د نزدې والي له پاره هنري پروگرامونو ته اړتیا
۱۳۹۲ مرداد ۲۶, شنبهآریانا سعید یوه افغانه سندرغاړې ده چې وايي په افغانستان کې له مشهوریدو سره ورته ډیر گواښونه هم ورکړل کیږي. هغه وايي: «راته وایي چې که مو په لاس راغلي نو حلالوو دې، پر مخ دې تیزاب پاشو. خدای دې زموږ په لاس مه راوله.»
دغه شان گواښونو په کنسرتونو کې د آریانا سعید حضور یو څه ستونزمن کړی دی خو هغې پر دغو اندیښنو سربیره هم د ځوانانو د نړیوالې ورځ په ویاړ په بامیانو کې په جوړ شوي کنسرت کې ونډه واخیسته. میرمن سعید د دې کنسرت په اړه وایي: «باور مې نه کیده. بالاخره په دې وتوانیدو چې د بودا د ویجاړو شویو بتانو پر وړاندې کنسرت ورکړو. بامیان او بند امیر ته تگ زما یو خوب وو چې له دې کنسرت سره پوره شو.»
تر اوو زرو ډیر لیدونکي
دغه کنسرت په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د ځانگړي دفتر (یوناما) له خوا جوړ شوی وو. کنسرت د پنجشنبې په ورځ اجرأ شو چې په کې تر اوو زرو ډیرو کسانو گډون کړی وو. وحید قاسمي، فرید رستگار، آریانا سعید، مسعود حسن زاده د هغو سندرغاړو په ډله کې ول چې په دې کنسرت کې یې سندرې وویلي. د نارنج د فرهنگي موسسې مشر بصیر حمیدي، چې د بامیانو د کنسرت په جوړولو کې یې ونډه لرله وویل چې د دغه کنسرت پیغام د افغانستان د ولس ترمنځ یووالی وو.
د افغانستان نومیالي سندرغاړي فرید رستگار تر کنسرت وروسته وویل چې په دې کنسرت کې د ډیر شمیر کسانو گډون ښيي چې هغوی له جگړې او تاوتریخوالي ستړي شوي دي او د خوښیو په لټه کې دي. رستگار زیاته کړه: «هڅه مو وکړه چې د موسیقي او نغمو له لارې د خلکو د زړه درد او هغه درد چې خلک یې تر اوسه د بودا د مجسمو د ویجاړولو له کبله لري، له هغوی هیر کړو. موږ هڅه وکړه له دې لارې د بودا مجسمې په یوه بل ډول بیا ورغوو.»
دغه کنسرت په بامیانو کې د بودا د مجسمو پر وړاندې چې ۱۲ کاله مخکې د طالبانو له خوا ویجاړې شوې وې، اجرا شو. د افغانستان بل نومیالي سندرغاړي وحید قاسمي، د دې کنسرت په اړه وویل: «خلکو وویل چې تاسو دغه سیمه له ستورو ډکه کړه او بیا مو زموږ په ذهنونو کې د بودا مجسمې انځور کړې. هغوی بودا ویجاړ کړ، خو تاریخ نه شي له منځه وړلای.»
په بامیانو کې د ققنوس فرهنگي موسسې مسوول مهدي مهرآیین، د لومړي ځل له پاره په خپل ولایت کې له کندهار، کابل، مزارشریف او نورو ولایتونو څخه دیر شمیر راغلي کسان ولیدل. هغه وویل: «دغه ډول کنسرتونه کولای شي د افغانستان د بیلابیلو سیمو د اوسیدونکو ترمنځ د فرهنگونو د تبادلې له پاره لاره هواره کړي. دا به ډیره ښه وي چې په نورو ځایونو کې هم دغه شان کنسرتونه جوړ شي او موږ بامیانیان نورو سیمو ته په کنسرتونو کې د گډون له پاره ولاړ شو.»
د ډیرو ښځو گډون
په دغه کنسرت کې د ډیر شمیر ښځو گډون افغان سندرغاړي هم حیران کړي ول. آریانا سعید وایي: «ډیرې ښځې راغلې وې. دا چې په یوه ځای کې د ښځو او نارینه و راټولیدل عادي شوي دي، هم یوه لویه خبره ده.»
بتول محمدي له څو کلونو راهیسې په بامیانو کې د مدني فعال په توگه کار کوي. هغه وایي چې دغه شان پروگرامونه د ښځو پر وړاندې د ځینو نارینه و د منفي لیدلوري په بدلولو کې مرسته کولای شي. هغه زیاتوي: «کله چې کنسرت پیل شو زه ډیر خوشحاله وم ځکله لیدل مې چې ښځې، هلکان او ټول خلک خوشحاله ول.»
دیني علما؛ له مخالفت څخه تر سندرغاړو ته د ډالیو استولو پورې
د دغه کنسرت تر جوړیدو مخکې په بامیانو کې یو شمیر ملایان د دغه ولایت په اصلي څلور لارې کې سره راټول شوی ول او له خلکو یې غوښتي وو چې په دې کنسرت کې گډون و نه کړي. فرید رستگار وویل: «خلک د دغو ملایانو له مخې تیریدل او د هغوی خبرې یې هیڅ نه اوریدې. دا له موسیقي سره د خلکو لیوالتیا ښيي.»
کله چې کنسرت پرته له کومې ستونزې پای ته ورسید نو د دغو ملایانو نظر هم بدل شو. قاسمي په دې اړه وایي: «د کنسرت په پیل کې داسې خبرې چې ایا دې کنسرت ته اجازه ورکړل شي او که نه اوریدل کیدې. خو وروسته هر څه حل شول. ملایانو ما ته یو ټوک قرآن شریف هم ډالۍ کړ.»