د نړیوالو رسنیو د غوڼډي دریمه ورځ پاي ته ورسیده
۱۳۹۰ تیر ۱, چهارشنبهدغه ټولنپوهه د روواندا د هیواد څخه ده او هلته یې د بهرني ژورنالیستانو د بېتفاوتۍ په اړه ډېری پېښې لیدلي دي.
ایستر موجاوایو د کونډو لپاره د یوه سازمان بڼسټ ايښودونکي ده چي څه د پاسه ۲۵ زره غړي لري. هغه وایي چی د دغو کونډو په ډلی کی پر 80 سلنه یی جنسي تېری شوی او ډېر شمير نوري یې حتی قصداً د ایدز په ناروغۍ اخته کړای شوي دي.
دغه د بشري حقونو فعاله وایي چي که ځیني نړیوال ژورنالیستان د دغو کونډو په مرکه کولو کی بی احتیاطي وکړي نو د هغوي ژوند به د خطر سره مخامخ کړي.
د ښځو لپاره د یوه سازمان غړي، زیبیله فیڅر، وایي چی ژورنالیستان باید د ښځو سره د مرکی پر مهال د هغوی احساسات او روانی حالت په پام کي ونيسي.
زیبیله زیاتوي چي ژورنالیستان باید په خپلو رپوټونو کي هڅه وکړي چي دغه ښځي د یوه عادي انسان په حیث انځور کړي نه د یو خوار او بیچاره موجود په صفت.
په ځینو هیوادونو کي د ښځو په وړاندي ځیني تعصبونه موجود دي. د مثال په ډول د کولمبیا څخه د ښحو د حقونو مدافعه، امندا کامیلو، وایی چی د دې په هیواد کي رسنیو د دې پر سازمان تور لګولی چي د ګوریلایی ډلو سره اړیکي لري نو ځکه دا اوس د رسنیو له خوا د بشری حقونو د یوې فعالی په توګه تل ځان په خطر کي ویني.
اژانسونه/ ګل غوټی پوپل
کتونکی: مسعود جهش