«د نړۍ ثروت باید عادلانه تقسیم او اقلیم ساتنه یوازي و نه سي»
۱۳۹۸ شهریور ۱۹, سهشنبه
د جرمني د پرمختیايي چارو وزیر ویلي دي چي «که د پر نفوسه هیوادونو هر تبعه برق ته لاسرسی پیدا کړي، بیا نو د سکرو۱۰۰۰ نورو دستگاوو ته هم ضرورت سته چي دا به نړۍ نوره هم وسوځي».
انځور: Reuters/A. Abidi
اعلان
د جرمني د پرمختیايي چارو وزیر، گیرد مویلر د سه شنبې په ورځ دوو الماني ټلویزوني چینلونو ته همدرانگه ویلي دي چي پر دې سربیره همدااوس ۱۰۰۰ نوري دستگاوي هم په پلان کي دي؟ د ده په خبره «اسمان د ټولو دی او جرمني یوازي اقلیم نه ژغوري».
هر هیواد دي په یوازي سر د اقلیم ساتني تصمیم نه نیسي، خصوصأ داسي هیوادونه، لکه هندوستان او یا نور افریقايي هیوادونه چي نفوس یې بې حده ډیريږي او په اصطلاح سره چاودي.
انځور: AFP/B.R. Smith
هغه په عین حال کي د «نو آوریو او تکنالوژیکي شفافیت» په برخه کي د سرمایه گذاریو غوښتنه هم وکړه چي دا به بیا کارځایونه هم تضمین کړي.
د مهاجرينو ډیریدو ته په اشارې سره مویلر په افریقايي هیوادونو کي د لا ډیرو کوښښونو د سرته رسولو غوښتنه وکړه. په خبره یې «صنعتي هیوادونه، چي د جهان لس فیصده نفوس تشکیلوي، خو بیا یې په اختیار کي ۹۰ فیصده ثروت دی. نو دا نه سي کیدلای چي افریقا او یا هندوستان هلته په فقر او غربت کي غرق وي او موږ یې خلگ او طبیعت د خپلو تولیداتو په خاطر استثمار کړو، تر څو زموږ رفاه او هوسا ژوند تضمین سي«.