د هايتي زلزلې مرګژوبله اړولې
۱۳۹۷ مهر ۱۵, یکشنبهيوې سختې زلزلې د رسنيو د راپورونو په حواله د دغه هېواد په شمال کې لږ تر لږه يولس تنه وژلي دي. دغه خبر د «رېزو نود نيوز» په نوم انترنېټي پاڼې د چارواکو په استناد ورکړی دی. داسې هم ويل شوي دي چې ډېر شمېر کسان ژوبل شوي دي. تر دې مخکې د «لوپ هايتي» په نوم انترنېټي رسنۍ په هايتي کې د لومړنيو وژل شوو کسانو په اړه خبرونه خپاره کړي ول.
د پورت او پرنس ښار زيانمن شوی نه دی
د متحده آيالاتو د زلزلو د اندازه ګيرۍ د مرکز «يو اس جي اس» په حواله د ۵،۹ په مقدار د دغې زلزلې مرکز له پورت او پرنس ښار څخه شل کيلومتره شمال لويديځ لوري ته پروت وو.
د رسنيو د لومړنيو راپورونو له مخې د هېواد په شمال کې ډېرې ودانۍ نړېدلي يا زيانمنې شوې دي. د پلېسنس دو نورد ښار کې د يوې کاتوليکي کليسا مخکينۍ برخه نړېدلې ده. زلزله په پلازمېنه پورت او پرنس کې هم محسوس کېدله، خو کومه ويجاړي يې هلته نه ده اړولې.
دغه غريب هیواد په ۲۰۱۰ کال کې هم يوې سختې زلزلې لړزولی وو. څه باندې ۲۲۰ زره کسان پکې مړه شوي ول. تقريبا ۱،۲ ميليونه هايتييان بې کوره هم شول چې يوه برخه يې تر اوسه لا په ساده بېړنيو کوډلو کې اوسيږي. د دغه هېواد اقتصادي او سياسي وضعيت هم ترينګلی ښودل کيږي.