د هسپانیا حکومت: ځوانان دې تل کانډومونه له ځانه سره لري
۱۳۹۸ خرداد ۲۵, شنبه
د هسپانیا حکومت د یوه کمپاین له لارې غواړي ځوانان وهڅوي څو تل له ځانونو سره کانډوم ولري. د حکومت د یوه بیان په حواله د دې کار موخه د جنسي اړیکو له لارې د مخ پر زیاتیدونکي ډول ناروغیو مخنیوی ده.
اعلان
د هسپانیې حکومت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړي چې د جنسي اړیکو له لارې د ناروغتیو د انتقال مخ په ډیریدونکي بهیر ته په کتو سره غواړي داسې یو کمپاین په لاره واچوي چې په ترڅ کې به یې ځوانان د دغو ناروغیو په اړه معلومات ترلاسه کړي او وبه هڅول شي چې له ځان سره کاندون ولیږدوي.
د غنمو تخم د بیلا بيلو ګټورو موادو لکه د بي او ايي ويٍټامینونو او معدنی موادو لرونکي دي.
انځور: Fotolia
ویتامین سي
ويټامین سي يا اسید اسکوربیک د آزادو راديکالونو په حنثي کولو کي مرسته کوي. ورزشکاران د ډير ورزش له کبله کيداي شي خپل د بدن حجرې زيانمنې کړي او زهري موادو په خپرولو سره بدن ته نه جبران کيدونکې تاوان ورسوي. ځکه چې انسان په خپل بدن کم شمیر آزدا رادیکالونو ته اړتيا لري نو ډيريدل يې کولې شي بدن ته زيان ورسوي.
انځور: Fotolia/cut
مستې
مستې او نور لبنيات په اساسي ډول کلسيم، فسفر، پتاسيم، سوديم او د بي ويټامينونه په بدن کي تامینوي. دغه مواد د عضلاتو او هډوکو په پياوړي کیدو کې مرسته کوي.
انځور: Fotolia/arck
کيله
کيله د ورزش کارانو له پاره تر ټولو مهم خوراک دی. کيله د مګنيزيم، پتاسيم او ډيرو فيبرونو لرونکې ده. د کيلې کربوهيدرات په آسانۍ سره د هضميدلو وړ دي.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Pilick
توست شوې ډوډۍ
څوک چې غواړي له ورزش څخه تر مخه لږ خواړه وخوري، بايد په نظر کې ولري چې کوم خواړي چېخوري په آسانۍ سره د هضميدلو وړ وي. د بيلګې په توګه يوه کيله يا توست شوې ډوډۍ. تست ډوډۍ او شات د لنډ وخت له پاره ډيره انرژۍ توليدوي.
انځور: picture-alliance/Bildagentur-online
کچالو
کچالو له مغذي، ويټامينونو او معدنی موادو ډک دي. يو په زړه پورې وړانديز: له ورزش څخه وروسته د بدن ژر بيا رغاونې له پاره جوش شوی کچالو او جوش شوی هګۍ له شنې دڼيا سره وخورئ.
انځور: Colourbox
نخود
ګرد او کوچني نخود له سپینو، نارنجي يا ژړو رنګونو سره، له هغو حبوباتو څخه دي چې له پروتینو ډک وې او د ويټامينو او معدني موادو د تامین کونکو په توګه کارول کيږي. خو نخود د ګيډې پړسوب رامنځ ته کوی او ښه دا ده چې له ورزش څخه وروسته وخوړل شي.