د نړۍ تر ټولو کم نفوس لرونکي ۱۰ هيوادونه کوم دي؟
۱۳۹۵ بهمن ۱۰, یکشنبهد نړۍ تر ټولو کم نفوس لرونکي ۱۰ هيوادونه کوم دي؟
د نړۍ تر ټولو کم نفوس لرونکي هيوادونه کوم دي، او پکښي څومره وګړي اوسيږي؟ ښايي په پرتليزه توګه کم انسانان دغه هيوادونه وپېژني. ۱۰ هغه هيوادونه چي د نورو ټولو هيوادونو په پرتله کم نفوس لري، په دغه راپور کي پېژندلای سئ:
۱۰ مقام:موناکو ، ۳۷۷۳۱ وګړي، تقريبا ۲ کلومتره مربع رقبه
موناکو پر يو ښار مشتمل د د اېټاليې و پولې ته نژدې په فرانسه کي واقع مشروطه دستوري شاهي لرونکی دولت دی. په دغه دولت کي د اروپا پول واحد يورو چليږي.
۹ مقام: ليشتنشټاين ، ۳۷۵۳۱ وګړي، ۱۶۰ کلومتره مربع رقبه
ليشتنشټاين يوه پارلماني دستوري شاهي ده چي وادوس يې پلازمېنه او رسمي ژبه يې آلماني ده. دغه هيواد د سويس هیواد ته څېرمه پروت دی.
۸ مقام: د ترکس او کايکوس ټاپوګان ، ۳۴۳۳۹ وګړي، ۴۹۷ کلومتره مربع رقبه
د ترکس او کايکوس په شمالي امريکا کي واقع د ټاپوګانو پر ډله مشتمل خپلواکمن دولت دی چي د بريتانيې ملکه يې مشره ده. په دغه سيمه کي امريکايي ډالر چليږي. د ترکس او کايکوس ټاپوګانو پلازمېنه کاکبرن ټاون نوميږي.
۷ مقام: جبل طارق، ۳۱۲۱۷ وګړي، ۶،۵ کلومتره مربع رقبه
اروپايي دولت جبل طارق د بريتانيې د ملکې تر واکمنۍ لاندي خپلواکمن دولت دی چي هسپانيه يې هم د ملکيت دعوی لري.
۶ مقام: د سان مارينو جمهوريت، ۳۱۷۸۷ وګړي، ۶۱،۲ کلومتره مربع رقبه
د سان مارينو جمهوريت په هکله ويل کيږي چي د نړۍ تر ټولو زوړ جمهوريت دی چي ويل کيږي په ۳۰۱ کال د مسيحيانو د روحاني شخص مارينوس له خوا يې بنسټ کښېښودل سو. د اېټاليا دننه په دغه هيواد کي اېټالوي ژبه ويل کيږي.
۵ مقام: سېنت مارتين (فرانسه)، ۳۱۴۵۷ وګړي، ۸۷ کلومتره مربع رقبه
دغه هيواد چي د فرانسې له خوا اداره کيږي د کاريبيک په سمندر کي واقع پر څو جزيرو مشتمل په داخلي چارو کي خپلواکمن دولت دی. د دغو نيمايي برخه په همدغه نوم د هالند له خوا اداره کيږي چي له دننه خپلواکمني لري.
۴ مقام: بريتانوي ورجن ټاپوګان، ۳۰۱۱۷ وګړي، ۱۵۱ کلومتره مربع رقبه
بريتانوي ورجن ټاپوګان د کاريبيک کي موجود د بريتانيې د ملکې تر ولکې لاندي دولت دی چي پکښي امريکايي ډالر د راکړي ورکړي پيسه ده. د دغه جزيروي دولت پلازمېنه روډ ټاون نوميږي.
۳ مقام: پالاؤ، ۲۱۲۹۱ وګړي، ۴۵۹ کلومتره مربع رقبه
د پالاؤ د هيواد پلازمېنه مېلېکې اوک نوميږي او دغه هيواد په بشپړه توګه له ۳۵۶ جزيرو څخه جوړ سوی چي نفوس يې په ۱۱ جزيرو کي آباد دی. دغه هيواد د نړۍ يو له هغو هيوادونو څخه دی چي له افغان پاسپورټ لرونکو څخه مخکنۍ ويزه نه غواړي.
۲ مقام: ناورو، ۱۰۲۲۲ وګړي، ۲۱ کلومتره مربع رقبه
ناورو يو جزيروي هيواد دی چي پلازمېنه يې يارن نوميږي. دغه هيواد په اوقیانوسیه کي واقع دی چي ورته له آستراليا څخه يو شمېر پناه غوښتونکي په کمپونو کي ځای پر ځای سوي. دغه هيواد د نړۍ تر ټولو کمه رقبه لرونکی دريم هيواد او تر ټولو کم نفوس لرونکی دويم هيواد دی.
۱ مقام: تووالو، ۹۹۱۶ وګړي، ۲۶ کلومتره مربع رقبه
تووالو په آرام سمندر کي واقع يو جزيروي هيواد دی چي پکښي پارلماني شاهي رايجه ده. د کامن وېلت غړي دغه هيواد پلازمېنه اتول پنافوتي نوميږي. تووالو د نړۍ تر ټولو کم نفوس لرونکی هيواد دی.
د نړيوال بانک له راپور څخه
په دغه راپور کي راغلي د وګړو شمېرې او معلومات د نړيوال بانک د ۲۰۱۶ کال له هغه راپور څخه اخيستل سوي چي د نړۍ د هيوادونو د نفوس په هکله يې خپور کړی. ياد معلومات د نړیوال بانک له وېبپاڼي (http://data.worldbank.org) څخه د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۹مه نېټه اخيستل سوي. يادي پاڼي په دغه راپور کي راغلي سيمي د نړۍ د نورو هيوادونو په ليسټ کي يادي کړي دي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (11.08.2015):
انځورونه: د نړۍ لس خوشاله او لس ناخوښ هیوادونه
د ګالب بنسټ په ټولو هیوادونو کې له ۱۰۰۰ بالغو اوسیدونکو څخه پوښتني کړي دي او د هغوی د خوښۍ کچه يې ټاکلې ده. د لاتین امریکا هیوادونو اوسیدونکي تر ټولو خوشاله او د عربي او اسیایي هیوادونو خلک تر ټولو ناخوښ بلل شوي دي.
تر ټولو خوشاله هیواد
پاراګوای د ګالپ په درجه بندي کې د ۸۹ نمرو په ترلاسه کولو سره د نړۍ تر ټولو خوشاله هیواد بلل شوی دی. ګالپ د خپلي څېړني پایلي د خوښۍ د نړیوالي ورځي په مناسبت چې د مارچ میاشتي شلمه نیټه ده خپرې کړي دي.
د نړۍ دویم تر ټولو خوښ هیواد
کولمبیا د ۸۴ نمرو په اخیستلو سره د نړۍ دویم تر ټولو خوشاله هیواد ښوول شوی دی.
دریم تر ټولو خوښ هیواد
اکوادور د ۸۴ نمرو په ترلاسه کولو سره په نړۍ کې دریم تر ټولو خوښ هیواد ګڼل شوی دی.
څلورم خوښ هیواد
ګواتامالا د ګالپ د څیړنې له مخې ۸۴ نمېر وړي دي.
پنځم خوښ هیواد
ښايي ډیر کمو افغانانو د دغه هیواد نوم اوریدلی وي خو هندوراس د ۸۲ نمرو په اخیستلو سره د ګالپ په نوملړ کې د نړۍ پنځم خوښ هیواد دی.
شپړم خوښ هیواد
د لاتین امریکا پاناما هیواد د نړۍ شپړم خوښ هیواد نومول شوی دی.
اووم خوښ هیواد
وینزیویلا د ۸۲ نمرو په اخیستلو سره د نړۍ اووم خوښ هیواد نومول شوی دی.
اتم خوښ هیواد
کوستاریکا د ګالپ په څیړنه کې د ۸۱ نمرو په اخیستلو سره اتم خوښ هیواد بلل شوی دی.
نهم خوښ هیواد
ال سالودور هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې نوم یې ښايي ډیرو افغانانو ته اشنا نه وي. خو که غواړي د نړۍ نهم تر ټولو خوښ هیواد ته سفر وکړې نو د ال سالودر پر لور تلونکي الوتکي کې کښېنی.
لسم تر ټولو خوښ هیواد
نیکاراګوا د ګالپ په څیړنه کې د ۸۱ نمرو په ترلاسه کولو سره د نړۍ لسم خوښ هیواد دی.
د نړۍ د لسو تر ټولو ناخوښو هیوادونو - لومړی ناخوښ هیواد
د ګالپ په سروې کې سودان تر ټولو لږ نمرې اخیستي. دغه هیواد په ۴۷ نمرو سره د نړۍ تر ټولو ناخوښ هیواد بلل شوی دی.
د نړۍ دویم تر ټولو ناخوښ هیواد
تونس په ۵۲ نمرو سره د ګالپ له خوا د نړۍ دویم هغه هيواد دی چي اوسېدونکي يې خوشاله نه دي.
دریم ناخوښ هیواد
بنګله دیش د ۵۴ نمرو په ترلاسه کولو سره د نړۍ دریم ناخوښ هیواد بلل شوی دی.
څلورم ناخوښ هیواد په اروپا کې
د نړۍ څلورم تر ټولو ناخوښ هیواد صربستان دی.
پنخم ناخوښ هیواد
دا چې د یوه هیواد اوسیدونکي څومره خوشاله دي پر دې پوري اړه نه لري چې هغه څومره پرمختللی دی. د نړۍ د پنځم ناخوښ هیواد په توګه د ترکیې ټاکل ښايي د همدې موضوع ثبوت وي.
ښپږم ناخوښ هیواد
د ناخوښو هیوادونو په نوملړ کې بل اروپايي هیواد بوزنیا ده چې ۵۵ نمرې یې اخیستي دي.
اووم ناخوښ هیواد
گورجستان بیا د نړۍ اووم ناخوښ هیواد نومول شوی دی.
اتم ناخوښ هیواد
لیتوانیا هم د ناخوښو هیوادونو په نوملړ کې شامل دی.
نهم خوښ هیواد
نیپال د ناخوښو هیوادونو په نوملړ کې نهم دی.
لسم ناخوښ هیواد
افغانستان هم د هغو لسو هيوادونو په ليست کي شامل شوی چي ډېر وگړي ئې خوشاله نه دي.