1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نیو مکسیکو: په څلورو قتلونو کې د افغان پلار او زوی ښکيلتيا

۱۴۰۱ مرداد ۲۵, سه‌شنبه

د نیو مکسیکو پولیس په دې باور دي چې د څلورو مسلمانانو پر وژنه د تورن کس زوی هم په قتلونو کې رول لرلی دی. پولیس وايي تورن له افغانستان څخه دی او دا چې پنځه کاله په امریکا کې اوسېدلی دی.

New Mexico Albuquerque | Altaf Hussain weint über dem Grab seines Bruders Aftab Hussein
انځور: Albuquerque Journal/Zumapress/picture alliance

د امریکا د نیومکسیکو په لوی ښار کې د څلورو مسلمانانو وژنه، په دغه ښار کې د مسلمانانو ټولنې ته سخت ټکان ورکړی دی. له دغو څلورو قتلونو څخه یو ېې د تیر کال په نومبر او درې نور په دې وروستیو کې شوي دي. ويل شوي چې دغه قتلونه د نیو مکسیکو په البوکرکي سیمه کې شوي دي. پولیسو تیره اوونۍ، د افغانستان اصلي اوسیدونکی ۵۱ کلن محمد سعید په دوو قتلونو تورن او له څلور واړو قتلونو سره تړاو لرونکی وګاڼه. د قتلونو لامل کرکه او خپلمنځۍ اختلافات ښودل شوي چې په احتمال سره مذهبي ريښه لري. په خټه افغان دغه کس پولیسو نیولی دی.

د رويټرز د يو تازه رپوټ په حواله، د محمد سعید زوی، شاهین سعید باندې هم شک دی چې په دغو قتلونو کې ېې رول درلودلی دی. د فدرالي څارنوالۍ د یوې دوسېې پر اساس، د ګرځنده ټيلفون معلومات ښيي چې ۲۱ کلن شاهین سعید، د اګست په ۵مه د البوکرکي سېمې په عین «عمومي ساحه» کې موجود وو چېرته چې د هغه پلار، ۲۵ کلن نعیم حسین وواژه. د نعیم حسین په هکله ويل شوي چې د لاريو د خرڅلاو کاروبار ېې درلود. د امریکا یادې څارنوالۍ د دوشنبې ورځې په جلسه کې سعيد له ضمانت څخه بې برخې کړ خو د هغه مدافع وکيل، جان اندرسن وويل چې دغه تورونه «په شدت نازک او اټکلي دي.»

شاهین سعید تېره اوونۍ د فدرال د ګرمو وسلو ته د ناسم آدرس د برابرولو په تور ونيول شو.

په دوسیه کې زیاته شوې چې «د قانون اجرا کونکو مامورينو هم په وروستیو کې داسې شواهد کشف کړي چې له دغو قتلونو سره د مدعي عليه شاهین سعید رابطه ښيي.»

شاهین سعید تېره اوونۍ د فدرال د ګرمو وسلو برابرلو ته د ناسم آدرس د برابرولو په تور ونيول شو انځور: Adolphe Pierre-Louis/Albuquerque Journal/Zumapress//picture alliance

مامورين په دې باور دی چې شاهین سعيد د اګست په پنځمه نعیم حسین ليدلی وو چې د دوو نورو وژل شوو مسلمانانو د فاتحې له مراسمو څخه وځي. هغه شاهین د موټرو تر تمځایه تعقیب کړی وو، چېرته چې هغه په ډوز وژل شوی وو.

د نیو مکسیکو پولیس:‌ د څلورو مسلمانانو د وژنې په تور یو افغان نیول شوی

امتیاز حسین وايي هغه په دې باور دی چې د اګست په لومړۍ نيټه د هغه د ورور محمد افضل حسین په قتل کې لږ تر لږه دوه کسان ښکيل دي. د امتياز او د پولیسو د معلوماتو له مخې د افضل حسین په وژنه کې له ېوې تومانچې او يوه ټوپک څخه استفاده شوې او په شاوخوا ۱۵ تر ۲۰ ثانيو کې ۱۵ ډزې شوي دي. زیاته شوې چې افضل حسین د ښاري پلان جوړونې مدیر وو.

امتياز وايي د «یو مشکوک کس له پاره دا سخته ده چې په یوه لنډه زماني فاصله کې له دوو وسلو استفاده وکړي.»

محمد سعيد چې يو افغان مهاجر دی د افضل حسين او ۴۱ کلن آفتاب حسین پر وژنه تورن دی. افضل حسین له پاکستان څخه وو او د آفتاب حسین چې د ېوې کافي منيجر وو، پاکستان او افغانستان سره ېې تعلقات درلودل. څلورم وژل شوی کس د یوه سوپرمارکيت مالک، ۶۲ کلن محمد احمدي وو چې تر دې مخکې د ۲۰۲۱م کال د نومبر په ۷مه وژل شوي وو.

پولیسو ويلي دي چې دوی د نعیم حسین او د احمدي قتلونو پر قضیو له څارنوالۍ سره په ګډه کوي. تر دې مخکې په رپوټونو کې ويل شوي وو چې تورن محمد سعید له افغانستان څخه دی او پنځه کاله په امریکا کې اوسیدلی دی. د امریکا په نیو مکسیکو کې د مسلمانانو پر دغو قتلونو نه یوازې د دغه ځای د مسلمانانو ټولنې ته شوک ورکړی، بلکې د امريکا ولسمشر جو بایدن هم ورباندې غبرګون ښودلی وو. هغه ويلي وو چې په امریکا کې دا ډول قتلونو له پاره ځای نه شته.

آ/م.ک.ص./ا.خ.ح. 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب