د نیویارک پولیسو ویلي دي چې دوی د هغه وسله والځوان په لټه کې دي، چې تیره ورځ یې د ټرین تمځای په یوه کتار کې پر عامه وګړو ډزې وکړې او په نتیجه کې یو کس ووژل شوو او څو نور ټپیان شول.
د نیویارک ښار پولیسو د پېښې ځای ته نږدې په یو خبري کنفرانس کې ویلي دي، چې دغه ځوان له خپلو همزولو سره د خبرو پر مهال له بحث وروسته ناڅاپه توپانچه را ویستلې او پر خلکو یې ډزې کړې دي.
دوی ویلي دي چې تورن کس له ډزو کولو وروسته تښتېدلی او ځایي پولیس د ټرین تمځای د مشرانو په همکارۍ د دغه تورن کس په لټه کې دي.
امريکا متحده ايالات
موږ په دې اړه نور څومره پوهیږو؟
پولیسو ویلي دي چې لومړی ډزې په اورګاډي کې دننه شوي، خو ټول شپږ ویشتل شوي کسان له اورګاډي بهر په کتار کې وو.
په ډزو کې یو ۳۴ کلن سړی وژل شوی او پنځه نور روغتون ته وړل شوي دي، چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی. د ټپیانوعمرونه له ۱۴ څخه تر ۷۱ کلونو پورې دي، چې څلور یې نارینه او دوې مېرمنې دي.
د نیویارک ښار د پولیسو څانګې د عامه معلوماتو له پاره مرستیال کمیشنر طارق شیفر وویل: «موږ غواړو بریدګر ته ووایو چې تاسو د نیویارک ښار د پولیسو ریاست له خوا خورا مطلوب یاست ځکه چې د نړۍ ترټولو لوی امنیتي ځواک ستاسو په لټه کې دي.»
د نیویارک ښار ښاروال ایرک ایډمز چې د پولیسو پخوانی مشر هم و، د مسافرینو د خوندیتوب ډاډ ورکړی او ویلي دي چې په ټولو ټرین تمځایونو کې به د پولیسو شمیر ډیر شي.
د لاس ویګاس پیښه: تر اوسه څه معلوم شوي
په لاس ویګلاس کې د یوه کنسرت پر مهال ډزې شوې دي چې له کبله یې لوړه مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده. د وژل شویو کسانو په ډله کې پخپله بریدکوونکی هم شامل دی. پولیسو اوس د پیښې سیمه کلا بند کړې ده.
انځور: Reuters/Las Vegas Sun/S. Marcusپولیس وایي چې په لاس ویګاس کې د ډزو له کبله لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي او په سونو تنه نور بیا ټپیان دي. پولیسو ته مندالي بې کازینو ته نزدې د یوه برید کوونکي په اړه خبر ورکړل شوی وو.
انځور: picture-alliance/AP Photo/John Locherخلک د کنسرت له سیمې د تیښتې په حال کې
د لاس ویګاس پولیسو له خلکو څخه وغوښتل چې له سیمې وتښتې او یا خو هلته هیڅ ولاړ نه شي. پولیسو همداراز سیمې ته رسیدونکي واټونه هم تړلي ول. پولیسو ویلي دي چې له سیمې څخه یې اتوماتې وسلې ډزې اوریدلې دي.
انځور: Getty Images/D. Beckerډیری کسان ټپیان دي، د مړو شمیر ډیر لوړ شوی
د لاس ویګاس د پولیسو مشر جو لمباردو، خبریالانو ته وویل چې د وژل شویو کسانو شمیر لږ تر لږه ۵۰ دي. هغه وویل چې له ۲۰۰ څخه ډیر کسان ټپیان شوي هم دي.
انځور: picture-alliance/AP/Las Vegas Review-Journal/E. Verduzcoلومباردو ویلي دي چې ډزې کوونکي د مندالي بې هوټل د دریم منزل د یوې خونې له کړکۍ څخه د کنسرت پر لیدونکو باندې ډزې پیل کړې دي. پولیسو بیا وروسته په همدې سیمه کې برید کوونکی وواژه. برید کوونکي د یوه ځايي اوسیدونکي په توګه معرفي شوی دی خو نوم یې لا نه دی ښوول شوی.
انځور: Getty Images/D. Beckerپه داسې حال کې چې پولیس وایي په دې باور دي چې برید کوونکي په یوازې سر عمل کړی وو، خو لومباردو روښانه کړې ده چې اوس چارواکي د بریدګر د هم اطاقي په لټه کې دي چې ورڅخه پوښتنې وکړي. پولیس همداراز د برید کوونکي دوه موټره هم لټوي.
انځور: Reuters/Las Vegas Sun/S. Marcusډیر شمیر پولیس چې په کار کې نه وو، هم د کنسرت په لیدونکو کې شامل وو. د هغوی له ډلې څخه دوه تنه یې وژل شوي دي. د پیښې پر مهال سندرغاړي جیسن الدیان، سندرې ویلي. هغه پر خپله ټولنیزه پاټه لیکلي دي چې د قربانیان په فکر دی او دغه پیښه کې یې ډیره ویروونکې بللې ده.
انځور: Getty Images/E. Millerد امریکا په تاریخ کې تر ټولو وژونکې د ډزو پیښه
له۵۰ څخه زیاتو قربانیانو سره، د لاس ویګاس پیښه د امریکا متحده ایالاتو په تاریخ کې تر ټولو وژونکې د ډزې پیښه ده.
انځور: Reuters/Las Vegas Sun/S. Marcus