1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هرات زلزله ځپلو ته اروپايي اتحادیې مرستندويه توکي استولي

۱۴۰۲ آبان ۸, دوشنبه

اروپايي اتحادیې تر ۹۲ ټنو ډېر مرستندويه توکي د هرات زلزله ځپلو ته استولي دي. دا توکي د هوا لارې انتقال شوي دي.

آرشيف انځور: په هرات کې زلزله ځپله کورنۍ
آرشيف انځور: په هرات کې زلزله ځپله کورنۍانځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

د اروپايي ټولنې کمیسيون په بروکسل کې وويل چې په مرستندويه توکو بار يوه الوتکه د دوشنبې په ورځ په هرات کې کښته شوې ده. د افغانستان دغه ولايت د اکتوبر میاشتې په پېل کې څو پرله پسې زلزلو ولړزاوه.

اروپايي اتحادیې له همدې کبله له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه په اصطلاح د بشري مرستو يو هوايي پُل رامنځته کړ.

د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د اروپايي کميسيون اړوند کمیسار يانس لېناچچ، وويل چې اروپايي اتحاديه له افغان ولس سره د مرستې کلک هوډ لري.

د نوموړي په حواله د دې مرستندويه توکو زياتره برخه کمپلې، خيمې او داسې نور توکي جوړوي چې په ژمي کې ورته اړتیا وي او دا د اروپايي اتحاديې په مالي لګښت برابر شوي دي. د روغتيا نړيوال سازمان هم په دې نوښت کې د درملو د ورکړې له لارې برخه اخيستې ده.

د کميسیون له خوا همدا راز زياته شوې ده چې د خوړو نړيوال سازمان بيا د خوراکي توکو د مرستې سره په دې نوښت کې شريک شوی دی.

زیاته شوې چې هرات او کابل ته به ډېر ژر د مرستندويه توکو دويم او دريم پرواز هم ترسره شي.

په هرات کې د يوې زوروې او بيا په پرله پسې توګه ترسره کیدونکو زلزلو له کبله څه نا څه ۲۵۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او په دغه لویدیځ ولایت کې په سونو کورنۍ بې سرپناه شوې وې. د يونيسف په حواله د زلزلې تر ۹۰ سلنه ډېر قربانيان ښځې او ماشومان دي. خو طالبان بیا د مړو شمیر تر زرو زیات یادوي.

افغانستان دمګړۍ له ناوړه بشري وضعيت سره لاس او ګريوان دی. ملګرو ملتونو لا د زلزلې د مخه شکایت کړی وو چې د دغه هېواد سره د مرستې پروګرام د بودجې له شديد کسر سره مخامخ دی.

اروپايي اتحادیې په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د مرستې له پاره د بشري مرستو يو پروګرام تصويب کړی وو. د مرستندويه توکو د پلان شویو پروازونو په شمول د اروپايي ټولنې ټولټال مرسته ۴،۵ ميليون يورو ده.  

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب