خو د نجونو او ښځو د ژوند ښه شرایط دې ته تغیر ور کولای شي. له همدې امله دا ځل پر ځوانو ښځو او نجونو تمرکز کیږي. «پر ځوانو نجونو مصرف» دا ځل د نفوس د نړیوالې ورځې شعار دی چې د ډيرو مرستندویه ټولنو له خوا غوره شوی دی. دا سازمانونه هم د ځوانو نجونو د لیرلید ښه کولو ته د نفوس د زیاتوالي په مخنیوي کې د یوه مهم فکتور په سترګه ګوري.
د تحصیل پر ځای د اولادونو پالنه
په مخ پر ودې هیوادونو کې نفوس په ډيره چټکۍ سره زیاتیږي چې وجه یې پر نورو سربیره نا غوښتل شوي میندوارۍ دي.
د نړۍ د نفوس د موسسې مشره ریناته بیر، وایي: «مخ پر ودې هیوادونو کې هر کال شا او خوا ۷۴ میلیونه نجونې او ښځې په داسې حال کې میندواره کیږي چې اصلاً کې د مور کیدو اراده نه لري. چې وجه په تیره بیا په دې برخه کې د پوهاوي او د کورنۍ د تنظیم موادو ته نه لاس رسۍ دی.»
نوموړې زیاتوي د ۲۲۰ میلیونه زیاتې ښځې او نجونې که څه هم نه غواړي حمل واخلي، د میندوارۍ څخه مخنیوی نه شي کولی. د دې اصلي لاملونه د مساوي حقونو نه شتون، د تعلیم د چانسونو کمووالی او د جنسي پوهاوي او د میندوارۍ د مخنیوي د امکاناتو کمښت دی.
د پراختیايي کارپوهانو له نظره ډیره مهمه ده چې د ښوونې او روزنې او عامه پوهاوي په برخه کې زیاته پانګه اچونه وشي. د نړۍ د نفوس د موسسې څخه لوني موسګ، وايي: «په تعلیم سنبالې ښځې او نجونې د خپل برخلیک د ټاکنې او په خپله خوښه د کورنۍ د تنظیم حق ښه درکولای شي.»
سربیره پر دې د ښځو له پاره د کار په بازار کې ښه چانسونه د زیږیدنې د کچې د ټيټیدو په معنی ده.
مرستندویه سازمانونه د آلمان د حکومت څخه د داسې ډول پروژو له پاره د زیاتې بودجې غوښتنه کوي. د «Brot für die Welt» مرستندویه ټولنې مشره کورنیلیا فیولکروګ وایټڅل، وايي چې د ۲۰۱۷ م کال له پاره د آلمان د پراختیايي بودجې لوړوالې سم لوري ته یو پر ځای ګام دی خو دا په هیڅ صورت هم بسنه نه کوي.
نړیوال د زړیدو په حال کې دي
تر ۲۰۵۰ کاله پورې به د نړۍ د ټول نفوس ۱۵.۶ سلنه برخه له ۶۵ څخه ډبرکلن وګړي جوړه کړي. خو اوس اصلي پوښتنه دا ده چې ولي په نړۍ کې د ډبرکلنو وګړو شمیر د ډیریدو په حال کې دی؟
په مخ په ودې هیوادونو کې ډیر وخت د تقاعد د پېسو ټولولو سیستمونه یا خو موجود نه وي او یا هم ډیر زاړه وي. دا په داسې حال کې ده چې اوس په همدې هیوادونو کې د پرمختللو هیوادونو په پرتله د ماشومانو شمیر لوړ دی. له همدې کبله که هغوی دغه سیستم همدا اوس جوړ نه کړي نو په راتلونکې کې له ستونزو سره مخامخیدای شي.
انځور: Issouf Sanogo/AFP/GettyImages
د ډبرکلنو وګړو ساتنه
آن د آلمان په څیر هیوادونو کې هم په ځینو مواردو کې له ډپرکلنو وگړو څخه سمه ساتنه نه کیږي. اوس چې په نړۍ کې مالي کړکیچ روان دی د تقاعد د پېسو له کمیدو سره ډیر شمیر ډبرکلن کسان له بې وزلي سره مخامخیږي.
انځور: Fotolia/Kzenon
په ډیر عمر کې سختې مالې ستونزې
په نادارو هیوادونو کې ډیر شمیر ډبرکلنې میرمنې د دې له پاره چې وشي کولای خپل ژوند ته دوام ورکړي سوالگري ته مجبوریږي. ډیر وخت دغو کسانو په خپل عمر کې سخت کار کړی وي خې د تقاعد د سیستم د نه شتون له کبله هغوی تر زړیدو وروسته له سختو مالي ستونزو سره مخامخیږي.
ملگرو ملتونو له هیوادونو څخه غوښتي دي چې د متقاعدینو له پاره د کار زمینې رامنځ ته کړي. اوس هم په نړۍ کې ډیر شمیر متقاعدین د وړوکو کاروبارونو خاوندان دي او له همدې لارې خپلې اړتیاوې تأمینوي.