1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هرات زلزلې مرګژوبله اړولې

۱۴۰۲ مهر ۲۳, یکشنبه

په هرات کې د بيړنیو خدماتو د ټیم مشر، محمد ظاهر نورزي، وویل چې په ننۍ زلزله کې یو کس مړ شوی او نژدې ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د هرات د يکشنبې ورځې په زلزله کې د روغتيايي سرچينو په خبره ۲ کسان مړه شوي او له سلو ډېر ټپیان دي
د هرات د يکشنبې ورځې په زلزله کې د روغتيايي سرچينو په خبره ۲ کسان مړه شوي او له سلو ډېر ټپیان ديانځور: AFP/Getty Images

نورزي زیاته کړه دوی په ټولو اغیزمن شوو سیمو کې لټون پیل کړی دی خو زیاته ېې کړه چې کېدای شې د مړو شمېر لوړ شي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان بیا د یکشنبې ورځې په زلزله کې د ۲ کسانو د مړېنې رپوټ ورکړی او زياتوي چې د هرات سیمیز روغتون ته له سلو ډېر ټپیان وروړل شوي دي. د اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، عينی شاهدانو هم ويلي چې دوه کسان مړه شوي دی. خبرځای زیاتوي چې یو شمېر خلک ټپیانو ته د وينې ورکولو په موخه روغتون ته ورغلي دي.

مسئولان وايي چې په هرات کې د يکشنبې ورځې زلزله کې دوه کسان مړه او له سلو ډېر نو ټپیان شوي او يو شمېر خلک ټپیانو ته دوينې ورکولو په موخه روغتون ته ورغلي ديانځور: Mirwais Amir/AA/picture alliance

په هرات کې لومړنۍ زلزله د اکتوبر په ۷مه وشوه، چې د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې د دغه ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې ۱۲۹۴ کسان مړه او ۱۶۸۸ تنه نور ټپیان او هر کور تخريب شوی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان یونسیف ادارې د چهارشنبې په ورځ وويل چې په وژل شوو کسانو کې ۹۰ سلنه ېې ښځې او ماشومان دي: «ښځې او ماشومان تر ډېره د کور کارونو او د ماشومانو د پالنې له پاره په کورونو کې وي په همدې دليل کله چې ساختمانونه نړيږي دوی تر ټولو ډېر په خطر کې وي.»

(AP)mks/mns

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب