د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ پر کړکیچڼو او بیلابیلو فشارونو سربیره، له ټولو څخه غوښتي دي چي یو د بل په څنگ او راتلونکي ته په هیله مندۍ سره حرکت وکړي. هغه د نوي کال په مناسبت وینا کي چي د نوي کال په شپه خپریږي وویل چي قدرت له یووالي څخه رامنځته کیږي. دغه یووالی حتی په ماگدبورگ کي د کرسمس پر بازار تر برید وروسته هم څرگند سو.
شولڅ په جرمني کي له اوسیدونکو کسانو څخه وغوښتل چي د ۲۰۲۵م کال د فبرورۍ پر ۲۳ مه انتخاباتو کي گډون وکړي او په عین حال کي یې له انترنتي اغیزمنتیا څخه خبرداری ورکړ.
اړوند:په ماگدبورگ کي تر برید وروسته: پر مهاجرو د بریدونو زیاتوالی
د آلمان صدراعظم په خپلې ثبت سوې وینا کي د ماگدبورگ مرگوني پیښې ته اشاره وکړه: «یوولس ورځي مخکي، شر په ناڅاپي توگه زموږ په ورځني ژوند کي راداخل سو. د ماگدبورگ د کرسمس په بازار کي له کرسمس مخکي یوه خوشحاله شپه له تصور څخه لیري په یوه ویرونکي خوب بدله سوه. موږ د دغه ظالمانه عمل پر وړاندي هک او حیران ولاړ یو.»
له سعودي عربستان څخه یو کس، په ماگدبورگ کي پنځه کسان ووژل او څه د پاسه ۲۳۰ نور یې زخمیان کړل.
د آلمان په ماگدبورگ کی تر برید ورسته د قربانیانو په یاد د شمعو بلولانځور: Adarsh Sharma/DW «د پیوستون هیواد» شولڅ له ټولو هغو کسانو څخه مننه وکړه چي له ټپیانو سره یې مرسته کړې ده. هغه وویل:«په دغه وحشتناکه شپه پولیسو او مرستندویه ځواکونو په مسلکي توگه عمل وکړ، سره له دې چی ډېر یې په خپله تر شوک لاندي ول. له بازار څخه ډیریو لیدونکو هم په داوطلبانه ډول مرسته وکړه.»
شولڅ د خپلو خبرو په دوام وویل: «موږ همدا ډول یوو. دا آلمان دی.» هغه زیاته کړه: «موږ د ټکر هیواد نه یوو، حتی یو بل ته د نه پاملرنې هیواد هم نه یوو. موږ د پیوستون هیواد یوو. له دې کار څخه کولای سو قوت واخلو، په خاص ډول د دې په شان سختو وختونو کي.»
د آلمان د « بریالیتوب د کیسو» په دلیل هیله مندي صدراعظم، اقتصادي وضعیت ته په کتو سره وویل چي ژوند لاپسي گران سوی دی او ډېر کسان د اوکراین پر وړاندي جگړې ته په اندیښنې سره گوري. شولڅ وویل، پر دغو اندېښنو سربیره د حیرانتیا ځای نه دی، چي خلک له ځانه وپوښتي چي د آلمان راتلونکی به څنگه سي. د هغه جواب دادی:«زموږ پیوستون، موږ قوي کوي.»
شولڅ په تیره بیا د نړۍ د دریم اقتصادي قوت په توگه د آلمان دریځ ته اشاره وکړه. د «بریالیتوب د کیسو» یوه برخه ډېر بهرني کارکوونکي دي چي د آلمانانو تر څنگ کار کوي. شولڅ همدارنگه د مسلک پرمختګ، ښو طبي اسانتیاوو، د ټولنیزو شریکانو سره نږدې گډ کار او په ورځني ژوند کي د داوطلبانه ونډې د فرصتونو یادونه هم وکړه.
اړوند:آلماني سوداګر او اتحاديې: سوريايي مهاجرو اقتصاد ته ګټه رسولې، باید پاته شي
د جرمني صدراعظم د بې کوره کسانو سره د لیدنې کتنې پر مهالانځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance د خلکو پریکړه شولڅ له خلکو وغوښتل چي له وخته مخکي هغو پارلماني ټاکنو کي گډون وکړي چي د سوسیال ډیموکراټانو، آزاد لیبرالانو او زرغون گوند څخه جوړ سوي ائتلافي حکومت تر ماتي وروسته ترسره کیږي. هغه وویل: «آلمان به څه ډول پرمخ ولاړ سي، دا به تاسي ددغه هیواد اوسیدونکي یاست چي پریکړه به کوی. دغه پریکړه د ټولنیزو رسنیو خاوندان نه کوي.» نوموړي د ایکس شبکې د خاوند، ایلان ماسک د نوم له یادولو پرته، د آلمان له پاره بدیل گوند (AfD) له پاره د هغه انتخاباتي تبلیغاتو ته اشاره وکړه.
شولڅ زیاته کړه: «هیله مند یم چي ځانته اجازه ور نه کړو چي خلک یو د بل پر وړاندي راوپاروو.» هغه د خپلو خبرو په دوام، په ټولنیزو رسنیو کي هغو جعلي خبرونو او گونگوسو ته اشاره وکړه چي په انترنټ کي خپاره سوي ول. نوموړي وویل: «داسي یو څه موږ سره ویشي او کمزوري کوي.« هغه په عین حال کي ټینگار وکړ چي په هرځای کي چي د امنیتي چارواکو له خوا تیروتنه رامنځته سوې وي، دغه ډول پیښي به «و ارزول او اصلاح سي.»
هغه زیاته کړه چي په بحثونو کي کله ناکله داسي ښکاري چي «هر هغه څه چي لا افراطي وي، ډیره پاملرنه ځانته جلبوي.» خو «نه هغه کسان چي تر ټولو ډیر په لوړ آواز نارې وهي، بلکي اکثریت هغه معقول کسان دي چي دا پریکړه کوي چي آلمان مخکی څه ډول وو.»
د ۲۰۲۴م کال تر ټولو اغیزمنوونکي انځورونه
په دغه کال کې د ویجاړونکو سیلابونو او زلزلو ترڅنګ ډیر شمیر کلتوري پروګرامونه او مراسم هم ترسره شول چې له دې ډلې د پاريس المپیک سیالیو د پرانیستي مراسم هم ډیر په زړه پورې ول. انځور: JEROME BROUILLET/AFP جاپان: په کانازاوا کې ویجاړ شوي کورونه جاپانیانو ۲۰۲۴ کال له ویجاړیو سره پیل کړ. د زلزلو یوې شدیدې لړۍ د هیواد مرکز ولړزاوه او یو سونامي هم د هیواد له لویدیځ ساحل سره وجنګیده. د دې په پایله کې په لسونو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. جاپان د پاسفیک په حلقه کې واقع دی، چیرې چې تکتونیکي صفحات یو بل سره ټکر کوي او په پایله کې یې پرله پسې زلزلې او په اورشېندو کې چاودنې رامنځته کیږي.
انځور: Kyodo News/AP/picture alliance د شوګر لوف غرونو مخته نمایش هنرمنده راکیل پوټي، ډیری وختونه د توجه په مرکز کې ځای نیسي او په دوامداره توګه د برازیل د ورځپاڼو او رسالو سرلیکو ته ښکلاء وربخښي. پوټي د ۲۰۱۴ کال په فیبرورۍ کې د برازیل د ریو دي جینیرو ښار په مشهور کارنیوال کې هم خپل هنر نندارې ته وړاندې کړ.
انځور: Bruna Prado/AP Photo/picture alliance په لندن کې د بینکسي نوی هنري اثر د مشهور بریتانوي رسام بینکسي یوه نوې رسامي د مارچ په میاشت کې د لندن په آیلنګټن سیمه کې ولیدل شوه. په زرغون رنګ کې دغه لویه رسمي د یوې ونې شاته پر یوه دیوال پنځول شوې وه. بینکسي په خپل انستاګرام کې تایید کړه چې دا د هغه له خوا پنځول شوې رسامي ده. له بده مرغه له سپین رنګ سره دغې رسامۍ ته زیان اړول شوی چې د رسامۍ د هنر مینه وال یې خواشینې کړي دي.
انځور: Alastair Grant/AP Photo/picture alliance د بنګ پر نوي قانون خوشحالي د ۲۰۲۴م کال د اپریل په لومړۍ نیټه د بنګو د استعمال قانوني کولو پریکړې ملاتړ کوونکي په برلین کې د برانډنبرګ دروازې مخې ته خپله خوښي څرګنده کړه. دغه قانون بالغو کسانو ته تر ۲۵ ګرامه پورې د وچ بنګ ساتلو او یا په خپل کور کې د بنګو د درو بوټو د کرلو اجازه ورکوي. د دې جشن د لمانځلو له پاره هلته د بنګو یو لوی مصنوعي بوټی هم درول شوی و.
انځور: JOHN MACDOUGALL/AFP/Getty Images په اتن کې د صحرا ګرد یا دوړې په اپریل میاشت کې که له یوې خوا د پلازمېنې اتن اسمان سور او په زړه پورې ښکاریده، له بلې خوا خلکو ته یې روغتیايي ستونزې هم پيدا کړې. د دې ښار په فضا کې د صحرا ګرد یا دوړو تنفسي ناروغۍ وزیږولې. په روغتونو کې د داسې ناروغانو شمیر زیات شو چې په سا اخیستلو کې یې د ستونزې، ټوخي او سینې درد په څیر شکایتونه درلودل.
انځور: ANGELOS TZORTZINIS/AFP په سویلي برازیل کې شدید سیلاب په برازیل مخکې تر دې هیڅ کله هم دوه ډیر د سیلاب اوبه نه وو لیدل شوي. د اپریل په پای کې د برازیل په سویلي ایالت ریوګرانډي دو سول، کې شدید سیلابونه راغلل چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۸۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دغه سیلاب د برازیل د تاریخ تر ټولو خراب سیلاب وبلل شو.
انځور: CARLOS FABAL/AFP/Getty Images د فلاور مون په زړه پورې ننداره ډیری خلک په می میاشت کې د «فلاور مون» په لیدلو حیرانه شول. دې ته فلاور مون ځکه ویل کیږي چې دا اکثره د پسرلي په موسم کې راڅرګندیږي. د بشپړې سپوږمۍ ننداره په ځانګړي توګه په اتن کې د پوسیډن د لرغوني معبد دپاسه ډیر په زړه پورې معلومیده.
انځور: Petros Giannakouris/AP Photo/picture alliance په پاریس کې د المپیک سیالۍ پاریس په خپلو مختلفو مشهورو ځایونو کې د المپیک لوبو کوربه توب په ډیرو شاندارو مراسمو ترسره کړ. دا لومړی ځل وو چې د المپيک د سیالیو د پرانیستې مراسم په کوم سټیډیم کې ترسره نه شول. د دې پر ځای لوبغاړي د لوور موزیم او ایفل برج ترڅنګ د رسم ګذشت په شکل کې په کښتیو کې ولیږدول شول.
انځور: François-Xavier Marit-Pool/Getty Images په تاهیټي المپيک کې د سرفنګ شاندار انځور عکاس جیروم برویې په تاهیټي کې د سرفنګ د یوې سیالۍ پر مهال شاید د روان کال د المپیک سیالیو یو تر ټولو ښایسته انځور اخیستی وي. نوموړي د برنزو مډال ګټونکی برازیلی سرفر ګابریل مدینا هغه وخت د کامرې په سترګه کې محفوظ کړ، کله چې هغه د سمندرې د یوې څپې د پاسه په فضا کې و.
انځور: JEROME BROUILLET/AFP په درسدن کې د کارولا پُل نړیدل د المان په ختیځ درسدن ښار کې په سپتمبر کې هغه وخت یوه ډراماتیکه صحنه ولیدل شوه، کله چې د کارولا پُل یوه برخه ونړیدله. د دې پل نږدې ۱۰۰ متره برخه د ایلبی سند ته ولویدله او له نیکه مرغه په دې پيښه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.
انځور: ODD ANDERSEN/AFP/Getty Images په هسپانیا کې د پیړۍ تر ټولو ستر سیلاب د اکتوبر په ۲۹ د هسپانیې په سویل ختیځ کې په ۲۴ ساعتونو کې دومره زیات باران وشو، څومره چې په عام ډول په یوه کال کې هلته کیږي. باران د والینسیا د دې کوڅې په څیر ویجاړونکی وضعیت رامنځته کړ چې په پایله کې د ۲۳۰ تنو د مړینې او سختو مالي تاوانونو سبب شو. پر چارواکو تور ولګول شو چې پر وخت یې د سیلاب په اړه خبرداری نه و ورکړی.
انځور: Alberto Saiz/AP Photo/picture alliance په فیلپين کې په یوه میاشت کې شپږ واره شدید طوفانونه راغلل چې له دې ډلې په نومبر میاشت کې د سوپر ټایفون (مان یې) یادونه کولی شو. نږدې ۱۴ متره لوړې څپې د دې ټاپویي هیواد له ساحلونو سره وجنګیدل. تیزو بادونو او شدیدو ورښتونو سخت زیانونه واړول او یوازې په لوزون ټاپو کې ۱،۲ میلیونه انسانان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شول. د توپانونو په دې لړۍ کې لږ تر لږه اتو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
انځور: Lisa Marie David/REUTERS