1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر نوي حکومت پوري آلمان ته دافغانانو د انتقال د ځنډولوغوښتنه

گل غوټۍ پوپل | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۳ اسفند ۱۴, سه‌شنبه

د جرمني اتحادي فراکسیون د دغه هیواد له بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتي دي چي د نوي حکومت تر جوړیدو پوري، پرې نه ږدي چي له افغانستان څخه نور کسان دغه هیواد ته راسي.

آلمان تیره اونۍ بیا هم له گواښ سر مخامخ افغانان دغه هیواد ته راوستل.
د نوي حکومت تر جوړښت پوري آلمان ته د افغانانو د انتقال د ځنډولو غوښتنهانځور: Marc Tessensohn/Bundeswehr/dpa/picture alliance

د مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال گوندونو د فراکسیون مشرې، اندریا لیندهولز د سه شنبه په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د مارچ ۴ مه) د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «له افغانستان څخه د راتگ په اړه پریکړه باید، نوی حکومت پرغاړه واخلي.» د هغې په خبره دا باید داسي نه وي چي لاهم« له زرغون گوند څخه د آلمان د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیربوک، هره اونۍ جرمني ته تر دوو الوتنو پوري تنظیم کړي.»

اړوند:تر ۱۵۰ ډیر له خطر سره مخامخ افغانان المان ته انتقال شوي

لیندهولز وویل: «دا چي د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې د ورځي له پاره آلمان ته د افغانانو د انتقال له پاره یوه بله چارتر الوتکه پلان کړې، یوه «بې مسئوليته پیښه» ده. د مسیحي سوسیال گوند ياده سیاستواله انتقاد کوي چي د آلمان له خوا د منلو پروگرام جوړښتونه «ډېر د پوښتني وړ» دي: »په یوه غیر شفافه پروسه کي، داسي کسان انتخابیږي چي د هغوی پیژندنه په ښکاره ډول غلطه ثابته سوې وي.»

آلمان تیره اونۍ بیا هم له گواښ سر مخامخ افغانان دغه هیواد ته راوستل. یوې چارتر الوتکې له پاکستان څخه ۱۵۵ افغانان برلین ته راانتقال کړل. د جرمني د کورنیو چارو وزارت په حواله د هغوی څه د پاسه نیمايي يې د جرمني د منلو پروگرام په چوکاټ کي راغلي دي. پاته نور کسان د منلو د یوه بل پروگرام لکه د ځايي کارکوونکو پروسې او د بشري حقونو د لیست په چوکاټ کي آلمان ته راوستل سوي دي.

د آلمان  د بهرنیو چارو وزارت په دې هکله ویلي دي، چې ټول هغه کسان چي دغه هیواد ته راغلي «د آلمان د امنیتي چارواکو له خوا د امنیتي مرکو او چک کولو په شمول، د منلو او ویزو ورکولو پروسې په بریالیتوب سره بشپړې کړي دي.» 

  

آلمان کې وروستیو پیښو د افغانانو پر ژوند څه اغیز کړی؟

06:25

This browser does not support the video element.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل