1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

په افغانستان کې د زلزلې زیان ۱۸۳ میلیونه ډالره اټکل سوی

۱۴۰۴ آبان ۲, جمعه

د نړیوال بانک د یوه رپوټ په حواله چې نن جمعه خپور سوی دی، د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې زیان ۱۸۳ مییلونه امریکايي ډالرو ته رسیږي. په دغه رپوټ کې یوازي ودانیو او زیربناوو ته اوښتی زیان محاسبه سوی دی.

د نړیوال بانک ډلې په افغانستان کې د زلزلې زیان ۱۸۳ میلیونه ډالره اټکل کړی
ننگرهار: د اگست په میاشت کې له سختې زلزلې وروسته ویجاړیو کې ناست یو سړیانځور: AFP

د افغانستان په ختیځ کې د اگست میاشتې پر ۳۱ مې زلزلې چې له ۱۹۹۸م کال راهیسې په دغه هیواد کې تر ټولو سخته زلزله وه، د شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو ژوند یې واخیست.

د نړیوال بانک ډلې په خپل رپوټ کې چې نن جمعه د اکتوبر پر ۲۴ مه خپور سوی ، د دغه طبیعي ناورین د اقتصادي زیانونو اندازه، ۱۸۳ امریکايي ډالره محاسبه کړې ده چې په ۲۰۲۳م مالي کال کې د افغانستان د داخلي ناخالص تولید له یوې سلنې سره برابره ده.

اړوند:د افغانستان زلزلې یوازې په ۴۹ کلیو کې ۵۲۳۰ کورونه ویجاړ کړي

په دغه زلزله کې کونړ او ننگرهار ولایتونو تر ټولو زیات زیانونه ولیدل او ویل کیږي چې په دغو دوو ولایتونو کې د اوښتو زیانونو کچه په ترتیب سره ۱۳۴،۷ میلیونه ډالر او ۴۲،۶ میلیونه ډالرو ته رسیږي.

زلزله ځپلي له رواني پلوه څومره زیانمن شوي؟

03:49

This browser does not support the video element.

د نړیوال بانک د افغانستان د څانگې مدیر فاریس حداد زرووس، د افغانستان له خلکو سره خپل پیوستون اعلان کړ او وې ویل: «زموږ لومړیتوب زموږ له شریکانو سره نیژدې گډ کار دی، ترڅو وکولای سو د ټولني تر ټولو زیانمنونکو قشرونو په تیره بیا ښځو او نجونو ته لازم خدمات ورسوو.»

اړوند:یونیسف: په افغانستان کې نیم میلیون انسانان له زلزلې اغیزمن سوي

په مجموع کې د نړیوال بانک هدف دادی چې په افغانستان کې زیربناوي په راتلونکي کې د احتمالي ناورینونو پر وړاندې لا ډیرمقاومت ولري.

نړیوال بانک له دغې زلزلې څخه څو ورځې وروسته، له نورو پروژو څخه، ۱۵ میلونه ډالر په افغانستان کې له اغیزمنو سیمو څخه ملاتړ ته ځانگړې کړې.

د کونړ زلزله؛ بې ځایه شوي له کومو ستونزو سره مخ دي؟

02:11

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل