د کیمیا په برخه کې د نوبل د جایزې ترلاسه کول ډیر لوی ویاړ دی. د دغي جایزې د ګټونکو برياوي اوس هم زموږ پر ورځني ژوند باندې اغیزې لري.
د کیمیا په برخه کې د نوبل سږنۍ جایزه امریکایي څیړونکو مارتین کارپلوس، مایکل لیویت او اریه وارشیل ته ورکړل شوه. دغو کسانو د داسې قوي پروگرامونو د بنسټونو د ایښودو له کبله دغه معتبره جایزه ترلاسه کړې ده چې د پیچلو کیمیاوي پروسو د درکولو په برخه کې مرسته کولای شي. د نوبل جایزې کمیټې ویلي دي چې داسي کمپیوتري مودلونه چې ریښتیني وضعیتونه انځوروي د کیمیا په برخه کې په ډیرو پرمختگونو کې مهم ثابت شوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa
والتر گیلبرت او فرید سنگر د انسان د جوړښت په اړه څیړنې وکړې. د هغوی د څیړنو له مخې اوس دا ثابته شوې ده چې انسا له درې میلیارده اجزاو او ۲۰۰۰۰ جنونو څخه جوړ شوی دی. دغو دواړو کسانو ته په ۱۹۸۰ کال کې د نوبل جایزه ورکړل شوه.
انځور: Fotolia/majcot
د نړۍ تر ټولو مهمه کیمیاوي معادله په ځنگلونو کې ترسره کیږي. بوټي، ونې، بکترتیا او فتوسنتزونه د لومړی د روڼا په مرسته کاربن دای اکساید په اکسیجن باندې بدلوي. رابرت هیوبر، هارتموت میکل، او یوهان دیزنهوفر د دغې معادلې د میخانیکیت په اړه څیړنې وکړې او په ۱۹۸۸ کال کې یې د نوبل جایزه ترلاسه کړه.
د MRI یو ماشین کولای شي چې د انسان د زړه، مغز او هډوکو انځورونه واخلي او په دې ترتیب سره ډاکټرانو ته د تومورونو او ناروغیو د ښه تشخیصولو امکان ورکړي. دغه ماشین د «هسته وي مقناطیسي غږیز انځور» اخیستنې سیستم پر اساس کار کوي. په ۱۹۹۱ کال کې د دغه سیستم په اړه د څیړنو له کبله ریچارد ایرنست ته د نوبل جایزه ورکړل شوه.
انځور: picture-alliance/dpa
د اوزون پرده ځمکې ته د مضرو وړانگو د رسیدو مخه نیسي. په ۱۹۹۵ کال کې پاول کروتزین، ماریو مولینا او شیرود راولند ته د نوبل جایزه ورکړل شوه. دغه څیړونکو هغه عوامل څرگند کړي ول چې د اوزون د پردې د ویجاړیدو لامل گرځي.
انځور: DW
د فولرن ساختمان د قوټبال یوه توپ ته ورته شکل لري. په دې روش کې د کاربن ۶۰ اتومه د فوټبال د یوه توپ د بیلابیلو برخو په شکل سره راټولیږي. په ۱۹۹۶ کال کې رابرت کورل او ریچارد سمالي د فولرن د ترکیب د تشریح کولو له کبله د نوبل جایزه ترلاسه کړه.
آدنوزین تریفسفات زموږ د حجرو له پاره دومره ډیر ارزښت لري لکه زموږ له پاره چي سکاره، شمال او بریښنا لري. له دې انرژۍ پرته موږ ان نه شوای کولای چې خپلي عضلې وخځوو. سر جان والکر په ۱۹۹۷ کال له دې کبله دغه جایزه وګټله چې دا خبره یې تشریح کړه چې د انسان په حجره کې آدنوزین تریفسفات څرنګه تولیدیږي.
انځور: Fotolia/Kzenon
لکه څرنګه چې د اوبو نلونه زموږ کورونو ته پاکې اوبه رسوي او ناپاکه اوبه بیرته دباندي باسي، زموږ د بدن د اوبو رسولو سیستم هم په ورته ډول فعالیت کوي. پیتر اګرې په ۲۰۰۳ کال کې د هغو پروتینونو د کشفولو له کبله د نوبل جایزه ترلاسه کړه چې د انسان په بدن کې د اوبو جریان تنظیموي. هغه دغه څیړنه په ۱۹۸۸ کال کې کړې وه.
رابرت ګروبس، ریچارد شروک او یاویس چاوین په ۲۰۰۵ کال کې د په اصطلاح زرغونې کیمیا له کبله د نوبل جایزه ترلاسه کړه. هغوی له موجوده طبعي اجزاو څخه د نورو کیمیاوي موادو د جوړولو ډیره ښه لاره وموندله.
انځور: picture-alliance/dpa
دغه سمندري ستوری اکواریا ویکتوریا نومیږي چې د شنو نور لورونکو پوتینونو څخه یې په ډیرو پیالوژیکي معادلو کې کار اخیستل کیږي. د دغه تخنیک د پیژندلو له کبله مارتین چالفي په ۲۰۰۸ کال کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه.
ادا یونات او وینکترامن په ۲۰۰۹ کال کې د ریبوزمونو په اړه د خپلو څیړنو له کبله د نوبل جایزه ترلاسه کړه.
انځور: picture-alliance/dpa
دان شیختمن په ۲۰۱۱ کال کې د شبه کریستالو د کشفولو له کبله د نوبل جایزه وګټله.
د انسان به بدن کې په میلیاردونو «اخیستونکي» موجود دي. هغوی د هرې حجرې په اطراف کې هم موندل کیدای شي. د اخیستونکو په مرسته حجرې کولای شي چې حرکت وکړي، خپل چاپیریان درک کړي او له نورو حجرو سره اړیکه ټینګه کړي. امریکایي برین کوبیلکا او رابرت لیفکویتز په ۲۰۱۲ کال کې د اخیستونکو په اړه د څیړنو له کبله د نوبل جایزه ترلاسه کړه.