1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوبل د سولې جايزه يوه چينايي د حکومت منتقد ته ورکړل شوه

۱۳۸۹ مهر ۱۶, جمعه

ليو ژاوباو چې د چين د حکومت يو منتقد دی او په زندان کې ورځې شپې تېروي، د سږ کال د سولې جايزه تر لاسه کوي. چينايي منورينو د نوبل د کميټې دغه پرېکړه په چين کې د دموکراتو قوتونو د تشويق په ګټه وګڼله.

ليو ژاباو د سږ کال د سولې جايزه يوړله
ليو ژاباو د سږ کال د سولې جايزه يوړلهانځور: AP

د حکومت نورو منتقدينو په پيکنګ کې د جايزې له ورکړې څخه خوښي څرګنده کړه او ستاينه يې وکړه، چې په دې ترتيب د چين پر حکومت باندې فشار زياتيږي. د ژاباو ښځې ليو ژا وويل چې »تصور مې نه شوای کولای چې ده ته به د نوبل جايزه ورکول کيږي.« دې اضافه کړه: »زه نه پوهېږم چې د جايزې تر ورکړې وروسته به اوس څه کيږي.»

لي ژاباو د چين په شمال ختيځ کې زنداني دی

په پسرلي کې لي ژاوباو له پيکنګ څخه د جينژو په نوم لېري پراته زندان ته ولېږل شو چې د چين په شمال ختيځ کې موقعيت لري. د چين امنيتي کړيو د هغه له مېرمنې ليو ژا څخه د نوبل د جايزې تر ورکړې يوه ورځ وړاندې غوښتنه کړې وه چې له پيکنګ څخه دې هغه کوم بل ځای ته ولاړه شي، خو دې انکار کړی و.

د اتباعو د حقوقو مبارزينو د دغې پرېکړې هر کلی کړی دی. يوه فعال ياو ليفا د آلمان يو خبري اژانس ته وويل:

»نړيوالې ټولنې دا وښودله چې د هغو خلکو په غم کې ده چې په چين کې د دموکراسۍ په غورځنګ کې کار کوي او غواړي چې د بشر د حقوقو په لاره کې مبارزه وکړي.»

د آلمان حکومت د ليو ژاباو د راخوشې کېدلو غوښتنه وکړه

د آلمان حکومت له چين څخه غوښتنه کوي چې د سولې د نوبل د جايزې وړونکی دې خوشي شي. دغه خبره د حکومت وياند شتېفن زايبرت د جمعې په ورځ په برلين کې وکړه. د آلمان حکومت د زايبرت په وينا پخوا هم د هغه د راخوشې کېدو په برخه کې هلې ځلې کړې وې او په رالتونکې کې به هم دغو کوښښونو ته دوام ورکوي. د آلمان د حکومت وياند زياته کړه چې ليو يو ډېر زړور سړی دی، چې په خپل هېواد کې يې تل غوښتل موکراسي او د بشر د حقوقو مراعات تامين کړي.

اژانسونه، صابر

کتونکی: قاسم نوري

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب