1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د الکترون په برخه کې دریو څیړونکو د نوبل د فزیک جایزه وګټله

۱۴۰۲ مهر ۱۱, سه‌شنبه

درې ساینس پوهان چې د الکترونونو په اړه څیړنې کوي په ګډه د د نوبل د فيزیک جایزه وګټله.

د الکترون په برخه کې دریو څیړونکو د نوبل د فزیک جایزه وګټله
د الکترون په برخه کې دریو څیړونکو د نوبل د فزیک جایزه وګټلهانځور: Anders Wiklund/TT News Agency/REUTERS

د نوبل جایزې اکاډمۍ د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د فيزیک په برخه کې د ۲۰۲۳م کال د نوبل جایزه به فرانسوي ساینس پوه پیر اګوسټینی، د اتریش- هنګري ساینس پوه فرانز کراوس او فرانسوۍ - سویډنۍ څیړونکې این لی ویلیر ته ورکړل شي.

د سویډن د علومو سلطنتي اکاډمۍ ویلي دي چې دغو دریو ساینس پوهانو ته له يوې ثانیې څخه په کم وخت کې په اتوم کې دننه الکترونونو د څیړلو له پاره د یوې وسیلې او یا د یوه میتود د رامنځته کولو له پاره جایزه ورکړل شوه.

ساینس پوهان په دې باور دي چې دا څیړنه پر دې سربیره چې زموږ سره مرسته کوي چي وپوهيږو په يوه ډېر لنډ وخت کې څه پيښيږي، په چټکۍ سره د بریښنايي وسایلو ګړندي او لیزرونو ډېر مؤثره کولو او همدارنګه د مزمنو ناروغیو د تشخیص په پیژندنه کې ګټور تمامیدی شي.

د بریا له پاره درې جلا لارې

دغو دریو ساینس پوهانو په جلا جلا ځایونو کې خپلې څېړنې ترسره کړې. لی هولیر په ۱۹۸۰مه لسیزه کې او کراوس د ۲۰۰۰ لسیزې په لومړیو کې په دې برخه کې څیړنې وکړې.

نن ورځ، اګوستیني په متحده ایالاتو کې د اوهایو په دولتي پوهنتون کې پروفیسور، کراوس په آلمان کې د کوانټم آپټیکس له پاره د مکس پلانک انسټیټیوټ مشر او لې هولیر په سویډن کې د لوند پوهنتون پروفیسوره ده.

د فيزیک په برخه کې د نوبل جایزه له ۱۹۰۱م کال راهیسې ۱۱۷ ځله ورکړل شوې چې د سږ کال د ګټونکو په ګډون ۲۲۴ کسانو ته ورکړل شوې ده. لې هولیر په تاریخ کې پنځمه ښځه ده چې دا جایزه ګټي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب