د هالنډ اکثريت غواړي چې د دوی عسکر بايد له افغانستان څخه ووزي
۱۳۸۷ اردیبهشت ۲, دوشنبهاعلان
دا د هغه ټولپوښتنو پايله ده، چې د هالنډ يوې انټرنيټي پاڼې کړې او ١١٠٠٠کسانو برخه پکې اخيستې ده.
له بله پلوه %٢٥ برخې هالنډيان بيا په افغانستان کې له نړيوالو صلح ساتونکو ځواکونو ISAF او ناتو سره خپل موجوديت ته، د مرگ ژوبلې سره اړوند نه ورکوي.
اوس اوس د افغانستان په جنوبي ولايت ارزگان کې ١٦٠٠ هالنډي عسکر د ناتو تر قومانده لاندې پراته دي. هالنډ پرېکړه کړېده چې د ٢٠١٠ م کال د آگست تر مياشتې پورې به په افغانستان کې پاتې کيږي. تر اوسه پورې د دوې د وژل شوو عسکرو شمېر ١٦ تنو ته رسېدلی، چې نيمايي برخه په نظامي عملياتو کې له منځه تللي دي.