د افغانستان کرکیټ بورډ د هندوستان پریمیر لیګ سیالیو له پاره ټول ۱۰ لوبغاړي وړاندې کړي وو. د لوبغاړو په دې لړ کې راشد خان او محمد نبي عیسی خیل یوازې دوه هغه لوبغاړي وو چې تر دې دمخه یې هم په دې سیالیو کې برخه اخیستې وه او ښې لوبې یې کړې وې.
د بولۍ پروګرام له پاره د کرکیټ ټول مینه وال انتظار وو، خو د دوی دغه خوښي هغه وخت په غم واوښته چې په کابل کې یوه ځانمرګي موټر بم چاودنې له سلو ډیر افغانان ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل. تر همدې پیښې څو ساعته وروسته، راشد خان ارمان لومړنۍ افغان وو چې د بولۍ په دې مراسمو کې د سن رایزر حیدراباد لوبډلې لخوا د تیر ځل په پرتله په خورا لوړه بیه یعنې ۹۰۰ لکه هندي روپۍ چې نږدې یو نیم میلیون ډالر کیږي (۱،۴۱۵،۷۰۰) واخیستل شو.
سربیره پر دې د روانو سیالیو له پاره محمد نبي عیسی خیل هم د همدې لوبډلې لخوا د ۱۰۰ لکه هندي کلدراو چې ۱۵۷ زره او ۳۰۰ ډالر کیږي وپیرل شو.
انځور: Getty Images/D. Traynor د بولۍ دوهمه ورځ افغانستان ته له دې امله هم ځانګړې وه چې د افغانستان د ۱۹ کلونو څخه د کم عمر لرونکي دوه لوبغاړي هم په خورا ښه بیه د مختلفو لوبډلو له لوري واخیستل شو.
د ای پي ایل په تاریخ کې د افغان لوبغاړو ریکارډ
د بولۍ په دوهمه ورځ د افغانستان د ۱۹ کلنې لوبډلې ورو توپ اچوونکی ۱۶ کلن مجیب ځدراڼ د ۴۰۰ لکه هندي کلدارو په بدل کې چې ۶۲۹ زره او ۲۰۰ ډالر کیږي، د کینګ ایلون پنجاب له لوري واخیستل شو. په دې توګه د دې لوبو په تاریخ کې به دا لومړی ځل وي چې یو ۱۶ کلن لوبغاړی په دې لوبو کې برخه اخلي. مجیب ځدراڼ په ۲۱ پیړۍ کې زیږیدلی لوبغاړی دی چې په دې سیالیو کې برخه اخلي.
څلورم افغان لوبغاړی هم د ۱۹ کلنې لوبډلې لوبغاړی او ورو توپ اچوونکی ظاهر خان پکتین دی. هغه د راجستان رایل لوبډلې له خوا د ۶۰ لکه هندي کلدارو په بدل کې چې ۹۴ زره او ۳۸۰ ډالر کیږي وپیرل شو.
د هندوستان پریمیر لیګ سیالیو ته نور لوبغاړي هم وړاندې شوي وو چې د کومې لوبډلې له خوا وانه خیستل شول. په دوی کې نجیب ځدراڼ، شاپور ځدراڼ، ګلبدین نایب، دولت ځدراڼ، محمد شهزاد، ظاهر خان پکتین او شفیق الله شفق شامل وو.
د هندوستان پریمیر لیګ سیالۍ د روان کال د اپریل میاشتې په ۴ نیټه پیلیږي چې وروستی یا فاینل لوبه یې د مې میاشتې په ۳۱ نیټه ترسره کیږي.
پر ورته موضوع یو انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه:
له کابله تر نړیوال جامه د افغان کرکیټ لوبغاړو سفر
افغانستان د اکتوبر میاشتې پر دوهمه او څلورمه نیټه کینیا ته په دوو پنځوس اوریزو لوبو کې په ماتي ورکولو سره نړیوال پنځوس اوریز جام ته لار وموندله. د افغانستان دغه بریا په ټولنه نړۍ کې د افغانانو له خوا ولمانځل شوه. انځور: DW د افغانستان تر بریا وروسته د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې افغانان سړکونو ته راووتل او په اتڼونه یې پيل کړل. په دې انځور کې د خوست ولایت اوسیدونکي په غازي ببرک خان پارک کي د خوشحالیو او اتڼونو ته راوتلي دي.
انځور: DW/F. Zahir د کابل په ملي لوبغالي کي ډېرو افغانان په ژوندۍ بڼه د افغانستان او کینیا تر منځ لوبه ننداره کړه.
انځور: DW/H. Sirat افغانانو په ۲۰۰۸ کال کې د کرکیټ د نړیوالي کمېټې په پنځم دویژن چې هغه وخت د دغي کمیټې تر ټولو وروستی دیویژن وو لوبي کولې. خو افغانانو په ۲۰۱۰ کال کې د کرکیټ شل اوریزو نړیوالو لوبو ته لار وموندله. انځور د افغانستان او پاکستان تر منځ له لوبې څخه.
انځور: DW/T:Saeed افغانستان په ۲۰۱۳ کال کې د کرکیټ د نړیوالې کمیټې اسوشیت یا دوهمه درجه غړی شو او په دې ترتیب سره یې د کرکیټ په ډګر کې یوه ډیره اوږده لار په کم وخت کې ووهله.
انځور: DW افغانستان په ۲۰۱۲ کال کې یو څل بیا وتوانید چې نړیوال شل اوریز جام ته لار ومومي. په دې جام کې افغانستان د انګلستان او هندوستان پر وړاندې ولوبید خو خپلې دواړه لوبې یې وبایللې. په دې انځور کې خوستیان د خپلې لوبډلې بریا لمانځي.
انځور: DW افغانستان په ډیر کم وخت کې د کرکیټ ډیر تکړه لوبغاړي نړۍ ته پیژندلي دي. حمید حسن هم د دغو لوبغاړو له ډلې څخه یو دی. هغه د ځینو تپونو له کبله د ۱۴ میاشتو له پاره کرکیټ و نه کړ خو د کینیا پر وړاندې د افغانستان په وروستیو دوو لوبو کې یې شپږ لوبغاړي وسوځول.
انځور: Afghan Cricket Board اوس افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د کرکیټ لوبډلې لري. پر دې سربیره د افغانستان په ډیر شمیر ولایتونو کې د کرکیټ لوبغالي هم جوړ شوي دي. په انځور کې د کابل نړیوال لوبغالی ښوول کیږي.
انځور: DW په افغانستان کې اوس نه یوازې نارینه د کرکیټ لوبه کوي، بلکي نجونې هم کرکیټ تر سره کوي.
انځور: DW/Hoshang Hashemi د افغانستان کرکیټ بورد وایي چې په وروستیو وختونو کې یې کرکیټ په تعلیمي نصاب کې هم شامل کړی دی. په دې سره افغانان غواړي په بنسټیز ډول د کرکیټ د لوبې له پاره کار وکړي.
انځور: DW/Hoshang Hashemi د افغان لوبډلې روزونکي کبیر خان، له کینیا سره د افغانستان تر لوبو مخکې ویلي ول چې افغان لوبډله به مستقیم ډول پنځوس اوریز جام ته لار ومومي.
انځور: DW/T:Saeed د افغانستان د لوبډلې پخواني کپتان نوروز منګل، د کینیا پر وړاندې په لومړۍ پنځوس اوریزې لوبې کې ۵۲ منډې او په دوهمه لوبه کې ۱۹ منډې جوړې کړې. اوس د افغان لوبډلې کپتان محمد نبي عیسی خیل دی چې د کینیا پر وړاندي په وروستۍ لوبه کې یې ۴۶ منډې جوړې کړې.
انځور: DW