بچه بازي، داسې یو عمل چې پکې تنکي ځوانان د قوماندانانو لخوا تښتول کیږي او بیا پر ګډیدو او د جنسي اړیکو له پاره ترې ګټه پورته کیږي. دغه کار په افغانستان کي د ۲۰۱۷م کال په جنوري میاشت کې د انساني قاچاق په قوانینو کې د یو لړ تغیراتو په پایله کې په ښکاره توګه منع وګرځول شو.
د نوي قانون په هکله د یوې تازه څیړنیزې مقالې لیکونکی ولي محمد کنډیوال وايي چې دغه اقدام له دې امله مهم ګڼل کیږي ځکه ناوړه فرهنګي دود د بچه بازۍ موضوع پر سر د پرانیستي بحث پر وړاندې خنډ ګرځي.
د مهاجرت په نړیوال سازمان یا «آی. او. ایم» کې د قاچاق ضد د پروژې مسووله، مینه پاودل بیا وايي چې یو دلیل چې چارواکي د بچه بازۍ پر شتون دلالت کوي دا دی چې د حکومت ضد ملیشه ډلو له تنکیو ځوانانو د یوې وسلې په توګه کار اخیسته. نوموړې ویلي چې: «تنکي ځوانان د وسلوالو ډلو له خوا تښتول کیږي او کله چې له دوی څخه د جنسي اړیکو له پاره کار واخیستل شي، بیا دوی له [دغو هلکان] د ځانمرګو بریدګرو په توګه کار اخلي.»
ولسمشر غني په ارزګان کې د بچه بازې پیښو په اړه د څیړنې امر وکړ
په افغانستان کې د «بچه بازي» قربانیان څرنګه ژوند تیروي؟
نوموړې زیاته کړې چې د دوی امنیتي ځواکونو په لیکو کې هم ځینې کسان شته چې بچه بازي کوي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو حکومت تر پرځیدو وروسته، وسلوال طالبان د غرب له ملاتړه برخمن د کابل حکومت د نسکورولو له پاره جګړه کوي او په دې ترتیب دغه ډله د دې هیواد زیاتره برخه خاوره تر خپل کنترول لاندې لري. په دې هکله د عدليې وزارت له تبصرې کولو ډډه کړې.
تر اوسه پورې په افغانستان کې د انساني قاچاق په هکله رسمي شمیرې په لاس کې نشته، خو د مهاجرت نړیوال سازمان له حکومت سره په دې برخه کې په کار کولو پیل کړی څو د دې راز پیښو یو ډیټابیس يا برېښنايي معلوماتي ځېرمې جوړې کړې. په همدا راز د انساني قاچاق د کمیسیون د غړو په روزنه یې هم پیل کړی دی.
انځور: Getty Images/AFP/A. Karimi کارپوهان بیا وايي چې په افغانستان کې د انساني قاچاق پیښې چې پکې اجباري کار کول، واده، محلي کارونه او د جنسي ناوړه استفادې تجارت شامل دی، مخ پر لوړیدو دی.
له کابل څخه میرمن پاودل د تومسن رویترز بنسټ ته په دې هکله ویلي چې: «دغې څیړنې موندلې چې [د بچه بازۍ د پیښو] شمیر په لوړیدو دی او دغه څه لا ډیر پیچلي کیږي.»
د هغې په وینا د بیلګې په توګه د روغتیا د برخې مافیا چې په په ټوله سیمه کې فعاله ده، په افغانستان کې هم فعالیت لري او دوی له انساني قاچاق له قربانیانو د بدني غړي په تور بازار کې پلوري. هغه زیاتوي چې انساني قاچاقبران تر ډیره پوري له ګاونډیو هیوادونو څخه بیرته راغلو مهاجرینو او یا په زوره اخراج شوي کسان او یا هم هغه کسان چې په کور دننه د جګړو له امله بې ځایه شوي، خپل ښکار ګرځوي.
ولي محمد کنډیوال وايي چې د انساني قاچاق د دوسیو د څیړلو او په هکله یې د پریکړه کولو له پاره ځانګړې محکمې شتون نه لري او سربیره پر دې د انساني قاچاق د موضوع په برخه کې عامه پوهاوی کم دی. د هغه په وینا خلک په دې نه پوهیږي چې په دې هکله د شکایت کولو له پاره کومې مرجع ته مراجعه وکړي.
زموږ له آرشیف څخه:
انساني قاچاق وړونکي، افريقايي انجوني او بدلمني
د دویچه ویله دوو خبریالانو جان فلپ شولز او آدریان کریش، په نایجیریا کې د انساني قاچاقبرانو په هکله پلټنې کړي. د قاچاقبرانو د تعقیبولو ترڅ کې د دوی سر تر ایټالیا پورې ورسید، خو د خاموشۍ له یو دیوال سره مخامخ شول. انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholz د دویچه ویله دوو تنو خبریالانو د انساني قاچابرانو پسې د لټون لړۍ له نایجیریا د ایدو ایالت څخه پیل کړ. دوی چې له هر چا سره لیدل د هغه یو نه یو خپلوان به ضرور په اروپا کې وو. په ایټالیا کې د بدلمنه ښځو دری پر څلورمه برخه د دغې سیمې نجوني دي. بې روزگارې له دغې سیمې څخه د مهاجرت اصلي لامل گڼل کیږي.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholz نن بیبینا ایمناها، د څو کلونو راهیسې په ځانگړي توگه ځوانو نجونو ته خبردارې ورکوي چې اروپا ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي. ایمناها وایې: «ډیرې نجونې د درواغو ژمنو په جال کې بند پاتې کیږي. دوی ته ویل کیږي چې په کورونو کې به د خدمې یا ورته کارونه کوې، خو کله چې اروپا ته ورسیږي بیا نو دوی درواغ معلوم شي. له همدې امله ډیرې نجوني د مجرمو ډلو لاسو ته ولیږي.»
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholz تر ډیرو هڅو وروسته یو قاچاقبر له دویچه ویله سره خبرو ته راضي شو. هغه وویل چې تر سلو ډیر خلک یې له نایجیریا څخه لیبیا ته رسولي دي. د هغه په خبره د «د ایدو خلک ډیر حریص دي او د ښې راتلونکي له پاره هر څه کولو ته تیار دي.»
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholz دغه قاچاقبر چې ځان اسټیو معرفي کوي وایې چې له نایجیریا څخه تر لیبیا پورې له هر کس څخه ۶۰۰ ایرو اخلي. ډیرې پوهیږي چې له دښتې او صحرا له لارې لیبیا ته رسیدل څومره خطرناک دی. په دې ترڅ کې ډیر شمیر خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholz د «اگادیز» دښته د دویچه ویله د خبریالانو راتلونکې منزل وو. د دوی په خبره دا ډیره خطرناکه سیمه ده. په دې دښته کې دغه خبریالان یوازې د وسله والو محافظینو سره سفر وکولې شو.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholz هره دوشنبه تر لمر ولیدو وروسته د څو لاریو یوه قافله د اگادیز دښتې څخه د شمال پر لور روانیږي. په لیبیا کې د نا کراریو له امله انساني قاچاقبران بې له کوم ممانعت څخه دغه هیواد ته داخلیږي او د مدیترانې ساحل ته ځان رسوي.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholz د مهاجرو شمیر مخ پر ډیریدو دی او نجونې باید کم عمره وي د نایجیریا ډیرې نجونې د فحشا بانډونو په لاسو کې ولیږي. مدني فعاله لیزا بیرتینې وایې: «د شمیرو له مخې په ۲۰۱۴ کال کې تر ۱۰۰۰ ډیرې نایجیریایې نجوني او میرمنې د مدیترانې له لارې ایټالیا ته رسیدلي دي. په ۲۰۱۵ کال کې دا شمیر ۴۰۰۰ ته لوړ شو.» نوموړۍ زیاتوي چې کوښښ کیږي د نجونو عمر کم تر کم وښودل شي.
انځور: DW د نایجیریا د یوه دوست په مرسته دغه دواړه ژورنالستان د ایټالیا په شمال کې یو «مادام» ته ورسیدل. نایجیریا کې دلالې ته مادام ویل کیږي. په ایتالیا کې یوې نایجیریایۍ نجلې وویل: «مادام پر موږ تشدد وکړ او بدلمنې ته یې مجبوره کړو.»
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholz کله چې د دویچه ویله خبریالانو پر مادام د لگول شوو مختلفو تورونو په هکله پوښتنې وکړې، نو هغې ومنله چې په کور کې یې ۶ نجونې موجودې دي. خو دا رد کړه چې دغه نجونې یې بدلمنې ته اړ ایستلي دي.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholz د مونیکا اوشکوی په نوم یوې راحبې په دې برخه کې ایټالوي ادارې په نه پاملرنې تورنوي او انتقاد پرې کوي. نوموړۍ د تیرو ۸ کلونو راهیسې بدلمنۍ ته اړ ایستل شوو نجونو په برخه کې کار کوي. نوموړی زیاتوي چې سړي غواړي په ډیرو کمو پیسو خپل جنسي خواهش پوره کړي، چې دا کار په ایټالیا کې له نایجیریایې ښځو سره د ۱۰ ایرو په بدل کې کولې شي.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholz