د هرات په چاودنو کې 22 ملکيان وژل سوي
۱۳۹۰ مرداد ۲۷, پنجشنبهپه دغو دواړو پیښو کي اوه کسان ټپیان شوي هم دي. د پیښو په قربانیانو کي ماشومان او ښځي هم شامل دي.
د افغان چارواکو د وینا له مخې د هرات د اوبې ولسوالی په لاره کی دوه مسافر وړونکي موټر د سرک د غاړې په ماینونو باندې ختلې دي او سخته مرګ ژوبلي يې رامنځ ته کړې ده.
د هرات د والې ویاند، محی الدین نوري، وايي چي په دواړو پیښو کي چي د هرات ولایت په اوبي ولسوالۍ کي رامنځ ته شوي 23 کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اوه کسان ټپي شوي دي.
نوري د پیښو پړه د افغانستان د ولسوالو مخالیفینو په غاړه اچوي. دی وايې چې لومړۍ پیښه د کوتل ترکان په سیمه کې رامنځته شوې.
په سیمه کې د ارباب بصیر په نوم یوه تن چه د مړیو، او ټپیانو په انتقالولو کې یې مرسته کړې د تیلفون له لارې آلمان غږ ته وويل چې چاودنه ډیره پیاوړې وه او کیدای شي د موټر ټولي سپرلۍ یې وژلې وي.
د اوبې ولسوالۍ د هرات د شمال ختیځ په سل کلومترۍ کې پرته ده چې په ورسیتو کې د تاتریخوالی څه پیښی په کې رامنځته شوي دي.
د دغې پیښې پړه تر اوسه پورې چا په غاړه نه دی اخیستې. د لاس جوړ شوو بمونو په جوړولو کې د زړو وسلو څخه کار اخستل کیږي او د طالبانو او نورو اورپکو له خوا له دغه بمونو څخه استفاده کیږي خو د دغو بمونو زیاتره قربانیان ملکي وګړي دي چې د کلیو او سترو ښارونو تر منځ پر غځیدلو سړکونو تګ راتګ کوي.
پوځې چارواکي وایې چې د لاس جوړ شوي ماینونو د ناټو تر مشرۍ لاندې بهرنیو او افغان امنیتي ځواکونو ته هم په لوړه کچه زیان اړوي.
د هرات چاودني په داسې وخت کې رامنځ ته کیږي چې نن په پکتیا ولایت کې هم د بهرنیو پوځونو پر یو مقر باندې ځانمرګۍ برید تر سره شو.
د امریکايي ځواکونو یوه ویاند د فرانسي خبری اژانس ته ویلي چې په دغه پیښه کې دوه تنه افغان ساتونکي وژل شوي دي. د پکتیا د پیښي پړه طالبانو پر غاړه اخیستي.
د پکتیا د پولیس مشر، عبدالغفار صافی، د فرانسي خبري اژانس ته ویلي چې یو ځانمرګي برید کوؤنکي کوښښ کاوه چې د چاودیدونکو توکو یوه ډکه لارۍ د پوځي مقر دننه وچوي خو د افغان پولیسو له لورې په لمړۍ دورازه کې ېې مخه راوګرځول شوه او هغه ځان هم هلته وچاوه.
آژانسونه/ سیدریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم