د هالنډ د هدیرو د اتحادیې (LOB ) ویاند، ویم وان میدؤد هم وايي، چي د مسلمانانو له پاره د يوې هدیرې د جوړیدو ډیر ضرورت احساسیږي. د ده په حواله »ډیر نسلونه موجود دي، چي دلته زیږیدلي دي او ځانونه هالنډیان احساسوي. دا ددې هیله هم تقویه کوي، چي دلته ښخ سي.«
خو بیبین تر اوسه پوري د هدیرې جوړلو له پاره لازمو۴۱۰۰۰۰ یورو تقریبأ نیمايي راټولي کړي دي. دغه بنسټ د خارج څخه پیسې نه اخلي، ځکه نه یې سي معلومولای، چي دغه پیسې د کوم ځای څخه راځي. خو امرینو د هدیرې له پاره مځکه پیدا کړې ده. په هالنډ کي تقریبأ ۸۵۰۰۰۰ مسلمانان ژوند کوي.
د داسي یوې هدیرې د جوړیدو ضرورت هم ځکه موجود دی، چي په هالنډ کي د ښخولو حق د لسو څخه تر ۳۰ کالو پوري موجود دی. په داسي حال کي چي په اسلام کي سړی باید په قبر کي دایمي ارامي ولري. په همدې خاطر ډیر مسلمانان غواړي، چي په خپلو اصلي ټاټوبو، لکه ترکیې یا مراکش کي ښخ سي.
که مسلمانان په نورو هدیرو کي ښخ سي، نو ورباندي د قبر اخیستلو پیسې هم راځي. د «د فولکس کرنت» په نامه ورځپاڼي په حواله په هالنډ کي د یوه دایمي قبر قیمت تقریبأ ۸۰۰۰ یورو دی. د بیبین رئیس، امیرنو غواړي په هالینډ کي هم د مسلمانانو له پاره دا کار اسانه کړي او د یوه قبر فیس حداکثر تر۳۰۰۰ یورو لوړ نه سي.
له مړو سره ژوند
د فلېپين په پلازمېنه منيلا کې د کورونو کرايه د ښار د ډېرو بې وزلو کورنيو په وسه نه ده. له همدې وجې تقريباً ۶۰۰۰ انسانان د ښار په يوه هدیره کې ژوند کوي. انځورونه او معلومات.
انځور: Claudio Sieber
د بې وزلو وروستۍ سرپناه
په منيلا کې له ۱۹۵۰مې لسیزي راهيسې خلک په هديرو او زيارتونو کې ژوند کوي. زياتره یې دومره عايد نه لري چې د کور کرايه ورکړي. له همدې امله یې ځيني د خپلو خپلوانو د قبرونو ترڅنگ اوسي. نور بيا د پرديو مقبرو ترڅنگ اوسي او په بدل کې يې د قبرونو ساتنه او ترميم پر غاړه اخلي.
ادوين اوروکی مخکې په سعودي عربستان کې آشپز وو. فلېپين ته تر سنيدو وروسته هغه په يوه ترافيکي پيښه کي ټپي شو. دی اوس کار نه شي کولی او له ۲۰۰۵م کال راهيسې په هدیرې کې په دې تمه اوسي چې خدای او د ده کورنۍ به یې دلته نه هيروي او يوه ورځ به له دې ځایه ووځي.
انځور: Claudio Sieber
له کورنۍ سره ډوډۍ
نن د ماښام له پاره د «ابودو» په نوم دودیز خواړه چې له کبانو تياريږي، پاخه شوي دي. ریچارد د خپلې شپږ کسيزه کورنۍ له پاره چې دلته په يوه زيارت کې اوسي، دا خواړه چمتو کړي دي. ريچارد د ورځې د «جيپني» په نوم يو ډول مني بس چلوي. دا چې نوموړی به نور څومره دا دنده ولري، معلومه نه ده، ځکه د فلېپين حکومت غواړي دغه مني بسونه نور له ښاره ټول کړي.