1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د نړۍ تر ټولو قیمتي درمل بازار ته راوتلو جواز ترلاسه کړ

۱۳۹۸ خرداد ۵, یکشنبه

د نړۍ تر ټولو قیمتي درملو چې د ملا تیر د عضلاتو ارثي معلولیت ناروغۍ درملنه کوي په امریکا کې جواز ترلاسه کړ. د بیمې له مرستې پرته به هیڅ کورنۍ د دغو درملو، چې تر دوه میلیونه ډالرو لوړه بیه لري د رانیولو توان ونه لري.

Novartis, Medikament Zolgensma - gegen Spinale Muskelatrophie | EINSCHRÄNKUNG
انځور: picture-alliance/AP Photo/Novartis

د  نوارتیس (Novartis) په نوم د درمل جوړولو سویسي کمپنۍ توانیدلې ده چې د امریکا له حکومت څخه د یوه نوي جینیټکي درمل د پلورنې جواز ترلاسه کړي. د دې درملو د هر دوز بیه ۲،۱ میلیونه ډالره ټاکل شوې ده.

په امریکا کې د خواړو او درملو سازمان(FDA)  د ستون فقرات د آتروفي عضلاتي پر ارثي ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې له پاره د دغو درملو جواز صادر کړی دی.

دغه ارثي ناروغي چې د نوم لنډیز یي SMA دی یوه نادره عصبي عضلاتي ناروغي ده چې د حرکتي اعصابو له لاسه ورکولو او عضلاتو له کمزوره کیدو سره مل وي او د اخته کس په تر وخت مخکې مړينې او یا تلپاتې معلولیت تمامیږي.

له هرو ۱۰ زرو څخه یو نوی زیږدلې ماشوم له عضلاتي ناروغۍ سره نړۍ ته سترګې پرانیزي. دغه سویسي کمپنۍ وایي چې دغه درمل یوه سالمه کاپي د انتقالونکي معبوبه ژن ځای ناستی کوي او د دغه درمل د یوه واحد له پيچکاري کولو سره د ناروغۍ بهیر درول کیږي. البته دغه درمل نه شي کولی د اخته کس موجوده نیمګړتیاوې د صفر نقطې ته ورسوي.

له عمري تاوان څخه په یو وار خلاصیدل

د دغو درملو د ډیرې لوړې بیې له کبله د امریکا روغتیایي چارواکو په پيل کې ورته له جواز ورکولو څخه ډډه کړې وه، خو سویسي کمپنۍ وتوانیدله چې دوی ته قناعت ورکړي چې دغه درمل کولی شي د ماشومانو ژوند وژغوري.

د نوارتیس سویسي کمپنۍ روغتیایي بیمو ته دا امکانات ورکوي چې وکړای شي د درملو بیه په قسطونو کې ورکړي. تمه کیږي چې په روان ۲۰۱۹م کال کې به اروپایي هیوادونه او جاپان هم له دغو درملو څخه د استفادې جواز صادر کړي.

(sm/sn (rtr, ap, afpe

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب