتوب برخه اړينه بولي.د طالبانو د مشر فرمان؛ ۱۲ زره ښځېنه سینګارتونونه به وتړل شي

د اقتصادي چارو کارپوه بهیر ځلاند وايي، چې نړیواله مرستندویه موسسې باید د تجارت په برخه کې د مېرمنو د مسلکیتوب له پاره کار وکړي.

هغه زیاتوي: «دا واضحه ده چې د ښوونځیو او پوهنتونو له بندېدو وروسته زیات شمېر مېرمنو واړه شخصي کاروبارونه شروع کړي دي. هغه ډول چې پکار ده مطرح او موثر نه دي. نو پکار ده چې په دې برخه کې مېرمنو ته ځانګړې زده کړې ورکول شي.»

په همدې حال کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې اوسمهال په هېواد کې شاوخوا ۵ زره شرکتونه د مېرمنو له لوري اداره کېږي.

د دغه وزارت مسلکي مرستيال عبداللطيف نظري وايي، چې د تجارت په برخه کې د ښځو ونډه زیاته شوې ده. هغه زیاتوي چې په دې برخه کې د ښځو مسلکي روزنې ته ژمن دي: «په تجارت کې مسلکیتوب هم یوه اړتیا ده. موږ تر خپله وسه د دوی د مسلکتیوب له پاره کار کوو. زموږ ژمنه دا ده چې مېرمنو ته لا ډېر کاري فرصتونه برابر کړو.»

نږدې ۶۵۰ ورځې کېږي، چې طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ټولګي تړلي. دوی د ښوونځیو له بندولو وروسته پوهنتونو ته هم د ښځينه وو پر تګ بنديز ولګاوه، زیات شمېر نجونې اوس په بې سرنوشتۍ کې د ژوند ورځې شپې تېروي.

س.ن / ح. ح / ن. ز

انځور: DW Akademie
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب