نن شنبه د می میاشتې ۲۵مه د هندوستان د عمومي انتخابات په لړ کې تر وروستي پړاو مخکې یو پړاو انتخابات پيل شوي چې په ميلیونونو هندوان په کې خپلې رایې ورکوي. د هندوستان انتخابات په اوو پړاونو کې تکمیلیږي.
نن د نوي ډيلي د ۷ انتخاباتي حوزو په ګډون، په ۵۸ حوزو کې رايي اچونې ترسره کيږي. دې سره به د پارلمان د ولسي جرګې ۵۴۳ څوکیو ته د رای ورکونې ۸۹ نیم سلنه برخه بشپړه شي. د پاتې ۵۷ څوکیو له پاره انتخابات د جون میاشتې په لومړۍ ترسره کيږي، چې ورسره به د هندوستان شپږ اونیز انتخابات بشپړ او ورپسې به د جون په ۴مه د رایو شمېرنه کیږي.
رای ورکوونکي د شنبې په ورځ په ۷ بجو د رای ورکولو څخه د مخه د رای ورکونې مرکزونو مخې ته په کتارونو کې ولاړ ول. نن د هندوستان په اکثرو برخو کې د حرارت درجه، ۴۵ ښودل شوې ده چې له کبله یې یو شمیر رایه ورکوونکي سهار وختي د رایې اچونې مرکزونو ته راټول شوي ول.
د هندوستان ولسمشره، دراوپدي مورمو او د بهرنیو چارو وزير، اس. جی شنکر، د هغو مشرانو څخه وو چې سهار وختي ېې خپلې رايې وکارولې. د کانګریس ګوند مشرې، سونیا ګاندې او د هغې زوی راهول ګاندي هم په نوي ډيلي کې خپلې رايې وکارولې.
د کانګریس ګوند مشرې، سونیا ګاندې او د هغې زوی راهول ګاندي هم په نوي ډيلي کې خپلې رايې وکارولېانځور: Arun Sankar/AFP دې سره جوخت نن سیاستوالې محبوبه مفتي، له خپلو پلویانو سره د هندوستان تر کنترول لاندې کشمیر کې اعتراضونه کړي او ادعا کوي چې پولیسو ېې د ګوند کارمندان نيولي تر څو ونشي کړای خپلې رايې وکاروي. مېرمن مفتي د خلکو دموکراتيک ګوند مشره ده او پخوا د هند تر کنټرول لاندې کشمېر کې ارشده منتخبه چارواکې پاتې شوه دې. نوموړې چې د انانتناګ-راجوري ولسوالۍ له لورې ېې ځان پارلمان ته نوماند کړی وايي چې د انتخاباتو کميسیون ته یې په دې تړاو شکایت کړی دی.
راې ورکونې سره هم مهاله شکایت او اعتراضونه
په اکثریت نظرسنجيو کې د صدراعظم نریندرا مودي د ملتپاله ګوند، بهارتیا جنتا، د بریا حکایت کوي، تر څنګ یې ویل کيږي چې د مودي سیاسي رقیبان يا اپوزیسیون به هم نن د مودي پر وړاندې خپلو بریاو ته نهايي هڅې کوي.
د مودي ګوند پر وړاندې اپوزیسیون یو سیاسي اتحاد دی چې مشري ېې د هندوستان نشنل کانګریس او نور ځواکمن ساحوي ګوندنونه کوي.
د هندوستان په انتخاباتو کې نژدې ۹۷۰ میلیونه په شرایطو برابر خلک ګډون کوي. دغه شمېر د نړۍ د ټول نفوس نژدې ۱۰ سلنه برخه تشکيلوي. د هندوستان ټول نفوس ۱۴۰۰ ميلیونه دی چې په دې کې ۸۰ سلنه ېې هندو مذهبه، نژدې ۱۴ سلنه مسلمانان دي.
په اکثریت نظرسنجيو کې د صدراعظم نریندرا مودي د ملتپاله ګوند، بهارتیا جنتا، د بریا حکایت کويانځور: Adnan Abidi/REUTERS نظر سنجۍ ښيي چې د انتخاباتو پنځو پړاونو کې د رای ورکوونکو د مشارکت اوسط شمېر د ۶۲.۲ او ۶۹.۱۶ سلنې ترمنځ ۶۵.۹ سلنه وو.
هندوستان تر دې مخکې په ۲۰۱۹ کې عمومي انتخابات درلودل چې په نتیجه کې ېې د نریندرا مودي ګوند، بي جي پي، د ۶۷ اعشاریه ۱۱ سلنه رايې په ګټلو سره د پارلمان ۳۰۳ څوکۍ ګټلې وې.
مودي په ۲۰۱۴م کې واک ته راغلی دی او د هغه رقیب ګاندي کورنۍ هم د صدراعظمۍ درې دورې درلودلي دي.
مودي په خپلو کمپاینونو کې بې وزلو خلکو سره د خیريه بنسټونو له طریقه د مرستو ژمنې کړي دي له هغې جملې د وړيا روغتیايي درملنې، په کورونو کې د تشنابونو د جوړولو او د پخلي له پاره ښځو سره د ګازو وړیا یا ارزانبیه سيلنډرونو ورکړه شامل دي.
(AP)mks/akh
له آرشیف څخه (16.03.2021):
زوړ ډيلي لا هم خپل توريستي جذابیت ساتلی
کله چې سړی د نوي ډیلي د زاړه ښار په تنګو کوڅو کې ګرځي نو د هندوستان د پلازمېنې تاریخ يې په فکر کې ورگرځي. د سړک د غاړې خواړه، له شوره ډک بازار او زړې معمارۍ يې د نړۍ له ګوډ ګوډ څخه دغه ښار ته کړي مهاجرتونه انځوروي. انځور: Ankita Mukhopadhyay/DW د زاړه ډيلي په دغه بازار کې د اړتیا وړ هرڅه پیدا کيږي. له کتابونونو نيولې تر جامو او خوراکي شیانو پورې. خو هټيوال وايي اوس لږ خلک ورځي.
انځور: Ankita Mukhopadhyay/DW جامع مسجد، په هندوستان کې يو له سترو مسجدونو څخه دی. دغه مسجد د مغولو د امپراتور، شاه جهان له خوا جوړ شوی دی. په هندوستان کې د کرونايي محدوديتونو باوجود، مسلمانان د جمعې د لمانځه ادا کولو له پاره دغه مسجد ته ور راروان وي.
انځور: Ankita Mukhopadhyay/DW يوه لرغونې کوڅه او دوديز خواړه دا د محمد شاکر د کباب پخولو دوکان دی. په دغې کوڅه کې داسې خواړه خرڅيږي چې د مغلو په وخت کې رايج ول. محمد شاکر وايي چې د دوی دغه دوکان، په ۱۹۴۷ کال کې د هندوستان د خپلواکۍ له وخته فعال دی. هغه دویچه ويله ته وويل: «موږ هر څه ولیدل. د کرونا وبا هم ونشو کړای چې زموږ د دغه میراثي کاروبار مخه ونیسي.»
انځور: Ankita Mukhopadhyay/DW جيلبي د ډيلي د زوړ ښار يو تر ټولو مشهور خواړه دي. جيلبي له ۱۸۸۴م کال راهيسې دلته رايج ول چې نن ورځ يې هم خلک د پخوا په څير رانيسي. د جيلبيو په کاروبار کې توپير نه دی راغلی. د بيلګې په توګه له راغلو توپيرونو څخه یو دا دی چې نن ورځ د جيلبيو هټيوال له دستکشو او ماسک څخه استفاده کوي.
انځور: Ankita Mukhopadhyay/DW بې وزلو خلکو ته خواړوه ورکول د ډيلي د زاړه ښار اکثره هټيوال بې وزله يا خيرات خورو ته وړيا خواړه ورکوي. د کرونا وبا په راتلو سره د دغو افرادو شمیر ډير شوی، خو هيټوال له هغوی سره مرسته کوي.
انځور: Ankita Mukhopadhyay/DW چاندي چوک د زاړه ډيلي په زړه کې دی. د دغه ځای يو شمير اوسیدونکي وايي چې د کرونا وبا د ساختماني چارو کاروباريانو ته د دې فرصت په لاس ورکړی چې د چاندي چوک زړې ودانۍ تخريب کړي. دغه کاروباريان په ځانګړې توګه د داسې کسانو په لټه کې دي چې د کرونا له کبله له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
انځور: Ankita Mukhopadhyay/DW له کشمیر څخه له هيلو سره راغلی زوړ ډيلي د هيمالايا سيمې کشميریانو له پاره هم د کاروبار يو ښه ځای دی. د دوی له پاره تر ټولو ښه کاروبار دا دی چې يو دوکان خلاص کړي او کشمیري خواړه پکې وپلوري. حامد هم له دغو کشمیريانو څخه یو دی. هغه دويچه ويله ته وويل: «موږ هلته په يوه ليرې پرتې علاقه کې ډير لږ کار کوو چې هيڅ راتلونکې نه لري. موږ دلته راغلي يوو تر څو مې خلک غږ واوري.»
انځور: Ankita Mukhopadhyay/DW د هندوستان مشهوره ودانۍ «لعل کلا» د زوړ ډيلي مرکز ته نژدې پرته ده. دا د مغلو د پاچا شاه جهان د اوسیدو ځای وو. هغه پلازمېنه له آګرې څخه نوي ډيلي ته انتقال کړه. دغه کلا په تيره جنوري کې د بزګرانو د اعتراضو پر وخت د تاوتریخوالو صحنه وه. له همدې کبله اوس د کلا شاوخوا ته خنډونه ايښودل شوي او سيلانيان دننه د ورتلو اجازه نه لري.
انځور: Ankita Mukhopadhyay/DW