د نژدې ختيځ د سولي د خبرواترو پروسه پيلېږي
۱۳۸۶ آذر ۲۱, چهارشنبهاعلان
د دواړو موخه داده چي د راتلونکي کال تر پايه پوري د نژدې ختيځ د کشالې لوی لوی خنډونه د منځه يوسي. په دې هکله دواړو اړخونو د نوومبر د مياشتي په پای کي د امريکا په اناپوليس نومي ښارکي د نژدې ختيځ د پاره جوړسوی کنفرانس کي روغه جوړه سره کړې وه.
د لانجې اصلي موضوګاني، د يوه نوی او خپلواکه فلسطيني هيواد او اسرايلو تر منځ پولي، د څلورمليونه کډوالو ځای پر ځای کول او د بيت المقدس حاکميت دي.