1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شپږم ټولګي پورته نجونو له حضور پرته د دريم تعلیمي کال پيل

۱۴۰۳ فروردین ۱, چهارشنبه

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د نوي لمریز کال په لومړۍ ورځ د نوی تعلیمي کال پيل اعلان کړ. خو د تېرو دوو کلونو په څېر دا ځل هم نوی تعليمي کال له شپږم ټولګي پورته نجونو له حضور پرته پيل شو.

د آرشیف انځور - طالبانو د دریم ځل کال له پاره نوی تعلیمي کال د شپږم ټولګي پورته نجونو له حضور پرته اعلان کړ
د آرشیف انځور - طالبانو د دریم ځل کال له پاره نوی تعلیمي کال د شپږم ټولګي پورته نجونو له حضور پرته اعلان کړانځور: Zerah Oriane/ABACA/picture alliance

د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر بيا واکمنېدو مخکې د معارف زنګ د نوروز او دهقان جشن ورځو تر رخصتيو وروسته د نوي کال په دريمه ورځ وهل کېده. خو طالبانو دغه رخصتيانې له جنترۍ لري کړي او نوی تعلیمي کال د لمریز کال په لومړۍ ورځ پیلوي.

د نوي تعلیمي کال د پيل مراسم د اماني لیسې په تالار کې ترسره شول چې د طالبانو د پوهنې وزير، حبیب الله آغا، هم په کې حضور درلود. خو د طالبانو د پوهنې وزير په خپله وينا کې د نجونو د تعلیم په هکله هېڅ خبره ونه کړه.

د ۲۰۲۱م کال په منځ کې د طالبانو د بیا واکمنېدو او د غرب په ملاتړ د افغانستان د مخکني حکومت تر ړنګېدو وروسته، طالبانو د ۲۰۲۲م کال په مارچ میاشت کې له شپږم ټولګي د پورته ټولګيو نجونې له تعلیم منع کړې.

افغانستان کې د تعلیمي کال پای او د ښځینه زده کونکو اندیښنې

03:00

This browser does not support the video element.

د معارف زنګ د افغانستان په مخکني حکومت کې معمولا د نوي کال يا نوروز په درېمه ورځ وهل کېده، خو طالبانو د نوي تعليمي کال پیل، د لمریز کال په لومړۍ ورځ اعلان کړ.

تر اوسه نه یوازې د شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو په تعلیمي برخه کې پرمختګ نه دی راغلی، بلکې طالبانو د تعلیمي کال د پیل مراسمو د پوښښ له پاره چې کوم بلنلیک رسنیو ته استولی وو، په هغه کې ېې ښځینه خبریالانې د دغه له پوښښ ورکولو څخه منع کړي دي.

د طالبانو حکومت له اسلام څخه د خپل تفسير له مخې سخت دریځ عملي کوي چې تر ډېره ښځې ورڅخه اغیزمنې شوي دي. د ملګرو ملتونو سازمان د طالبانو له خوا پر ښځو لګول شوي محدودیتونه «جنسي اپارتاید» نومولی دی.

دولتي پوهنتونونو هم په وروستیو کې نوی تحصيلي کال پيل کړی، خو د ۲۰۲۲م کال له دسمبر راهیسې پکې د ښځو او نجونو له حضور څخه ممانعت شوی دی.

Mks/bs/hs/af (AFP)

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل