1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د هغې ښځې روغتیايي وضعه د ډاډ وړ ده چې میړه یي پوزه پرې کړې

۱۳۹۸ آذر ۲۰, چهارشنبه

د سیمه ایزو چارواکو په خبره د سه شنبې په ورځ د افغانستان په بامیان ولایت کې د کورنۍ تاوتریخوالي په یوه قضیه کې یوه سړي د خپلې ښځې پوزه او د لاسونو رګونه پرې کړي دي. دغه میرمنه اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

Afghanistan Opfer häuslicher Gewalt im Krankenhaus
انځور: DW/Ashaq Akrami

سیمه ایزو چارواکو ویلي دي چې دغه پيښه د سه شنبې په شپه د یکاولنګ په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. د ښځو  چارو ریاست مسئولینو ویلي دي چې دغه سړی د افغانستان د امنیتي ځواکونو غړی دی او د شپې پر مهال د خپل خسر کور ته تللی او له خپلې ښځې سره دا ظلم کړی دی.

د بامیان د ښځو چارو رئیسې ذکیه رضایي دویچه ویله ته وویل: «د دغې ښځې میړه د خپلې میرمنې د پزې یوه برخه او د لاسونو رګونه پرې کړي او بیا یي تیښته کړې ده. نوموړی د امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې دی او تر اوسه پورې د موضوع په ارتباط څوک نه دي نیول شوي.»

د دغې ۳۰ کلنې میرمنې ماما محمد علي، د پيښې د رامنځته کیدو پر مهال هلته موجود وو او هغه هم ټپې شوی دی.

محمد علي وویل: «د شپې په تیاره کې دروازه وټکول شوه. ما دروازه خلاصه کړه. یو تن چې مخ یي پټ کړی وو زما د غوږ لاندې توفنګچه کیښوده او ویل یي چې ځان ونه خوزوې او لاسونه دې پورته کړه. هغه غوښتل زما لاسونه را وتړي، خو ما مقاومت وکړ. هغه راباندې ډزه وکړه او زه بی هوشه شوم.»

نوموړي زیاته کړه کله چې په هوش راغې، ګوري چې دغه سړي یي پر خورزې برید کړی او «غواړي هغې ته اور واچوي، خو کله چې په دې کار بریالی نه شو په چاقو یي ټپي کړله.»

که څه هم د دې ښځې ماما وایي چې د دې پيښې د رامنځته کیدو دلیل د نجلې او هلک د فاميلونو ترمنځ کورنی جنجال دی، خو د ښځو چارو رئیسه وایي چې د دې تاوتریخوالي دلیل اجباري واده وو او نجلې رضایت نه درلود.

نوموړې میرمن د سه شنبې ورځې په سهار د بامیان ولایتي روغتون ته لیږدول شوې ده او تر درملنې ده. داکتران وايي چې جراحي عملیات ترسره شوي دي او روغتیایي وضعه ښه ده.

د بامیانو د ولایتي روغتون متخصص داکتر نعیم احمدیار وایي: «د دې ښځې پوزه د کره پندونکي تر برخې او د لاسونو رګونه یي پري شوي وو، چې له نیکه مرغه د خونریزې مخه يي نیول شوې او اوس یې وضعه ښه ده.»

سږ کال د بامیانو د ښځو چارو په اداره کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ۱۰۰ ډیرې پيښې ثبت شوي دي، چې د تیر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی ښيې.

دویچه ویله/اسحاق اکرمي/ش.ن/ب.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل