1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ننګرهار سره رود په هوايي برید کې وژل شوي څوک دي؟

۱۳۹۸ بهمن ۲۶, شنبه

د ننګرهار د والي وياند ومنله چې د جمعې ورځي د سره رود ولسوالۍ په هوايي بريد کې ملکي وګړي وژل شوي دي. خو د افغانستان د ملي امنيت يوې ادارې ويلي وو چې په سره رود ولسوالۍ کې يې ۹ طالبان وژلي دي. 

Afghanistan US-Kampfjet F-16C
آرشيفانځور: Imago Images/StockTrek Images

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياني د شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۱۵مه) رسنيو ته وويل چې د سره رود ولسوالۍ د ککړک خوړ سيمې د جمعې ورځي په هوايي بريد کې وژل شوي کسان ملکيان دي.

هغه په دې اړه داسې وويل: «تيره ورځ د سره رود ولسوالۍ په ککړک خوړ سيمه کې بريد شوی دی، په دغه بريد کې د يوه ماشوم په ګډون، متاسفانه ۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.»

د بريد موخه طالبان وو

د خوګياڼي په وينا د دغه بريد موخه وسلوال طالبان ول، چې په خبره یې تل به په ياده سيمه کې راوتل او له خلکو به يې په غيرقانوني ډول پيسې اخيستي، اما د بريد پر مهال هلته ملکيان ول. 

خو د افغانستان د ملي امنيت ادارې پورې اړوندې «صفر دوه قطعې» بيا په جمعه ادعا کړې وه چې د سرخرود ولسوالۍ د ککړک سيمې په پرونۍ بريد کې يې د طالبانو د يوه قوماندان په ګډون يې ۹ وسلوال طالبان وژلي دي.

د «صفر دوه قطعې» د ۱۳۹۸ کال د مرغومې په ۲۵مې اعلاميه کې چې پر فيسبوک يې هم خپره کړې، ويلي دي: «په سره رود ولسوالۍ کې د طالبانو د مهم قوماندان په ګډون ۹ تنه طالب وسلوال ووژل شول. د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د سرخرود ولسوالۍ په ککړک سیمه کې یو لړ خاص عملیات ترسره کړي، چې په نتیجه کې یې د طالبانو مهم قوماندان، خوازک مشهور په عبدالله وژل شوی دی.»

»په موټر کې سپرو کسانو مقاومت وکړ«

د ملي امنيت د صفر دوه قطعې زياته کړې ده چې ويشتل شوي موټر کې د طالبانو مشران سپاره ول چې غوښتل يې له سيمې وتښتي او امنيتي ځواکونو غوښتل هغوی ژوندي ونیسي، خو هغوی مقاومت وکړ او ووژل شول.

د سره رود ولسوالۍ د ملکانو د شورا مشر انور اکرام د ملي امنيت دغه ادعا ردوي. هغه د والي د وياند خبرې په تائيد وايي چې په دغې بريد کې د یوه ماشوم په ګډون اته ملکيان وژل شوي دي. اکرام وايي چې دغه خلک د خوږیاڼو ولسوالۍ د کږې مېله بازار ته تللي وو. د سیمې یوه بل اوسېدونکي ويلي چې دغه وژل شوي کسان ټول دوکانداران دي.

د ځايي اوسیدونکو په خبره ياد بريد د جمعې په ورځ مازديګر شاوخوا څلور بجې د نړيوالو ځواکونو له خوا ترسره شوی.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په يوه استولې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې بهرنیو ځواکونو د سره رود ککړک په سیمه کې د ملکي وګړیو دوه موټرونه په نښه کړي، چې په کې ۱۱کسان وژل شوي او دواړه موټرونه يې له منځه وړي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل