د دغه ګډ په اړه ويل شوي چې عمر يې شپږ مياشتې دی او خاوند يې د چارلي بوډن په نوم يو کس وو چې د پسونو د نسل نيونې د يوې اتحاديې کارکونکی دی. هغه خپل دغه ګډ، د پسونو د نسل اخیستنې او کاروبار پر يوې اتحاديې باندې خرڅ کړی دی.
د سکاتلند د دغه نسل پسونو یا ګډانو په ملي بازار کې د دغه ګډ بيه له لس زره پاونډه څخه پيل شوه. د ګډ د اخیستلو له پاره ګڼ شمیر ډلې راغلې وې چې د یو بل پر بیه يې مزایده یا نرخ لوړاوه. په پایله کې د دغه ګډ بيه درې لکه او اته شپيته زره پاونډو ته ورسيده.
د ډبل ډایمند په نوم دغه ګډ د پسونو د يوې اتحاديې اړوند، درو مالدارانو د پانګونې په موخه واخیست. دوی هیله مند دي چې له دغه ګډ څخه به د نسل په ډيريدو کې کار واخلي او دې سره به يې کاروبار ښه شي.
له دغو درو مالدارانو د جيف ايکن په نوم يوه يې وويل: «کله چې د نسل اخیستو خبره رامنځ ته کيږي بیا نو ډيرو وړو وړو خبرو ته هم بايد پام وشي، لکه ويښتان، رنګ، د سر جوړښت او نور هر څه.» ايکن زیاته کړه: «موږ د دې له پاره چې ځانګړي جينونه مو ترلاسه کړي وي، بیه مو دومره لوړه کړه.»
دا په داسې حال کې ده چې په حاضر وخت کې د پسونو په کاروبار کې دخيل خلک له مالي ستونزو سره مخ دي او په داسې يو وضعيت کې ډير لږ مالداران پيدا کيږي چې د يو ګډ د اخیستلو له پاره د دومره ډيرو پيسو توان ولري.
تر دې وړاندې په ۲۰۰۹م کال کې يو ګډ په ۲۳۰۰۰۰ پاونډه خرڅ شوی وو، خو دا ځل په ۳۶۸ زره پاونډه د دغه ګډ خرڅيدل نړيوال ريکارډ هم مات کړ. د «ټيکسل» په نوم د ګډانو دغه نسل د هالند هیواد د ټکسل جزيرې څخه دی. د دغو پسونو اړوند اتحادیه وايي، په عام ډول د دغه نسل یو ګډ، د نسل اخیستنې په موخه تر سلونو زره يورو پورې خرڅيږي.
د ټيکسل پسونو پخوانی تاريخ څرګند نه دی، خو غوښه يې د خوند له اړخه تر ټولو ښه او خوندوره توصيف کيږي.
دویچه وله اردو/م.ک.ص./م.ن.ص.
دلته پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلی شئ!
په کراچۍ کې يو غويی په ۲۸ لکه کلداري بازار ته وړاندي سوی
په آسیا کې د لوی اختر له پاره د قربانۍ د څارویو تر ټولو ستر منډیي د کراچۍ سوپر های وی ترڅنګ جوړیږي. په دې انځوریز رپوټ کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د څارویو په منډیي کې د ځنو ښایسته او قیمتي څارویو بیې لیدلی شئ:
انځور: DW/U. Fatimaد تور غویي قیمت ۲۸ لکه کلدارې
د کراچۍ د څارویو په تر ټولو لوی منډیي یا بازار کې دغه غویي (چې په انځور کې لیدل کیږي) تر ټولو لوړ قیمت لري. د دې څاروي بیه ۲۸ سوه زره کلدارې ده.
انځور: DW/U. Fatima۲۶ لکه قیمت درلودونکی سپين غویي
په دې منډي کې د مالدارۍ مختلف فارمونه په اصطلاح خپلې غرفې لري. د «ترپل ای کیټل فارم» پر دې څاروي ۲۶ سوه زره کلدارې بیه ایښودل شوې ده.
انځور: DW/U. Fatimaد استرالیایي نسل غويي: بیه ۱۶ لکه
بل لور ته منډیي ته راتلونکي مالداران هم د چارواکو له خوا وضع کړای شوي مالیې اندیښمن کړي دي. دوی وایي چې د سهولت په مقابل کې مالیات دوه برابره لوړ کړای شوي دي. د کراچۍ په مال منډي کې د استرالیایي نسل د دې غویي بیه ۱۶ لکه کلدارې ایښودل شوې ده.
انځور: DW/U. Fatimaد دې څاروي بیه ۱۸ لکه کلدارې ایښودل شوې
دا منډایي شپږ وي آي پي یا ځانګړي او ۲۲ عمومي برخې یا بلاکونه لري. د براهمن نسل دې غویي ته ۱۸ سوه زره کلدارې بیه ټاکل شوې ده.
انځور: DW/U. Fatimaپه ځانګړي برخه کې په عمومي ډول د څارویو بیه تر۱۵ لکه کلدارو پورته وي. د ساهیوال نسل د دې نسواري رنګه غویي له پاره ۱۸ سوه زره کلدارې بیه ټاکل شوې ده.
انځور: DW/U. Fatima۱۷لکه کلدارې بیه لرونکی غویي
د کراچۍ سوپر های وی ترڅنګ د څارویو دې منډیي ته تر ۱۵۰ زرو پورې د قربانۍ مختلف حیوانات یا څاروي راوستل کیږي. دا غویي په ۱۷ سوه زره کلدارې پلورل شوی دی.
انځور: DW/U. Fatimaد څارویو دې منډیي ته راتلونکي خریداران شکایت کوي چې د قربانې د څارویو بیې دومره لوړې شوي دي چې د متوسط قشر خلک یي هم د خریدارۍ توان نه لري. د بیلګي په د دې څاروي بیه ۱۶۰۰ زره کلداری ده.
انځور: DW/U. Fatimaدغه غویی هم په ۱۶ لکه خرڅ شوی دی
په دغه هیواد کې د نورو توکو د قیمتونو له لوړیدو سره د څارویو بیې هم لوړې شوي دي. دغه غويي چې په انځور کې لیدل کیږي په ۱۶۰۰۰۰۰ کلدارې پلورل شوی دی.
انځور: DW/U. Fatimaکراچۍ چې د پاکستان د اقتصاد مرکز بلل کیږي هم ډیر خلک د دا ډول څارویو د پيرلو توان نه لري. دې کټي یا ځوان ګاومیش ته ۱۵ لکه کلدارې بیه ایښودل شوې.
انځور: DW/U. Fatimaد کراچۍ د څارویو په مارکیټ کې زیاتره د ساهیوال، چولستان، برهمن او ملتاني نسل څاروي موجود دي. د ساهیوال نسل د دې غویي بیه ۱۴ سوه زره کلدارې ده.
انځور: DW/U. Fatimaد کرونا خطر سربیره خریداري روانه ده
د سپر های وې ترڅنګ د ښار په نورو برخو کې هم د کرونا ویروس د خپریدو د خطر په پام کې نیولو سره د ماښام پر اوو بجو د څارویو د منډیي بندولو امر شوی دی. خو د نظم عامه مسئولین د دې مقررې د عملي کولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ کیږي.
انځور: DW/U. Fatima