1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړيوالو پوليسو مشر د چین د سفر پرمهال لادرکه شوی

۱۳۹۷ مهر ۱۳, جمعه

د فرانسې چارواکو ویلي دي چې د انترپول یا «نړیوالو پولیسو» مشر او د چین د امنیتي سکتور پخوانی لوړپوړی چارواکی د سپتمبر میاشتې په وروستیو کې د چین د سفر پرمهال لادرکه شوی دی. هغه له ۲۰۱۶م کاله دغه دنده پرغاړه لرله.

Meng Hongwei
انځور: picture-alliance/dpa/M. Metzel

د انترپول یا د نړیوالو پولیسو د مشر مینګ هونګوي میرمنې د جمعې په ورځ خبر ورکړ دی چې د فرانسې له لیون ښار څخه د چین پر لوري تر تګ وروسته يې له ۶۴ کلن خاوند سره اړیکه پرې شوې ده. د انترپول یا نړیوالو پولیسو مرکزي دفتر په فرانسه کې دی.

د فرانسې چارواکو ویلي دي چې مینګ، چین ته نه دی رسیدلی. په چین کې د مینګ د سفر د مهالویش په هکله معلومات او دا چې د هغه ماينې ولي تر اوسه پورې د هغه د لادرکه کیدو موضوع پټه ساتلې وه، معلومات نه شته. 

انترپول یا نړیوالو پولیسو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دوی د مینګ د لادرکه کیدو له راپورونو خبر ول. په اعلامیه کې ویل شوي دي چې د نړیوالو پولیسو مشر د دې سازمان د عملیاتو مسئول دی او د دې سازمان مشر مینګ د نړیوالو پولیسو د عملیاتو مشري نه کوي.

د مینګ د لادرکه کیدو له پاره د پلټنو خبر په چین کې د یوې اونۍ رخصتیو پرمهال رابرسیره شو. په عین وخت کې په بیجینګ کې نه هم د بهرنیو چارو وزارت چارواکو او نه هم د دې هیواد امنیتي وزارتونو په دې هکله تلیفونونو او د فکس له لارې پوښتنو ته ځواب ویلي دی.

مینګ هونګوي د ۲۰۱۶م کال په نومبر میاشت کې د نړیوالو پولیسو د مشر په توګه وګومارل شو او په ۲۰۲۰م کال کې یې د ماموریت موده پای ته رسیږي. مینګ تر دغه مسئولیت مخکي د ۲۰۰۴م کال راهیسې د چین د عامه امنیت د وزیر [د چین د ملي پولیسو د ځواکونو] پر مرستیال سربیره د هغه هيواد د امنیتي سکتور په ډيرو برخو کې کار کړی دی. سربیره پر دې هغه د چین د سمندري ځواکونو د ځينو څانګو د مشرتوب پرمهال په انترپول کې هم مهاله دنده درلوده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل