د نړۍ په گوټ گوټ کي لوی اختر ولمانځل سو
۱۳۹۰ آبان ۱۶, دوشنبهپه سعودي عربستان کي د اختر تر ټولو لويه اجتماع چي د ټولي نړۍ څخه شاوخوا ۳ميليونه مسلمانانو د حج د مراسمو د ترسره کولو له پاره راټول سوي ول وليدل سوه.
د عربي هيوادونو په شمول، افغانستان، د ختيځ او منځنۍ آسيا هيوادونو، چين، روسيې، افريقا او اروپايي هيوادونو کي اختر د يکشنبې « د ۲۰۱۱م کال د نومبر ۶مه» ولمانځل سو.
په پاکستان، بنګله ديش، هندوستان، انګلستان او امريکا کي اختر د دوشنبې يعني د نومبر د مياشتي پر ۷مه نېټه لمانځل کيږي.
د اختر لومړی لمونځ په مسلمان هيواد اندونيزيا کي ادا کړل سو، ځکه چي د نورو اسلامي هيوادونو په پرتله په دغه هيواد کي د نومبر د مياشتي پر شپږمه نېټه تر ټولو لومړی لمر را وختی.
د اندونيزيا ۸۰ سلنه وګړي مسلمانان دي. د نورو جنوبي آسيايي هيوادونو په پرتله په دغه هيواد کي ښځي لمونځ په جوماتونو کي تر سره کوي.
په افغانستان کي د لوی اختر لومړۍ ورځ د بغلان ولايت په يوه جومات کي ځانمرګي بريد په غم ولړله، خو د ټول هيواد په کچه بله کومه داسي ناوړه پيښه رامنځ ته نه سوه.
په ګاونډي هيواد پاکستان کي نن « دوشنبه» د اختر لومړۍ ورځ لمانځل کيږي. په روسيه کي چي مسلمانان پکښي ډير لږ دي هم خلکو د اختر لمونځ ادا کړ.
په المان کي هم شاوخوا څلور ميليونه مسلمانان اوسيږي او په دغه هيواد کي هم د يکشنبې په ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ ولمانځل سوه. په دغه هيواد کي ميشت زياتره مسلمانان ترک نژاده دي.
اژانسونه/ سيد رياض
کتونکی: نجيب الله زيارمل