د هرات د سیمنټو فابریکه فعالیږي
۱۳۹۶ فروردین ۱۲, شنبهد هرات د سیمنټو فابریکه فعالیږي
چارواکي د هرات د سیمنټو فابریکي د فعالولو له پاره د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د لیوالتیا خبر ورکړی. ټاکل شوی ده چې د دغې نا بشپړې شوې لویې اقتصادي پروژې کارونه تر راتلونکو دوو میاشتو پورې پیل شي.
د سمنټو د تولید دغه فابریکه د هرات ښار په سویل لویدیځ ۳۰ کیلومترۍ کې د زندجان په ولسوالۍ کې موقعیت لري / عکاس او لیکوال: شعیب تنها شکران
د دغې پروژې تړون د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال په ۱۳۵۵ ه ش کال د هغه وخت د چکسواکیا له حکومت سره لاسلیک شوی وو، خو د نظام له بدلیدو او جګړو د پيل له امله یې کارونه ناتمامه پاتې شول.
د چارواکو په خبره د دغې فابریکې د کار تر بشپړیدو وروسته به هر ورځ ۳۰۰۰ ټنه سیمنټ تولید او د وخت په تیریدو سره به یې تولیدات دوه برابره زیات شي.
د چارواکو په خبره د دغې پروژې د بیا رغونې د چارو ۴۹ سلنه مصارف د چک جمهوریت دوه خصوصي شرکتونه په غاړه اخلي او پاتې ۵۱ سلنه برخه یې د افغان پانګوالو له خوا تمویلیږي.
په سوداګریزو چارو کې د ولسمشر سلاکار سیروس علاف، وای چې تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به له کورني او بهرني پانګوالو سره د دغې پروژې د تفاهمنامې مواد نهایې او وروسته تر هغې به یې کار پیل شي.
د دغې پروژې د بیارغونې د کارونو د چټکتیا په موخه د مدیریت، حقوقي مسایلو او تخنیک په برخو کې دری ځانګړي کمیسونونه تشکیل شوي دي.
چارواکي وایې چې د دغې پروژې تر بشپړیدو وروسته به تر ۲۵۰۰ تنو په مستقیم او تر ۳۰ زرو پورې نور کسان په غیر مستقیم ډول کار پیدا کړي.
د هرات والي محمد آصف رحیمي دغه پروژه د هیواد د اقتصاد د پیاوړتیا له پاره اغیزمنه ووبلله او ویې ویل چې افغانستان د ګاونډیو له پاره یو ښه بازار دی. هغه زیاته کړه چې یوازې له ایران څخه په کال کې له ۲۵۰ څخه تر ۳۰۰۰ ټنه پورې سیمنټ د هرات بازار ته داخلیږي.
د هرات والي د ګاونډیانو له خوا د دغې پروژۍ د بشپړیدو د مخنيوي احتمال ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې ښه مدیریت او د سیمنټو کیفیت ته پاملرنه کولی شي ښه او سالم رقابت ته لاره هواره کړي.
د هرات د معادن او پطرولیم ریاست سرپرست محمد نبي زکا، وویل چې د تیرو دریو لسیزو جګړو او مسئولینو د کم توجهۍ له امله د دغې کارخانې ټول تجهیزات غلا شوي دي.
د هرات او سیدونکي د دغې پروژې پیلدو ته ډیر خوشحاله دي او وایې چې له دې لارې په په زرګونو ځوانانو ته د کار زمینه مساعده شي چې دا کار د سولې د تامین په برخه کې هم اغیزمن ثابتیدلی شي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (09.01.2017):
په کونړ کي د نښترو ځنگلونه او فابريکې په انځورونو کي
د کونړ ولايت چارواکي وايي چي په دغه ولايت کي د ځنگلونو په وهلو بيا پيل سوی دئ. دا له هغه وروسته چي د وزيرانو شورا له دغه ولايته د پخو موادو د ايستلو پرېکړه کړې وه. د کونړ د نښترو ځنکلونه او فابريکې په انځورونو کي.
د ناړۍ ولسوالۍ د چره ګل د نښترو او څېړۍ ځنګل.
د شیګل ولسوالۍ د لاحسین د سیمي د څېړۍ او نښترو ځنګل، چې د قومي تړو او ناغو پر اساس ساتل شوی.
دشیګل ولسوالۍ د لاحسین د نښترو ځنګل.
دا د ناړۍ ولسوالۍ د یوه پري شوي ځنګل انځور دی.
د ماڼوګي ولسوالۍ د ننګلام تنګي په سیمه کې پرې شوي نښتر د خرو او کچرو په وسیله لېږدول کېږي.
دا د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ د باډېل درې د نښترو وهل شوی ځنګل دی.
دا په۱۳۹۰ل کال کې د لرګیو د خامه موادو د انتقال لومړۍ پروسه وه، چې دغه په لرګیو بار لارۍ موټر په مرکز اسداباد کې لېږد ته چمتو شوی.
دا د مرکز اسداباد د نجارۍ فابریکې کاریګر دي، چې د ډبل بید له پاره په لرګي کي ګلکاري کوي.
د کونړ په مرکز اسداباد کې د نښترو له لرګي یوه جوړه شوې المارۍ په مخصوصو تیلو پالش کوي.
په مرکز اسداباد کې د نجارۍ د یوې فابریکې کاریګر د نښترو له لرګي المارۍ جوړوي.
په مرکز اسداباد کې د نجارۍ یوه فابریکه کې یو کاریګر د نښترو لرګي د فرنیچر جوړولو له پاره اره کوي.
د کونړ په مرکز اسداباد کې د نجارۍ په یوه فابریکه له نښترو جوړ شوي فرنیچر.