په ګوندي ټاکنو کې سندرس او ترامپ مخکښ دي
۱۳۹۴ بهمن ۲۱, چهارشنبهسناتور بیرني سندرس او میلیارد دونالد ترمپ، له خپلو نورو سیالانو څخه په نیو همپشر ایالات کې ټاکني په اسانۍ سره وګټلې. د امریکا متحدو ایالاتو د ټاکنیز سیستم له مخې، لومړی د دې هیواد دوه لوی ګوندونه جمهوري غوښتونکې او دیموکراتان په خپل منځ کې ټاکنې کوي، څو د ولسمشري له پاره خپل د ګوند کاندي وټاکي.
د دیموکراتانو په منځ کې سناتور برني سندرس له ډیر توپیر سره له خپلې سیالي هیلري کلنتن څخه ټاکني وګټلې. د جمهوري غوښتونکو په ډله کې بیا دونالد ترمپ وتوانید چې له ټولو رايو څخه د ۳۳ سلنه په ترلاسه کولو سره له خپلو نورو سیالانو مخکې شي.
د جمهوري غوښتونکو په ډله کې په نیو هامپشر ایالت کې د دویم ځای پر سر سیالي ډیره نزدې وه. خو د هغه څه چې تمه یې کیده پر خلاف د اوهایو ګورنر جان کیسیش، تر ترمپ وروسته په دویم ځای کې راغلی دی.
تر دې مخکې سناتور تید کروز په ای وا ایالت کې د جمهوري غوښتونکو په منځ کې مخکښ وو او د دیموکراتانو په منځ کې بیا هیلري کلنتن له ډیر لږ توپیر سره له سناتور سندرس ټاکني ګټلي وې.
ترمپ تر خپلې بریا وروسته، وویل: «موږ به امریکا متحد ایالات یووار بیا تر ټولو ښه کړو.»
کله چې هیلري کلنتن د لومړي ځل له پاره په روانو ټاکنو کې ځان ونوموه نو داسې ویل کیدل چې هغه به په اسانۍ سره د خپل ګوند ټاکني وګټي خو داسې ښکاري چې سناتور سندرس ورځ تر بلې د دیموکراتانو په منځ کې خپل محبوبیت ډیروي. د نیو همپشر له ټاکنو وروسته ښايي کلنتن په نورو ایالتونو کې لا ډیر کار ته اړتیا ولري.