د ننګرهار پر اچين والسوالۍ د امريکا د ستر بم اغېزې
۱۴۰۲ آبان ۲۲, دوشنبهد سیمې اوسیدونکي او روغتیا پالان وايي، خواو شاه شپږ کاله وروسته هم دغه سیمه کې د پوستکي او ساه بندۍ په شمول د ګڼو ناروغیو نښې وجود لري او دغه راز زراعتي برخه خورا ډېره اغېزمنه شوې چې د پخوا په شان حاصل نه ورکوي.
امريکايي ځواکونو د ۲۰۱۷م کال په اپريل مياشت کې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ اسدخېلو سیمه د بمونو مور په نوم تر ټولو لوی بم استعمال کړ. هغه مهال چې دا سیمه د داعش په نوم د یوې وسلوالې ډلې پټنځای و.
که څه هم له دې پېښې ډېره موده تېريږي، خو د يادې سیمې ځايي خلک اوس هم د دغه بم د بدو اغېزو په هکله د اندېښنو او ستونزو خبره کوي. ځايي خلک وايي، د یاد بم اثرات تر اوسه په روغتیايي برخه کې وجود لري او دوی اوس هم د ډول ډول ناروغیو سره مخ کیږي چې فکر کوي لوی دلیل يې په همهاغه بم کي کارشوي مواد دي.
د اسدخېلو سیمې اوسیدونکی ستانه میر په دې هکله وايي: »که زه تاسو ته ووایم د بمونو مور چې کله استعال شوه او بم واچول شو هغه مهال موږ ځاني تاوانونه هم لرل، خو تر ټولو ډېر تاوان چې اوس ګالو هغه د ناروغیو ده، موږ له ډول ډول ناروغیو سره مخ شوي یو، مثال د پوستکي ناروغۍ ډېرې شوي، تنفسي ناروغۍ ډېرې شوي، ساه بندي راپیدا شوې او ډېره شوې، دغه راز نورې ډېر ناروغۍ ده چې ترې ځوریږو.«
د ستانه میر په خبره دا ناروغۍ د دوی په اوږد مهال بدلې شوي او دې برخه کې ورسره تر اوسه هیچا په سمه توګه مرسته نه ده کړې. ستانه میر زیاتوي: »موږ په ټوله ولسوالۍ کې یو روغتیايي مرکز لرو هغه هم ډېر کم امکانات لري او زموږ د دغه ناروغیو علاج خو پکې بیخي نه کیږي، غوښتنه مو دا ده چې کلی او وطن که مو وران شوی دی خیر دی، موږ په کمو امکاناتو جوړ کړل، خو اوس دې راسره د روغتيا په برخه کې مرستې ډېرې شي.«
له ناروغیو ور هاخوا زراعتي برخه یوه له هغو ده چې د اسدخېلو د سیمې خلک پرې د ژوند کولو تکیه کوله، د دغه سیمې بزګران وايي، جوار، غنم او نور سبزیجات به یې د روزمره ژوند تېرولو اسره وه، خو د یاد بم له غورځولو وروسته یاد فصلونه په نشت حساب شوي دي.
په اسد خیلو سیمه کې یو بزګر وزیر ګل زیاتي چې »ما به په دې پټیو کې غنم کرل، جوار مې کرل، ډېره سبزي به مې کرله، خو له هغه ورځې چې دا بم استعمال شو، تاسو باور وکړئ زما فصل اوس نمایي هم نه کوي، بیخي په نشت حساب دی، کوم مصارف چې زه د دې پټیو په کرلو کوم، ماته اوس هغه مصرف هم نه راکوي.«
د اچین ولسوالۍ ځايي روغتیايي کارکوونکي هم مني چې د ياد بم تر استعمال وروسته ډېره موده تېره شوې، خو وايي لا هم له یادې سیمې داسې ناروغان ورته راځي چې اثرات یې د کیمیاوي موادو وي.
ډاکټر ابراهیم شینواری وايي: »موږ چې دلته په مرکزي کلینیک کې یو، هره ورځ د پوستکي، ساه بندۍ، دانو او ګڼو برخو لرونکي ناروغان تداوي کوو. زموږ چې څومره توان کې وي او کولای شو ناروغان تداوي کوو، خو یو شمېر يې داسې ناروغان هم شته چې باید متخصصین یې تداوي وکړي، د دې ځای خلکو ته باید ډېر روغتیايي امکانات په لاس کې ورکړل شي.«
د طالبانو د روغتيا وزارت چارواکو تر اوسه پوري د دستونزي د حل لپاره کوم اقدام نه دی کړی.
خو د کرهڼې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسولین وايي، هڅه کوي یادې سیمې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د اصلاح شویو تخمونو، مسلکي ټيمونو او نورو سهولتونو په ایجاد کې ورسره پوره همکاري وکړي. د ياد وزارت ویاند مصباح الدین مستعین بیا وايي: »د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ کې چې د بمونو مور په نوم کوم بم استعمال شوی دی، یوه غرنۍ سیمه ده. دا سمه ده چې په محصولاتو کې يې ډېر کمی راغلی دی، خو د کرهڼې وزارت په پام کې لري چې په دې برخه کې د یادې سیمې کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او همدا رنګه د نباتي او څارویو د درملو او واکسینو او ان څارویو ویش هم تر سره کړو، څو د دغه سیمې خلک بیرته په ځان بسیا شي.«
اچین يوه له هغو ولسواليو څخه ده چې د جمهوريت پر مهال پکې د حکومت، داعش او طالبانو سختې نښتې وې، دا ولسوالي اوس په روغتیايي، تعلیمي او اقتصادي برخو کې ګڼو پروژو ته اړتیا لري، څو خلک یې سهولتونه تر لاسه او د ژوند په خوږو وپوهیږي.
ی.م.پ / خ. ح / ن. ز