د نړۍ په پارلمانانو کې د ښځينه قانون جوړونکو د شمېر په هکله، بین الپارلماني اتحاد (آی پي یو) د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د مارچ ۵) یو فهرست خپور کړی دی. په دغه فهرست کې راغلي دي چې د آلمان مرکزي پارلمان یا (بونديستاګ) د ښځينه غړو د استازو له مخې، د نړۍ د ۱۸۴ هېوادونو په ډله کې ۴۷م دی.
د آلمان د آمارو فدرالي دفتر، دیستاتیس، وايي چې د بوندیستاګ نژدې ۳۵ سلنه غړي ښځې دي.
د تېرو لسو کلونو په پرتله، د آلمان په مرکزي پارلمان کې د ښځېنه استازو په شمېر کې څه باندې یو سلنه کمښت راغلی دی. آي پي یو وايي چې آلمان له دې بابته په ۲۰۱۴م کال کې د هېوادونو په فهرست کې په ۲۱ نمبر کې وو.
نوي ارقام څه وايي؟
د آرشیف انځور - بوندیستاګ یا د آلمان مرکزي پارلمانانځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance بین الاپارلماني اتحاديه وايي چې د روان کال فهرست په واضح توګه بیانوي چې د نړۍ د ټولو ملکونو په پارلمانونو کې د ښځو په استازولۍ کې ډېر کمښت راغلی دی.
خو له بلې خوا په عمومي توګه د ښځينه قانون جوړونکو شمېر لوړ شوی دی. د تازه ارقامو له مخې د نړۍ په سطح پارلمانونو کې د ښځو په مجموعي شمېر کې نژدې یو پر څلور زیاتوالی راغلی دی.
له ۲۰۰۴م کاله تر اوسه پورې په دغه شمېر کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی، خو له ۲۰۱۴م کال وروسته پکې يوازې ۳ سلنه لوړوالی راغلی دی. په دې حساب، په ۲۰۱۴م کال کې په عمومي توګه د ټولو قانون جوړونکو ادارو ۲۲ اعشاریه ۱ سلنه برخه ښځې وې.
مخکښ هېوادونه
د بین الپارلمانی اتحادېې د نوې فهرست له مخې، دا وخت د روانډا پارلمان تر ټولو ډېرې ښځې استازې لري. د شرقي افریقا دغه هېواد د پارلمان ۶۱ سلنه غړي ښځې دي.
د بین الپارلماني اتحاديې نوي فهرست له مخې د روانډا پارلمان د نړۍ په سطحه تر ټولو ډېرې ښځېنه غړې لري چې نژدې ۶۱ سلنه برخه ېې تشکيلويانځور: Cyril Ndegeya/picture alliance/Photoshot کیوبا، نيکاراګوا او مکسیکو هم هغه هېوادونه دي چې په پارلمانونو کې ېې د نارينه وو په پرتله د ښځېنه قانون جوړونکو شمېر لوړ دی. متحده عربي اماراتو او د آرام سمندر جزیره هېواد انډورا هم د جندر له لحاظه مساوات ترلاسه کړي دي.
عمان، یمن او د آرام سمندر جزيره ېې هېواد، تووالو، بيا په خپلو پارلمانونو کې هېڅ ښځه نه لري.
د آي پي یو په تحقیق کې د هغو هېوادونه چې دوه ګونې مجلسونه لري، د آي پي يو په تحقیق کې ېې د ولسي جرګې پر برخه تمرکز شوی چې استازي ورته د خلکو د رایو په نتجه کې بریالي کیږي.
لاندې برخه پيشنهادي ده
په افغانستان کې بیاپارلمان چې ښځېنه غړې ېې هم درلودې، د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د پخواني حکومت تر ړنګېدو او د اوسنيو حاکمانو په راتلو، لغوه شو. د افغانستان وروستی پارلمان په ۲۰۰۱م کال په افغانستان کې د امریکا په ملاتړ د رامنځ ته شوي نظام په لومړیو کې ایجاد شو.
(Reuters,dpa)ص ز/ج (اردو)/م.ک.ص./ن.ز.
له آرشيف څخه:
انځورونه: د نړۍ تر ټولو ستر پارلمانونه
د نړۍ کابو ټول هیوادونه د پارلمان څښتن دي او په دې توګه په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۴۶۵۵۲ د پارلمان وکیلان د خلکو استازیتوب کوي. په دې ډله کې د میرمنو ونډه شاوخوا ۱۹،۲۵ سلنه ده چې ۸۷۱۶ وکیلاني کیږي. تر ټولو ستر يې دلته وپېژنۍ. انځور: DW د نړۍ په کچه تر ټولو ستر پارلمان د چین دی. د چین پارلمان ټول ۲۹۸۰ وکیلان لري.
انځور: AP آلمان بیا د پارلمانونو د استازو له پلوه په دوهم مقام کې دی. د آلمان پارلمان یا بوندیستاګ په مجموعي توګه ۷۰۹ د پارلمان وکیلان لري.
انځور: Reuters/H. Hanschke شمالي کوریا بیا د پرلمان د استازو د شمیر پر اساس په دریم مقام کې دی. د دغه هیواد پارلمان ۶۸۷ وکیلان لري.
انځور: picture-alliance/AP Photo بریتانیا د پارلمان د وکیلانو د شمیر پر اساس څلورم ځای خپل کړی دی. د بریتانیا د پارلمان د وکیلانو شمیر ۶۵۰ تنو ته رسیږي.
انځور: imago/ZUMA Press ایټالیا بیا په دې ترڅ کې پنځم ځای لري. د ایټالیا د پارلمان د غړو شمیر ۶۳۰ دی.
انځور: Reuters/T. Gentile کیوبا هم د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې ګڼ شمیر وکیلان لري. د دغه هیواد د پارلمان د استازو شمیر ۶۰۵ تنه دی.
انځور: Imago/Agencia EFE/M. Vazquez ترکیه هم د هغو هیوادونو په ډله کې ده چې ستر پارلمان لري. د ترکیې د پارلمان د استازو شمیر ۵۹۶ دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/B. Ozbilici مصر هم د نړۍ د سترو پارلمانو په ډله کې ځای لري. د دغه هیواد د پارلمان د استازو شمیر هم ۵۹۶ تنه دی او په دې ترتیب سره په ۸ ځای کې قرار لري.
انځور: picture-alliance/dpa/A.Gomaa فرانسه هم د اروپايي ټولنې د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې ستر پارلمان لري. د دغه اروپايي هیواد د پارلمان د استازو شمیر ۵۷۶ دی.
انځور: Reuters/C. Platiau اندونیزا هم د نړۍ په کچه ستر پارلمان لري. د دغه هیواد د پارلمان د استازو شمیر ۵۶۰ دی.
انځور: picture-alliance/AP/Dita Alangkara ایتوپیا افریقايي هیواد هم د نړۍ د هغو هیوادونو په ډله کې راځي چې پارلمان یې ډیر شمیر استازي لري. د ایتوپیا پارلمان په مجموعي توګه ټول ۵۴۷ استازي لري.
انځور: DW/Y. Gebregziabher د نړۍ تر ټولو کوچنی پارلمان بیا د مکرونیژیا په نامه د هیواد دی. د دغه هیواد د پارلمان د استازو شمیر یوازې ۱۴ غړي دی. دغه معلومات په http://archive.ipu.org/wmn-e/classif.htm انترنتي پاڼه کې خپاره شوي دي.
انځور: DW