1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

د هلمند مرمر ډبري څوک او چيري قاچاق کوي؟

۱۴۰۱ اردیبهشت ۸, پنجشنبه

د هلمند اوسېدونکي وايي چې هره ورځ په لسونو موټره مرمر ډبري لښکرګاه ښار او له هغه ځایه بيا نورو هیوادونو ته قاچاقيږي، خو د طالبانو د کانونو وزارت وايي چي له تر سلو زیات شرکتونو سره د مرمر ډبرو د استخراج قراردادونه لري.

Afghanistan Marmorfabrik
انځور: DW/Elham

د هلمند اوسیدونکې وایې چې له تیرو شلو کلونو راهیسي د مرمر ډبرو کان د یوشمیر کسانو له لوري په غیري فنې توګه اسختراجيږي او دغه پروسه اوس هم روانه ده.

د هلمند يو اوسېدونکی علې احمد وايي: »یو شمیر قراردادیان په غلط ډول دغه کانونه استخراجوي او له دې سره سم لږه برخه يې همدلته لښکرګاه ښار او ډېره برخه يې پاکستان ته وړل کیږي.»

د هلمند يو بل اوسېدونکی محمد ولي وايي چي مرمر ډبري په مستقیم او غیر مستقیم ډول قاچاق کیږي چې په تیرو حکومتونو کې هم د دی قاچاق مخه نه ده نیول سوې: «دا د قاچاق وړونکو له لوري د بهرامچې پرسیمه او ځیني نور يې بیا د کندهار له لاري لومړی بولدک او وروسته پاکستان ته وړل کیږي.» هغه د طالبانو له اوسنۍ حکومته غواړي چي د دی قیمتي ډبرو د قاچاق مخه ونیول سي.

د هلمند د مرمر ډبري تولیدات د پاکستان په نوم خرڅیږي

د هلمند یو ملي تجار محمد ولې څرګند چې له تیرو پنځلسو کلونو راهیسې په نړيوال بازار کي  هلمند د مرمر او شوکاڼو ډبرو کاروبار کوي دویچه ویله ته وویل: «زموږ تولیدات ځکه په نړیوال بازار کې زموږ په نوم نه خرڅيږي چې په تیرو شلو کلونو کې دا ډبره ډیره پاکستان ته قاچاق کیدل او دولت یې مخه نسوای نیولاې.»

څرګند زیاتوي که طالبان د ډبرو د قاچاق مخه ونیسې او ملي تجارانو ته زمینه برابره کړي، نو دوی به په دې برخه کې په میلیونونو امریکایې ډالر پانګونه وکړي.

د کانونو او پیټرولیم وزارت ویاند مفتی عصمت الله برهانې دویچه ویله ته ویلي دي چي په هلمند کي شاوخوا یوسل او شپیته کمپنۍ اوس د مرمرو کان د کیندنې په برخه کي کار پیل کړی او هغوی ورسره ژمنې کړي دي چې دوی به هرڅه په فنې توګه ترسره کوي.

ده وویل له کمپنیو سره قرارداد سوی او کمپنۍ خپله دي کانونو ته بازار موندنه په هیواد دننه او یا هم بهر کې ترسره کوي چې وزارت پری کار نه لري: «موږ له شرکتونو سره قراردادونه کړي دا بیا هغوی هرڅه له خپل عهد سره سم پلې کوي. موږ پرې کار نه لرو چې دوی دغه استخراج سوی معدنیات چیري پلوري افغانستان، پاکستان او یا هم ایران دوی خپله بازار موندنه کوي.»

د هلمند حجاري او نجاري فابریکه مرمر ډبره له کومه کوي؟

د هلمند د حجاري او نجاري فابریکې ولایتي مسئول خالد هاشمې وايي چي دوی اوس هم د تیرو کلونو په پرتله خلکو ته په همدې فابریکه کي کار پیل کړی او اوس خپل تولیدات له هیواده بهر پلوري: «اوس دلته موږ ګیلاسونه، پیالې، غابونه او ښکلې ډبري تولید کوو دا ټول د مرمر ډبري څخه دي خو دا ډبره باید په ښه توګه استخراج سي که یې ټوله موږ ته راکړی دا به ډېره ښه سي. موږ به هم کار روزګار خلکو ته پیداکړو او هم به فابریکه فعاله وي او عاید به د دولت ډېر سې.»

خو د هلمند ځيني فعالان چې نه غواړي نوم يي خپور سي دویچه ویله ته وویل چې د مرمرو په قاچاق کې خپله د طالبانو لوړپوړي چارواکې له تیرو کلونو راهیسې ښکل دي: «دا قاچاق یوازي اوس نه، بلکې له هغه وخته چې طالبانو په سیمه کي واک درلودی هغوی دا قاچاق کوي. دوی تر ډېره خپله دا پیسې خپلو جیبونو ته اچوي.»

په هلمند کې د مرمر ډبرو د قاچاق په اړه ډېر هلمندیان خواشینې ښیې او وایې له تیرو څلویښتو کلونو راهیسې د همدې کان ډبري چې درې رنګه ابې، سپین او ګلابۍ رنګونه لري پاکستان او ځینې نورو هیوادونو ته قاچاق کیږي.

صفت الله زاهدی