1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نريندر مودي بری د هند د مسلمانانو د انديښنې سبب شوی

۱۳۹۸ خرداد ۸, چهارشنبه

د هند د لومړي وزير نريندر مودي بيا ټاکل کيدو په دغه هيواد کې مسلمانان انديښمن کړي دي. هغوی په دې آند دي چې هندو ناسيوناليستان به يې سياسي گټې د مخکې په شان تر پښو لاندي کړي.

Indien Wahlen Narendra Modi
انځور: Reuters

رونق شاهي چې په اصل کې د حيدر آباد اوسيدونکې ده، له خپل کوره کابو۱۵۰۰ کيلومتره ليري په علي گړ پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو د برخې محصله ده.

په ۲۰۱۴م کال کې کله چې مودي په لومړي ځل انتخاب شو، شاهي هلته د ميشتو مسلمانانو د وضيعت په اړه کوم واضح دريځ نه درلود. خو اوس چې مودي او د هغه قومپال بهارتيه جنتا گوند «بي جی پي»  په عمومي ټاکنو کې قاطع اکثريت ترلاسه کړی، شاهي ويريدلې ده او د هند د مسلمانانو د برخليک او راتلونکي په اړه ورته انديښنه پيدا شوې.

هغې له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «زما په آند د تير په پرتله مسلمانان اوس ښه خوندي نه دي. دا چې په راتلونکي کې به څه کيږي په اړه یې وړاندوينه مشکله ده، خو زه په دې آند يم چې وضعه به خرابه شي.» هغې زياته کړه: «په اوسني وضعيت کې موږ يوه لاره لرو هغه دا چې په سياسي او اقتصادي توگه ځان منظم او پياوړی کړو.»

تر تازه عمومي ټاکنو وروسته د هند د مسلمانانو ترمنځ دا احساس پياوړی شوی چې هغوی په سياسي توگه څنډې ته کړل شوي دي او داسې فکر کوي چې د هند په ټاکنيز سياست کې د هغوی رای هيڅ اهميت نه لري.

بهارتيه جنتا گوند له ۴۳۷ څوکيو له پاره يوازې۷ مسلمانان کانديد کړي ول. په اوسني پارلمان کې که څه هم چې د مسلمانانو شمير د تېر پارلمان په پرتله لږ زيات دی، خو سره له دې هم دا شمير هلته د ميشتو مسلمانانو د شمير په پرتله ډېر کم دی.

د مسلمانانو خپل سياسي گوند؟

اسد الدين اويسي په ټاکنو کې د بريالي شويو۲۷ مسلمانو کانديدانو څخه یو دی. د هغه د « All India Majlis-e-Ittehadul »Muslimeen» گوند له دريو کانديدانو سره په ټاکنو کې گډون کړی وو چې دوه نوماندان یې بريالي شول.

په حيدر آباد کې تر بريا وروسته نوموړی وايي چې دی به خپل گوند په ټول هېواد کې د مسلمانانو نماينده گوند وگرځوي.

اويسي د هند کانگرس گوند «Indian National Congress» او نورو سيمه ايزو گوندونو ته په اشارې سره وويل: «مسلمانان به تر کومه وخته پورې، دې په اصطلاح سيکولر گوندونه ته رایه ورکوي؟ دا گوندونه »بي جی پي« ته د ماتې ورکولو وړتيا نه لري. موږ بايد خپلې تگلارې ته تغير ورکړو.»

هغه زياته کړه: «نه يوازې مسلمانان، بلکې ټول له پامه غورځول شوي قشرونه چې محروم پاتې دي، بايد سره يوځای شي.»

خو د حيدر آباد د مولانا آزاد د ملي اردو پوهنتون د سياسي علومو کارپوه افروز عالم د مسلمانانو د يوه جلا گوند نظر ته د شک په سترگه گوري. د نوموړي په آند په هند کې لا دمخه د مسلمانانو ۲۵ سياسي گوندونه ول، خو عوام ورته رای نه ورکوي. د افروز عالم په آند جلا سياسي گوند د ستونزې حل نه دی.

د مودي بهارتيه جنتا گوند په ټاکنو کې قاطع اکثريت ترلاسه کړانځور: DW/O. S. Janoti

هغه وايي: «که گوندونه د پايداره غورځنگونو او مدني فعاليتونو څخه سرچينه وا نه خلي نو کاميابۍ ته نه شي رسيدلی.» هغه زياتوي: «مسلمان رای ورکونکي بايد پر کانديد تمرکز وکړي او د نوماند د شخصي وړتيا او سيمه ایز وضعيت په پام کې نيولو سره خپله رای وکاروي.»

د علي گړ پوهنتون د تاريخ استاد محمد سجاد له نظره که د مسلمانانو د خپل بېل گوند کانديدان په ټاکنو کې بريالي هم شي نو غږ به یې وا نه وريدل شي.

د مودي پر بريا د مسلمانانو غبرگون

مودي د ټاکنو تر گټولو وروسته ولس ته دوې ويناوې وکړې او په دواړو کې یې د هند مسلمانان مخاطب کړل. په خپله لومړۍ وينا کې چې د »بي جی پي« گوند په مقر کې یې وکړه، د سيکولرازم په اړه د خبرو پر وخت يې وويل چې «هغه سياسي گوندونه چې د سيکولرازم ماسک (نقاب) یې اغوستی وي، بربنډ شوي دي.»

هغه زياته کړه چې د اقليتونو د باور ترلاسه کولو هڅه به وکړي. نوموړي د پارلمان پر غړيو غږ وکړ چې د اقليت په اړه د خبرو پر وخت له احتياط څخه کار واخلي او پر هغوی له لفظي بريدونو ډډه وکړي.

د هند د مسلمانانو د تر ټولو سترې ټولنې جميعت العلماء هند عمومي مشر بيا مودي ته بريا مبارکي وويله.

د مسلمانانو استازيتوب څوک کوي؟

د هند په پارلمان کې د مسلمانانو استازيتوب ناانډوله ښکاري. د علي گړ پوهنتون د تاريخ استاد محمد سجاد وايي چې په پارلمان کې د مسلمانو استازو د شمير د زياتوالي خبره د خلکو د بې لارې کولو په معنا ده. د نوموړي په حواله په نوي ډيلي کې په پارلماني کميټيو کې که څه هم چې يو شمير مسلمان استازي شامل دي، خو که هغوی له نورو سره خپل نظر شريک نه کړای شي نو بيا یې استازيتوب بې معنا دی.

په هند کې د مسلمان اقليت د حقونو له پاره فعالې يوې ډلې هم انديښنه څرگنده کړې ده چې په دغه هيواد کې به د مسلمانانو له پاره وضعه لا پسې خرابه شي. د مسلمانانو په نوم په يوه ليک کې دغي ټولنې پر هغوی د زغم غږ کړی دی.

فيصل فريد

زموږ له آرشيف څخه

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب