لکه څنگه چې ددغه هیواد د پارلمان ویاند خبر ورکړ، له دغه خبر لږ وروسته، مظاهره کوونکو په پلازمینه کتمندو کې د پارلمان پر ودانۍ یرغل وروړ او هغه ته یې اور واچوه. په نیپال کې د جمعې په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د سپټمبر ۵مه) ډیری آنلایني شبکې لکه فیسبوک ، یوتیوب او ایکس د مؤقت وخت له پاره وتړل سوې.
په کتمندو او نورو ښارونو کې د دوشنبې په ورځ د مظاهرو په ترڅ کې په زرونو مظاهره کوونکو ددغه بندیز د لیري کیدو غوښتنه کوله. پولیسو د مظاهره کوونکو په وړاندې له اوښکې بهوونکي گاز څخه کار واخیست. لږترلږه ۱۹ انسانان ووژل سول. د عیني شاهدانو او د فرانسوي خبري آژانس AFP د خبریالانو په حواله، چارواکو د نورو ترڅنگ له اوښکي بهوونکي گاز، اوبو پاشلو وسیلو او همدارنگه له وسلې څخه کار واخیست.
حکومتي مشر، کي پي شرما اولي د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې هغه خپله دنده پریښودله «ترڅو وکولای سي د یوې سیاسي حللارې او ستونزو د هوارولو له پاره تدابیر تر لاس لاندي ونیول سي.» اولي د سه شنبې په شپه د مړیني د پیښو د څېړلو امر ورکړ. سربیره پردې د آنلایني خدماتو بندیز هم لیري کړای سو. لکه څنگه چې یوه عکاس د فرانسې خبري آژانس ته رپوټ ورکړی ، د پلازمینې کتمندو په مرکز کې مظاهره کوونکو پر تگ راتگ باندې بندیز سره سره، د سه شنبه په ورځ خپلو مظاهرو ته ادامه ورکړه.
مظاهره کوونکي همدارنگه په کتمندو کې د پارلمان ودانۍ ته روان سول. د پارلمان ویاند، اکرام جیري د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې «په سلونو انسانانو د پارلمان پر ودانۍ یرغل وروړ او هغه ته یې اور واچوه.» همدارنگه د رسنیو د رپوټونو له مخې، د اولي پر کور هم یرغل سوی او هغه ته اور اچول سوی دی. لکه څنگه چې د فرانسې د خبري آژانس یوه عکاس او ځايي رسنیو رپوټ ورکړی دی، سربیره پردې پر حکومتي ودانیو هم یرغل سوی دی.
اولي د ۲۰۲۴ م کال په جولای کې د څلورم ځل له پاره د همالیا په دغه هیواد کې د حکومت د مشر په توگه وټاکل سو. د نیپال د کمونیستي گوند نوموړی ۷۳ کلن مشر، په ۲۰۱۵ م کال کې دغه دنده پرغاړه اخېستې وه. په نیپال کې د هغه حکومت د سیاسي بې ثباتۍ، فساد او د کرار اقتصادي پرمختگ له امله له مخ په زیاتیدونکې نارضایتۍ سره لاس او گریوان ؤ.
د نړۍ تر ټولو ککړ ښار
د نیپال پلازمېنه کتمندو، په نړۍ کي پرنفوسه او ککړ ښار بلل کیږي. له همدې کبله یی اوسیدونکي له روغتیایی عواقبو سره مبارزه کوي.
انځور: Marco Panzetti
له نن سره د پخوانیو وختونو مقایسه
د پخوانیو وختونو تر انځور لاندي، د کتمندو په لویدیځ کي د بودایانو د زیارت کولو مقدس ځای، د سوایامبونات معبد ته یوه کتنه. دغه عکسونه په ۱۹۶۷ او ۱۹۱۸ کلونو کی اخیستل سوي دي. پر مځکه باندي ډیري ودانۍ جوړي سوي دي. د ډیرو گازونو له امله غرونه نه لیدل کیږي. د چاپیریال ساتنی په اړه د ۲۰۱۸م کال په فهرست کی چی ۱۸۰ هیوادونه پکښي شامل ول، د نیپال هوا تر ټولو ککړه وه.
انځور: Marco Panzetti
د موټرانو ښار
د نیپال پلازمېنې د غره په لمن کي پرته ده او شاوخوا غرونه يې په دوړو او گازونو کي پټ دي. ددغو گازونو ډیره برخه له ویجاړو سړکونو څخه، راپورته سوو دوړو څخه جوړ سوي دي. د ښار په شاوخوا کي د خښتو د پخولو ځایونه هم د هوا په ککړتیا کي نقش لري، خو اصلي علت يې د ډیرو موټروانو گازونه دي.
انځور: Marco Panzetti
د ماسکونو اغوستل
په کتمندو کي د موټرانو شمیر هرکال ۱۴ سلنه زیاتیږي او په دې ډول درې برابره له نفوسو څخه زیات دي. کله کله د ترانسپورت گڼه گوڼه ډیره وي، نو لارویان باید له احتیاطه کار واخلي. د هغوی ږغونه د زغم وړ نه دي. د گازونو له امله اوښکي رابهیږي او تنفس کول هم سخت وي.
انځور: Marco Panzetti
زهرجنه هوا
د هوا ککړتیا اوسیدونکو ته روغتیايي ستونزي راپیدا کړي. د مثال په ډول سردردي او د سږو ناروغي.۶۳ کلن نارایان دهال وايي: «کله چي د کتمندو په ښار کي روان یم نو له دوړو او گازونو څخه د ساتنی له پاره باید له ماسک څخه استفاده وکړم.»
انځور: Marco Panzetti
په بشپړ ډول ساتنه نه کیږي
په کتمندو کي تر دوو ورځو چکر وهلو وروسته دغه ماسک هم په بشپړ ډول ککړ سوی وي. په هغه کي راټول سوی گاز ناروغۍ رامنځته کوي او په هوا کي له کوچنیو ذراتو څخه ساتنه نه کوي. هغوی سږو ته داخلیږي او کیدای سي د زړه، تنفسي او حتی سرطان د ناروغۍ سبب سي.
انځور: Marco Panzetti
په گازونو ککړ سږي
په کتمندو کی بیا زیاتره کسان د ماسکونو استعمال هم گټور نه بولي. د دغه ځوان سړي له پاره هم چي د سړک پر غاړه قندی پشمک خرڅوي، دغه ډول گازونو او ککړي هوا د هغه ورځنی کار په خطرناک ډول اغیزمن کړی.
انځور: Marco Panzetti
نوي عصر ته د ښار بدلون
نیمه پیړۍ مخکي لا د نیپال په پلازمېنه کي یو څو سوه زره انسانان اوسیدل. نن ورځ په دغه متروپولي ښار کي د هغوی شمیر ۳ میلیونو ته رسیدلی. پرته له سم ښاري پلان څخه د زیربنايي چارو پرمختگ له کنترواله وتلی دی. د کتمندو مهمه توریستي سیمه کانتیپات نور په گازونو کي ډوبه ده.
انځور: Marco Panzetti
د تازه هوا تنفس
یوه ښځه د کار د تفریح پر وخت، کله چي له لوړه څخه ښار ته گوري نو خپلی غاړي تازه کوي. له هغه راهیسي چي په نیټال کي د ۲۰۱۵م کال په اپریل کي د سختي زلزلې له امله ۹۰۰۰ انسانان ووژل سول، په کتمندو کي ډیر نوي کورونه جوړیږي. ځیني په دې هیله دي چي په نوو کورونو کي به پاک داشونه نصب سي، خو بیا هم د هوا ککړتیا په دغه ځای کي یوه ستره ستونزه ده.
انځور: Marco Panzetti
هغه وخت چی ښار پاک وو
۲۹ کلن بودايي راهب، پاسانگ تونگلو وايي «زه په کوچنیوالي کي کتمندو ته راغلی یم او هغه وخت هوا دومره ککړه نه وه. خو کله چی په ۲۰۱۵م کال کي بیرته راستون سوم نو سړي نه سوای کولای دلته تنفس وکړي. زلزلې دغه حالت نور هم خراب کړ او اوس د نوو کورونو جوړول ډیري دوړي راپورته کوي».
انځور: Marco Panzetti
ککړي طلایی مجسمې
حتی مجسمې هم ډاډمني نه دي. په کتمندو کي د لاسي کارونو په نندارتون کي د تارا په نامه الاهې مجسمې مخ په کاغذ پیچل سوی دی. په دې ډول باید له دې څخه مخه ونیول سي چي دوړي او گازات د هغې د مخ کوچنۍ برخې تخریب نه کړي.