د دغه پروګرام له مخې، هر هغه مهاجر چې له اتريش څخه په خپله خوښه بيرته خپل هيواد ته ستنيږي، زر يورو نغدي پيسې ورکول کيږي. تر اوسه د دغه نوي پروګرام له طريقه ۴۲۷ تنه مهاجر په خپله خوښه خپلو هيوادونو ته ستانه شوي دي، خو دا شميره له هغه څه چې اتريشي چارواکو يې تمه لرله ډيره ښکته ده.
له دې نه علاوه په عمومي توګه هم سږکال له اتريش څخه خپلو هيوادونو ته د مهاجرو د بيرته ستنيدو په شمير کې کموالی رامنځ ته شوی دی. د اتريش د کورنيو چارو وزارت د ارقامو په اساس د روان کال په پنځو لمړيو مياشتو کې له دغه هيواد څخه ټول ټال ۱۸۵۵ تنه مهاجر خپلو هيوادونو ته بيرته ستانه شوي دي. دغه شميره د تيرکال په پرتله ۶۴ سلنه ښکته ده.
ويانا له لوري د خپرو شويو ارقامو پر اساس، کوم مهاجر چې د ځانګړي نغدي پروګرم څخه په استفادې اخراج ته حاضر شوي، ډیری يې د افغانستان، عراق او ايران ملکونو اوسيدونکي دي.
په دغه خاص پروګرام کې د اروپايي ملکونو مهاجر نه راځي. هغه مهاجر هم له دغه وړانديز څخه بې برخې دي چې په اتريش کې په هر ډول جرم کې مجرم پيژندل شوي وي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (01.06.2017):
آلمان ـ د افغانانو د اخراج سره مخالفتونه زیات سوي
په آلمان کي د سوسيال ډيموکراټ او زرغون ګوندونو سياستوالو او په همدې شان د بشري د حقونو سازمانونو د دې غوښتنه وکړه چي له آلمان څخه په وتلو مکلف سوي افغان مهاجر دي نور افغانستان ته نه لېږدول کيږي. يو انځوريز راپور:
په دغه ټېل ماټېل او اخ و ډب کي ۹ پوليس ژوبل سول او ۵ کسان په مؤقتي توګه د پوليسو له خوا ونيول سول. د دغې صحنې ويډيو کومه چي پر فيسبوک خپره کړل سوې وه، صرف په څو ساعتونو کي تر يو مليون څخه زيات واري وکتل سوه.
د افغان مهاجرو د اخراج پر ضد په آلمان کی په څو څو ځله احتجاجونه سوي دي. احتجاج کوونکي په دې نظر دي چي افغانستان د بېرته لېږد له پاره خوندي او امن ځای نه دی.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Prautsch
د برېمن ښاروال
د آلمان سوسيال ډيموکراټ ګوند سياستوال او د آلمان د برېمن ښاروال کارسټن زيلينګ د فُنکه په نوم د رسنيو ډلې ته ويلي دي چي د کابل وروستی خونړی بريد دا حتمي کوي چي «د المان حکومت بايد د افغانستان د امنيتي وضعي په تړاو پر خپله ارزيابي له سره غور وکړي.»
د آلمان په پارلمان بُنډسټاګ کي د سوسيال ډيموکراټ ګوند د فراکسيون وياند راينر ارنولد غوښتنه کړې چي حد اقل د افغانانو بېرته لېږد دي په مؤقتي توګه ودرول سي. نوموړي په «پاساور نوين پرېسه» نومي ورځپاڼي ته ويلي چي په افغانستان کي انسانان هيڅ چيري امن ژوند نه سي کولای او له همدې کبله دغه هيواد ته د افغانانو بېرته لېږد «مسؤلانه» کار نه دی.
انځور: picture-alliance/dpa/H.Hanschke
اميد نوريپور
د آلمان د زرغون ګوند د بهرنيو چارو سياستوال اميد نوريپور د آلمان پر حکومت تور پوري کړی دی چي ګواګي د افغانستان امنيتي وضعه تر هغه ښه ښيي لکه چي په واقعيت کي ده. نوموړي د «هايلبرونر شټيمه» نومي ورځپاڼي ته د کابل د وروستي بريد په هکله ويلي دي که د آلمان حکومت د افغان مهاجرو د اخراج له کبله د افغانستان د وضعې ښايسته کړل سوې ارزونه بېرته اصلاح نه کړي، نو به دا يو ناوړه کار وي.
انځور: Imago/C. Thiel
پرو ازيول
د مهاجرو د ملاتړ سازمان پرو ازيول غوښتنه کوي چي و افغانستان ته دي د مهاجرو بېرته لېږد په مکمله توګه ودرول سي او دا چي هغه کسان چي د اخراجولو په مقصد په توقيف کي دي، هغوی دي آزاد کړل سي.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Stache
توماس ديميزير
خو د المان د کورنیو چارو وزير توماس ديميزير غواړي چي د ټولو تنقيدونو باوجوده د افغانانو د اجراج لړۍ ته ادامه ورکړي. د کورنيو چارو وزير ديميزېر ويل چي د چهارشنبې له پاره پلان سوې اخراجونه يې په دې خاطر ځنډولې ولي چي په کابل کي د آلمان د سفارت کار کوونکي د بريد په ترڅ کي تر دې نور مهم کارونه لري چي د اخراجونو مراقبت وکړي. د ديميزېر په وينا ځنډول سوی ډليز اخراج به وروسته عملي کړل سي.