د نيويارک د غونډو اصلي ټکی راکټي حملې دي
۱۳۹۱ مهر ۲, یکشنبهافغان ولمسشر حامد کرزي نن له يوه لوړپوړي افغان پلاوي سره نيويارک ته روان سو. کرزی به د سه شنبې په ورځ تر غرمې وروسته د ملگرو ملتونو عمومي غونډي ته د افغانستان د ضعيت په اړه وينا وکړي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند فرامرز تمنا د يکشبنې په ورځ(۲۰۱۲ کال د سپتمبر۲۳) په کابل کي يوه خبري کنفرانس ته وويل، چي د اسيا د زړه هيوادونو د غونډي هدف پر هغو ژمنو باندي ټينگار دئ، چي په افغانستان کي د ثبات او امنيت راوستلو په برخه کي سوي دي:«موږ هيله لرو چي په افغانستان کي منفي رقابتونه په مثبتو رقباتونو باندي بدل سي.»
د اسيا د زړه هيوادونو لومړۍ غونډه په ترکيه کي جوړه سوې وه. دغه غونډه د استانبول د غونډي په نوم مشهوره سوه. د استانبول د پروسې دوهمه غونډه سږ کال په کال کي جوړه سوه. په غه غونډه کي د افغانستان د گاونډيو هيوادونو لوړپوړو چارواکو گډون کړی وو.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، په پلان کي ده چي د سپتمبر د مياشتي پر ۲۶ نېټه په نيويارک کي د افغانستان او بريتانيا په شمول يوه درې اړخيزه غونډه جوړه سي.
د ښاغلي تمنا په خبره د دې غونډي اصلي هدف په سيمه کي امنيتي انديښنې دي، او په دواړو غونډو، د اسيا د زړه هيوادونو او درې اړخيزه کي پر افغانستان باندي به د پاکستان د راکټي بريدونو په اړه انديښنې مطرح سي.
د دې ترمخه هم د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د ملگرو ملتونو په امنيت شورا کي د پاکستان د ارکټي بريدونو په اړه خپله اندېښنه ښوولې ده.
د بهرنيو چارو وزارت وايي، چي اوس يوه پلاوي د هغو ورځپاڼو څېړنه کوي، چي له پاکستان څخه افغانستان ته را وړل کيږي.
په تيرو دوو اونيو کي د افغانستان په ختيځو ولايتونو کي داسي شکايتونه کيږي چي په پاکستانۍ ورځپاڼو کي د افغانستان د ملي منافعو ضد مطالب خپريږي.
ښاغلي تمنا وويل، چي ددې پلاوي تر څېړني وروسته به په دې اړه هم له پاکستاني چارواکو سره خبري وکړي:
«افغان پلاوی به تر څېړنو وروسته موږ ته خپل راپور وړاندي کړي، او د افغانستان له حکومت سره له سلا مشورې پرته هيڅ بهرنۍ رسنۍ نسي کولای چي فعالیت ولري. دا يو جرم دئ.»
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت لارښوونه کړې ده، چی تر دې وروسته بايد د افغانستان په ختيځو ولايتونو کي پاکستاني ورځپاڼو ته د وېش اجازه ور نه کړل سي.
حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل