د نیجر په شمال کې د ښاروالۍ او د سره صلیب د خیریه سازمان چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې له دې پیښې یوازي شپږ کسان ژوندي پاتې شوي دي. د هغوی په وینا دغه پنځه نارینه او یوه ښځه توانیدلي دي چې د اچیګور تر ښاره پورې پیاده ځانونه ورسوي او وروسته بیا په دې ښار کې ژغورل شوي دي.
له غربي افریقايي هیوادونو څخه د اروپا پر لور د تښتېدونکو مهاجرو له پاره د نیجر لار ډیره مهمه ګڼل کیږي.
د مهاجرت نړیوال سازمان د شمیرو له مخې یوازي تیر کال د دې هیواد له لارې کابو ۳۳۰ زره مهاجر د لیبیا اړوند مدیتراني ساحلي سیمې ته رسیدلې دي.
د رواني می میاشتې په پیل کې د پنځو ماشومانو په ګډون اته تنه نور مهاجر هم په دې دښته کې مړه موندل شوي وو. دوی غوښتل چې له دې لاري ځانونه الجزاير او بیا اروپا ته ورسوي.
د یادولو وړ ده چې تیره میاشت ایټالیا او آلمان د لیبیا او نیجر پر پوله باندي د اروپايي ټولني د ماموریت د ځای پر ځای کولو غوښتنه وکړه، څو د مهاجرو د تګ او قاچاق مخه ونيسي.
ipj/rt (Reuters, AFP, AP, dpa)
زموږ له ارشيف څخه:
انساني قاچاق وړونکي، افريقايي انجوني او بدلمني
د دویچه ویله دوو خبریالانو جان فلپ شولز او آدریان کریش، په نایجیریا کې د انساني قاچاقبرانو په هکله پلټنې کړي. د قاچاقبرانو د تعقیبولو ترڅ کې د دوی سر تر ایټالیا پورې ورسید، خو د خاموشۍ له یو دیوال سره مخامخ شول.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzد دویچه ویله دوو تنو خبریالانو د انساني قاچابرانو پسې د لټون لړۍ له نایجیریا د ایدو ایالت څخه پیل کړ. دوی چې له هر چا سره لیدل د هغه یو نه یو خپلوان به ضرور په اروپا کې وو. په ایټالیا کې د بدلمنه ښځو دری پر څلورمه برخه د دغې سیمې نجوني دي. بې روزگارې له دغې سیمې څخه د مهاجرت اصلي لامل گڼل کیږي.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzنن بیبینا ایمناها، د څو کلونو راهیسې په ځانگړي توگه ځوانو نجونو ته خبردارې ورکوي چې اروپا ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي. ایمناها وایې: «ډیرې نجونې د درواغو ژمنو په جال کې بند پاتې کیږي. دوی ته ویل کیږي چې په کورونو کې به د خدمې یا ورته کارونه کوې، خو کله چې اروپا ته ورسیږي بیا نو دوی درواغ معلوم شي. له همدې امله ډیرې نجوني د مجرمو ډلو لاسو ته ولیږي.»
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzتر ډیرو هڅو وروسته یو قاچاقبر له دویچه ویله سره خبرو ته راضي شو. هغه وویل چې تر سلو ډیر خلک یې له نایجیریا څخه لیبیا ته رسولي دي. د هغه په خبره د «د ایدو خلک ډیر حریص دي او د ښې راتلونکي له پاره هر څه کولو ته تیار دي.»
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzدغه قاچاقبر چې ځان اسټیو معرفي کوي وایې چې له نایجیریا څخه تر لیبیا پورې له هر کس څخه ۶۰۰ ایرو اخلي. ډیرې پوهیږي چې له دښتې او صحرا له لارې لیبیا ته رسیدل څومره خطرناک دی. په دې ترڅ کې ډیر شمیر خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzد «اگادیز» دښته د دویچه ویله د خبریالانو راتلونکې منزل وو. د دوی په خبره دا ډیره خطرناکه سیمه ده. په دې دښته کې دغه خبریالان یوازې د وسله والو محافظینو سره سفر وکولې شو.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzهره دوشنبه تر لمر ولیدو وروسته د څو لاریو یوه قافله د اگادیز دښتې څخه د شمال پر لور روانیږي. په لیبیا کې د نا کراریو له امله انساني قاچاقبران بې له کوم ممانعت څخه دغه هیواد ته داخلیږي او د مدیترانې ساحل ته ځان رسوي.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzد مهاجرو شمیر مخ پر ډیریدو دی او نجونې باید کم عمره وي
د نایجیریا ډیرې نجونې د فحشا بانډونو په لاسو کې ولیږي. مدني فعاله لیزا بیرتینې وایې: «د شمیرو له مخې په ۲۰۱۴ کال کې تر ۱۰۰۰ ډیرې نایجیریایې نجوني او میرمنې د مدیترانې له لارې ایټالیا ته رسیدلي دي. په ۲۰۱۵ کال کې دا شمیر ۴۰۰۰ ته لوړ شو.» نوموړۍ زیاتوي چې کوښښ کیږي د نجونو عمر کم تر کم وښودل شي.
انځور: DWد نایجیریا د یوه دوست په مرسته دغه دواړه ژورنالستان د ایټالیا په شمال کې یو «مادام» ته ورسیدل. نایجیریا کې دلالې ته مادام ویل کیږي. په ایتالیا کې یوې نایجیریایۍ نجلې وویل: «مادام پر موږ تشدد وکړ او بدلمنې ته یې مجبوره کړو.»
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzکله چې د دویچه ویله خبریالانو پر مادام د لگول شوو مختلفو تورونو په هکله پوښتنې وکړې، نو هغې ومنله چې په کور کې یې ۶ نجونې موجودې دي. خو دا رد کړه چې دغه نجونې یې بدلمنې ته اړ ایستلي دي.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzد مونیکا اوشکوی په نوم یوې راحبې په دې برخه کې ایټالوي ادارې په نه پاملرنې تورنوي او انتقاد پرې کوي. نوموړۍ د تیرو ۸ کلونو راهیسې بدلمنۍ ته اړ ایستل شوو نجونو په برخه کې کار کوي. نوموړی زیاتوي چې سړي غواړي په ډیرو کمو پیسو خپل جنسي خواهش پوره کړي، چې دا کار په ایټالیا کې له نایجیریایې ښځو سره د ۱۰ ایرو په بدل کې کولې شي.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholz